کابل(پژواک،٢٤ لړم ٩٤): د سرو زرو بيه د تېرو کلونو په پرتله لوېدلې او پلور يې هم په وروستي يوه کال کې په افغانستان کې د خلکو د اقتصادي ستونزو د ډېرېدو په سبب، شاوخوا ٦٠ سلنه کم شوى دى.
په نړيوالو بازارونو کې د٢٠١١ کال د ډسمبر په ٧مه(د١٣٩٣ د ليندۍ ١٦مه) د سرو زرو د يوه اونس(٣١ګرامه) بيه ١٧٣٦ امريکايي ډالر وه، خو نن ورځ ١٠٨٣ ډالر ده. (http://www.kitco.com/)
زرګران وايي چې په کابل کې د سرو زرو د بيو لوړېدل او غورځېدل، د نړيوالو بازارونو له بيو سره اړيکه لري، ددې ترڅنګ د تقاضا کمښت او ډېرښت هم پرې اغېز کړى دى.
ددې ترڅنګ د پژواک خبري اژانس اوونيز اقتصادي راپورونه څرګندوي چې د ١٣٩١ لمريز کال په ليندۍ مياشت کې د يو ګرام عربي عيار٢١ سرو زرو بيه ٢٥٠٠ افغانۍ(٤٨.٢ ډالر) ته رسېدلې وه، خو نن ورځ ٢١٥٠ افغانۍ( ٣٢ ډالر) ده.
په ډالرو سره يادو شوو بيو ته په پام ، د سرو زرو بيه شاوخوا ٣٣ سلنه کمه شوې ده.
په کابل کې د صالح زاده زرګرۍ مالک حاجي حامد صالح زاده، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د سرو زرو بيې د سرو زرو په نړيوالو بازارونو کې ځکه کمه شوې چې سوريه، عراق، يمن او لبنان هېوادونه چې پرېمانه سره زر لري، د جګړې په سبب له اقتصادي ستونزو سره مخ شوي او ډېر سره زر استخراجوي.
د پلورد کچې لوېدل
صالح زاده وويل چې د سرو زرو د استخراج ډېرېدو ترڅنګ، د نړۍ په کچه په ځانګړي ډول د افغانستان په ګډون اسلامي هېوادونو کې اقتصادي ستونزې ددې سبب شوې چې د سرو زرو تقاضا کمه شي، ځکه چې په دې هېوادونو کې د خلکو د پېر وړتيا لوېدلې ده.
د هغه په خبره، دا په داسې حال کې ده چې د سرو زرو ډېر پېروونکي په اسلامي هېوادونو کې دي.
هغه وويل چې صالح زاده زرګري تېر کال هره ورځ شاوخوا ١٢٩ ګرامه سره زر پلورل، خو اوسمهال يې دا کچه څلوېښت سلنې ته رسېږي.
ده زياته کړه:((کله چې اشرف غني واک ته رسېدلى، په بازار کې کاروبار کم شوى، ټول کسبونه له همدې برخليک سره مخ دي، د حامد کرزي په وخت کې ډېر ښه وو، کار مو هره ورځ غوړېده، خو اوس چې ګورې خلک له بيکارۍ نه خپله پانګه له افغانستان نه باسي.))
د کابل ښار د زرګرانو ټولنې مشر حاجي نورمحمد رضايي د صالح زاده د خبرو د پخلي ترڅنګ وويل چې د خلکو د اقتصادي ستونزو د زياتېدو په سبب، په کابل ښار کې د سروز زرو د پلور کچه له پنځوسو تر اويا سلنې را غورځېدلې ده.
هغه زياته کړه چې د هرې زرګرۍ پلور توپير لري، خو دده هټۍ چې تېر کال به يې هره ورځ له ٢٠٠ تر ٣٠٠ ګرامو پورې سره زر پلورل، اوسمهال له سلو تر ١٥٠ ګرامو پورې پلوري.
ځينې کابل ښاريان د اقتصادي وضعيت له خرابوالي شکايت کوي او وايي چې د پېر توان يې ښکته شوى دى.
د کابل ښار د لومړي مکروريانو اوسېدونکې ٤٩ کلنې مېرمن شيما وويل چې څو ورځې وړاندې يې د سرو زرو يو سېټ او ١٢ بنګړي وپلورل.
ددې په خبره، دا ګاڼې يې ددې لپاره وپلورلې چې په پيسو يې خپل زوى جرمنى ته واستوي.
هغه زياته کړه:((درې کاله کېږي چې زوى مې له پوهنځي فارغ شوى، خو کار ورته نه پيدا کېږي، اړ يو چې بهر ته يې واستوو، سره زر مې ځکه وپلورل چې پيسې مې نه درلودې.))
د کابل ښار د پل پادشاه ساحې اوسېدونکې فخريې وويل، ټاکل شوې وه چې د زوى د واده لپاره د ناوې د کورنۍ په فرمايش د عربي سرو زرو يو سېټ او ١٢بنګړي وپېري، خو اوس يې د پېرلو وس نه لري، ځکه چې زوى يې پخوونکى ( اشپز) دى، پخوا يې ښه عايد درلود، خو اوس اکثره ورځې وزګار وي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










