کندوز (پژواک، ٢٨ لړم ٩٤): د طالبانو له خوا د کندوز ښار نيول کېدو د نورو زيانونو تر څنګ د شېر خان بندر پر عوايدو هم منفي اغېز کړى او په سوداګريزو چارو کې د پام وړ کمښت راغلى دى.
شېرخان بندر د هېواد له مهمو ترانزيټي بندرونو دى چې له تاجکستان سره په پوله موقعيت لري. ملي او نړيوال سوداګر د دغه بندر له لارې خپل سوداګريز مالونه له منځنۍ اسيا، منځي ختيځ، مرکزي اسيا او خليج فارس نه افغانستان ته واردوي.
د شېر خان بندر د ګمرک مشر شهاب الدين باور وايي چې د کندوز ښار له سقوط وروسته په دې برخه کې د صادراتو او وارداتو بهير درېدلى او تر څنګ يې د افغانستان او تاجکستان په پوله کې د دوستۍ پول د تاجکستان د پوله ساتونکو له خوا د يوې اوونۍ لاره د موانعو په وسيله بند شوى چې د کندوز د وضعيت له ښه کېدو سره بېرته پرانيستل شو.
هغه پژواک خبري اژانس ته وويل چې شېر خان بندر د طالبانو له خوا د کندوز ښار د نيولو او يوې مياشتې ستونزو په ترڅ کې صادرات او واردات نه لرل، خو په وروستيو اونيو کې وضعيت يو څه ښه شوى دى.
وسله والو طالبانو کندوز ښار د تلې په شپږمه نېټه ونيو او له دريو ورځو وروسته بېرته د دولت واک ته ورغى.
د شېر خان بندر د ګمرک مشر وايي چې د کندوز ښار له جګړې وړاندې يې هره ورځ سل بستې صادرات او همدومره واردات لرل، خو اوسمهال دا شمېر ١٥ بستې صادراتو او دوې بستې وارداتو ته را کم شوی دی.
باور د تلې مياشتې عوايد اته ميليونه او ٤٠٠ زره افغانۍ وبلل او وويل چې د کندوز ښار له سقوط وړاندې يې هره مياشت تر ٦٥ ميليونه افغانيو پورې عوايد لرل، خو دې پېښې پر سوداګريزو چارو دروند ګوزار کړى دى.
د ګمرک مشر نا امني، د پاکستان د وارداتي توکو د ګمرکي تعارفې لوړېدل او په شېرخان بندر کې د سوداګرو له خوا د فعاليتونو د دوام لپاره زړه مات والى د دغه کمښت لامل وباله او ويې ويل: ((که چېرې وضعيت همداسې دوام وکړي، نو ټول سوداګر به د هېواد نورو بندرونو ته مخه کړي او خپل فعاليتونه به هلته تنظيم کړي.))
هغه پر دې سربېره هم وويل، ټاکل شوې چې د لړم مياشتې تر پايه پورې ٥٠ ميليونه افغانۍ عايد ولري.
سوداګر هم وايي چې اکثره سوداګر د کندوز ښار د سقوط پرمهال له ګڼو ستونزو او زيانونو سره مخ شوي دي.
د عبدالعلي په نوم يو سوداګر چې له پنځو کلونو راهيسې د نړۍ له سترو کمپنيو څخه د شېر خان بندر له لارې د نارينه او ښځينه جامو پر صادراتو او وارداتو بوخت دى، وايي چې اوسمهال په کندوز کې د پخوا په څېر پېر او پلور نشته، نو ځکه يې خپل فعاليتونه درولي دي.
هغه وويل، د نورو سوداګرو په څېر پر دولت هېڅ باور نه لري، تر هغو چې حکومت د کندوز د بشپړ امنيت نيولو لپاره تصميم ونه نيسي او سوداګريز کارونه خوندي نه شي، دوى به سوداګرۍ ته زړه ښه نه کړي.
سوداګر وايي، له سوداګرۍ ګټه هغه وخت ترلاسه کولى شي چې د لويو لارو امنيت خوندي وي او د حکومت له خوا د سوداګريزو چارو لپاره زمينه مساعده شي.
خو د کندوز سرپرست والي حمدالله دانشي وايي چې اوسمهال په کندوز ولايت کې امنيتي وضعيت ښه شوى او د سوداګرو پر وړاندې هېڅ ستونزه نشته.
دانشي وويل چې د کندوز ښار د سقوط پر مهال ټولو قشرونو ته زيان اوښتى او د امنيتي وضعيت د ښه کېدو لپاره هڅې روانې دي.
هغه سوداګرو ته ډاډ ورکړ چې حکومت د سوداګرو او د هغوى د پانګې د امنيت نيولو توان لري او بايد له کومې وېرې او اندېښنې پرته خپل کارونه له سره پيل کړي.
د ويلو ده چې تېره مياشت د افغانستان د سوداګرۍ خونې چارواکو د کندوز پر خلکو د جګړې د منفي اغېز په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره ويلي وو چې دې جګړې د کندوز اقتصاد ته څه باندې ١٠٠ ميليونه ډالر زيان اړولى او د زياتېدو امکان يې هم شته.
غړي
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










