منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۲۲ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۲۹ غ.م
۳°صاف · ↑۱۳° ↓۲°د هوا کیفیت: منځنی

د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې په ځينو مقرريو کې درغلي شوې

· ۸ دقیقې لوستل · ۱۵۶ کتنې

کابل (پژواک، ٢٦ لړم ٩٤): د پژواک خبري اژانس موندنې څرګندوي چې د کارموندنې اعلانونو د خپرېدو په برخه کې د کارموندنې د (jobs.af) ويبپاڼې له لارې د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې د ١٥ پستونو د خپرېدو په برخه کې درغلي شوې ده.

خو د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې ويانده په مقرريو کې د فساد او درغليو شتون ردوي او ټينګار کوي چې په دې اداره کې د ګومارنې پروسه رڼه ده.

د دې تر څنګ د چارواکو ضد او نقيض نظرونه هم چې په سيمه ييزو ارګانونو اداره کې د درغليو په اړه ګومانونه تداعي کوي، په دغه راپور کې رانغاړل شوي دي.

د سيمه ييزو ارګانونو اداره وايي چې په ياده ويبپاڼه کې د کارموندنې د اعلان خپرېدو په بدل کې پيسې ورکوي، خو د دې ويبپاڼې چارواکي وايي چې د دولتي ادارو د کارموندنې اعلانونه د يوې هوکړې له مخې وړيا خپروي.

په مقرريو کې فساد

پژواک خبري اژانس د يوې سرچينې له خوا د معلوماتو له ترلاسه کولو وروسته چې د اعلان په خپرېدو کې د توپيرونو او په سيمه ييزو ارګانونو خپلواکه اداره کې د اداري فساد شتون څرګندوي، پر ياده موضوع څېړنه وکړه.

دا معلومات له يوه څو مخيز متن نه عبارت دي چې په دري او انګليسي ژبو ليکل شوي او څرګندوي چې په سيمه ييزو ارګانونو کې د مقرريو په برخه کې اداري فساد موجود دى.

دا معلومات د کارموندنې ٤٥ اعلانونه رانغاړي چې ١٥ موارد يې په سيمه ييزو ارګانونو پورې اړوند دي.

د پژواک خبري اژانس خبريال پر موضوع د ډاډمنتيا لپاره د کارموندنې په ياد سايټ کې ټول کوډ نمبرونه او د خپرېدو نېټې په جلا ډول څېړلې دي.

دا موندنې څرګندوي چې د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې ١٥ پسټونه چې کوډ نمبرونه يې له (٣٩١٤٢)، (٣٩٣٣٢)، (٣٩٣٣٣)، (٣٩٥٢٨)، (٣٩٥٣٠)، (٣٩٥٣٢)، (٣٩٥٥٠)، (٣٩٥٥٤)، (٣٩٦٠٧)، (٣٩٦٠٨)، (٣٩٦٠٩)، (٣٩٦١٠)، (٣٩٦١١)، (۳۹۸١٧) او (۳۹۸۱۹)دي، د منظمو کوډونو سيستم يې اخيستى، خو د خپرېدو نېټه کې د نورو ادارو د کارموندنې اعلانونو د خپرېدو  له نېټې سره توپير شته.

د بېلګې په ډول، د دې ادارې د کارموندنې د يوه پست د اعلان کوډ نمبر ٣٩١٤١ او د خپرېدو نېټه يې د ٢٠١٥ کال د جولاى ١٤مه ده، د همدې ادارې د کارموندنې د يوه بل پسټ کوډ نمبر ٣٩١٤٣ او د خپرېدو نېټه يې ٢٠١٥ د جولاى ١٤مه ده، خو د دې دوو اعلانونو په منځ کې د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې د کارموندنې يو بل اعلان د ٣٩١٤٢ کوډ سره خپور شوى، خو د خپرېدو نېټه يې د جولاى لومړۍ نېټه ده.

په دې توګه د ٢٠١٥  کال د جولاى مياشتې د لومړۍ نېټې يو اعلان، د مسلسل کوډ نمبر په پام کې نيولو سره امکان نه لري چې د جولاى مياشتې د ١٤مې نېټې په اعلانونو کې راشي.

پژواک د سيمه ييزو ارګانونو په خپلواکې ادارې پورې د ټولو خپرو شوو اعلانونو  انځور واخيست چې د دغه متن د کېکاږلو له لارې يې ليدلى شئ.

د يادونې ده، د دې ادارې د اعلانونو په خپرېدو کې شوې درغلي، د روان کال د چنګاښ له لسمې نېټې يانې د سيمه ييزو ارګانونو ادارې د نوي مشرتابه له راتلو شاوخوا يوه نيمه مياشت وروسته رامنځته شوې ده.

هر وخت چې يو کس وغواړي چې د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې له خوا په (jobs.af) وييپاڼه کې يو خپور شوى پسټ وګوري، ګوري چې د خپرېدو او تړل کېدو نېټه يې منظمه ده، خو دا باور يې ناسم او تېر ايستونکى وي؛ ځکه چې دا پسټونه په هغې نېټه نه دي خپاره شوي.

هغه سرچينه چې دا معلومات يې له پژواک اژانس سره شريک کړي وايي: ((… د دې لپاره چې وتوانېږي د خپلې خوښې نوماند د پېژندنې، واسطې او پيسو په بدل کې مقرر کړي، بستونه د څو محدودو ورځو لپاره اعلان ته سپاري او د اعلاناتو په نېټه کې درغلي کوي، څو د نوماندانو شمېر د امکان تر حده کم او د خپلې خوښې د نوماند د بريا چانس يې ډېر شي.))

پژواک د يوې بلې معتبرې سرچينې په همکارۍ، په (jobs.af) ويبپاڼه کې د بېلابېلو ادارو د بېلابېلو پسټونو د کوډ نمبرونو د داخلولو له لارې داسې شواهد ترلاسه کړي چې د دغو اعلاناتو په خپرېدو کې د درغلۍ څرګندونه کوي.

د بېلګې په توګه د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې د ٣٩١٤٢ کوډ لرونکى پسټ چې د روان کال د جولاى مياشتې په لومړۍ نېټه اعلان ته سپارل کېده، ليدل کېږي چې دا پسټ د جولاى په ١٥مه د تړل کېدو له نېټې څلور ورځې وړاندې اعلان شوى دى.

ياده سرچينه د ورته اعلانونو په اړه وايي، په ښکاره ليدل کېږي چې هر څه منظم دي، خو په حقيقت کې درغلي شوې او داسې تنظيم شوي چې هر څوک يې نه شي ليدلى.

د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې په ټولو ١٥ پسټونو کې دا درغلي څرګندېږي او ځيني پوسټونه هم تر ډېره حده د څلورو او يو شمېر يې يواځې د يوې ورځې لپاره اعلان شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د دغو پسټونو په جعلي اعلان کې له ٨ تر ١٩ جعلي نېټه ښودل شوې ده.

سرچينې څرګنده کړه، هر کله چې د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې ٣٩٦١١ کوډ نمبر ته مراجعه وشي، ليدل کېږي چې دا پسټ د روان کال داګسټ په ٨مه نېټه خپور شوى، خو دا حقيقت نه لري، بلکې دا پسټ د اګسټ په ١٥مه نېټه چې د اعلان د تړل کېدو وروسته ده، خپور شوى دى.

په ورته وخت کې د کارموندنې ويبپاڼې (jobs.af) چارواکي د دې پخلى کوي چې له هر اړخيزو څېړنو وروسته څرګنده شوه چې په ټولو اعلان شوو ١٥ پسټونو کې د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې له خوا ( له څو مياشتو راهيسې) درغلي شوې ده.

د دې چارواکو له ډلې يوه د نوم نه اخيستلو په شرط وويل: ((سل په سلو کې ويلى شم چې د دې اعلاناتو په خپرېدو کې درغلي شوې ده.))

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د بېلګې په ډول د سيمه ييزو ارګانونو ادارې د بشري سرچينو امر (IDLG HR Officer) اړوند ٣٩٦٠٧ ګډ او پسټ د خپرېدو نېټه د ٢٠١٥ کال د اګسټ ٨ مه ښودل شوې، خو په اصل کې داسې نه ده، دوى دا پسټ اته ورځې وروسته (د ٢٠٥ کال د اګست په ١٥مه) د دغه اعلان د تړل کېدو په ورځ خپور کړى دى.

هغه وايي چې د سيمه ييزو ارګانونو په خپلواکه ادارې کې د اعلان د خپرېدو د مسوولينو دغه کار تخنيکي دى چې دوى د اعلان د خپرېدو ورځو په نېټو کې يو ځاى د خپل ځان لپاره ساته او کله چې د اعلان بندېدو لپاره کمې ورځې پاتې کېدې او يا تړل کېده، نو اعلان يې خپراوو.

هغه زياته کړه: ((هر چا چې د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې [IDLG]  له پتې کار اخيسته، نو وارد کس و او تر اوسه د دوى تخنيکي ډله دې چارې ته نه ده ځيره شوې چې استفاده کوونکي اشخاص د خپلې کارموندنې اعلانونه له يوې بلې لارې خپروي.))

هغه په داسې حال کې چې د دغه سيستم داخل او د سيمه ييزو ارګانونو اعلانونه يې چک کول، وويل: ((موږ فکر نه کاوو چې داسې کوم کار به شوى وي، اوس دغه کار ته ځير شوو، که له پوښتنې سره هم مخ شو، نو دا کار کوو او اوس مو تخنيکي ډلې معلومات هم ترلاسه کړي دي.))

نوموړي زياته کړه: ((موږ پر دغه سيستم د ډاډمنتيا لپاره چې کولى شي يو ځاى وساتي، يو پست مو په سيستم کې د اکتوبر په ٢٨ مه نېټه ثبت کړ او د هغې ورځې په سبا مو پسټ اعلان کړ، وليدل شول چې داسې يو څه امکان لري.))

د هغه په خبره، د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې د اعلان خپرولو موظفينو چې کله يو ځاى د خپل اعلان د خپرولو لپاره ساتلو، په دې فکر نه وو چې دا ثبوت د کارموندنې له دې ادارې (jobs.af) سره شته او دا اداره کولى شي چې د يوه حساب له محتوياتو څخه خبر ترلاسه کړي.

د هغه په خبره، د کارموندنې دا اداره د دغه اعلان په خپرېدو کې کوم مسووليت نه لري او خپرېدل يې خپله د اړوندې ادارې له خوا د اعلان خپرېدو د اجازې په ترلاسه کولو پورې اړه لري.

خو نوموړي له پژواک خبري اژانس نه د مننې او درناوي څرګندولو په ترڅ کې وويل چې دوى يې دې باريکۍ ته ځير کړل او ويل يې چې دا ستونزې سايټ ته زيان اړاوو او تخنيکي ډله پر داسې يوه سيستم کار پيلوي چې له دې وروسته له پخوا نه ډېر خوندي وي او څوک د داسې کار کولو اجازه ونه لري.

د  سيمه ييزو ارګانونو  د کارموندنې په اعلان کې د درغليو لپاره د جزئياتو موندلو لپاره دې د سيمه ييزو ارګانونو جدول ته مراجعه وشي.

خو د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې وياندې منيرې يوسفزاده د دې ادارې د کارموندنې په هر اعلان کې هر ډول لاسوهنې او درغلۍ ردوي او وايي چې په سيمه ييزو ارګانونو اداره کې د استخدام پروسه رڼه ده.

نوموړي زياته کړه: ((په افغانستان کې د دسيسې او دوسيې جوړول ډېر اسانه دي او رسنيو ته لاسرسى هم سخت نه دى، د هر سند استول د هغه سند د موثق والي څرګندوى نه دى.))

هغه وايي چې د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې د نوې مشرتابه له راتلو سره د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې سخت کوښښ پيل شوی، خو يو زيات شمېر کسان غواړي چې د دغه بهير پر وړاندې خنډ شي، څو دا کار په بريا سره ترسره نه شي.

د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې نوى مشرتابه د روان کال د غويي مياشتې په ١٩مه بدله شوه او غلام جيلاني پوپل ددې ادارې د نوي مشر په توګه کار پيل کړ.

يوسف زاده وويل، هغه کسان چې د بودجې د نشتوالي او يا هم په فساد کې د لاس لرلو په سبب ګوښه شوي، کوښښ کوي چې دوسيې جوړې کړي.

ضد او نقيضې څرګندوې

د (jobs.af) ادارې چارواکي وايي چې په دې ويبپاڼه کې د کارموندنې د يو ځل اعلان خپرېدل ١٥ ډالر لګښت غواړي، خو د دولتي ادارو اړوند د کارموندنې ټول اعلانونه د هوکړې له مخې ددې ويبپاڼې له لارې  وړيا خپرېږي.

سرچينه زياتوي چې د سيمه ييزو ارګانونو ادارې په ٢٠١٢ کال کې د لسو اعلانونو د خپرېدو په بدل کې ١٥٠ ډالر ورکړي او له هغه وروسته ددې ادارې د کارموندنې ٣٠٠ اعلانونه په (jobs.af) ويبپاڼه کې په وړتيا ډول خپاره شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې ويانده وايي چې د سيمه ييزو ارګانونو اداره د هر اعلان د خپرېدو په بدل کې پيسې ورکوي.