منځپانګې ته تلل
شنبه ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۵۶ غ.و
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

قلم پلورونکې نجلۍ: له ټوپک نه کرکه لرم

· ۴ دقیقې لوستل · ۱۲۵ کتنې

کابل (پژواک،٢٨ لړم ٩٤): يوولس کلنه عايشه هره ورځ د کابل ښار زرنګار پارک کټارو ته څېرمه رنګارنګ قلمونه پلوري او وايي چې له جګړې کرکه لري او غواړي چې د قلم پلورنې له لارې له جګړې سره مبارزه وکړي.

عايشه وايي چې د دغه کار بل لامل يې اقتصادي ستونزې دي. هغې په دې اړه پژواک خبري اژانس ته وويل: ((غواړم د قلم له لارې وښيم چې د ټوپک پر ضد يم .))

دا وايي له جګړې کرکه لري او هره ورځ له داسې کسانو سره مخ کېږي چې د جګړې په سبب له رواني ستونزو سره مخ شوي او ځينو نورو يې د جګړو، چاودنو او ځانمرګو بريدونو له امله خپلې پښې او لاسونه بايللي، نو اړ دي چې د سړک پر سر سوال او يا درانه کارونه وکړي.

عايشه د درېيم پروان د پالنځي په اشيانه ښوونځي کې د څلورم ټولګي دويم نومره ده. دا وايي چې دوه کوچني وروڼه او درې خويندي لري، پلار يې د کابل منډوي کې جوالي دى او وروڼه يې هره ورځ په ښار کې پلاستيکونه پلوري.

دې نجلۍ زياته کړه، بله چاره نه لري اړه ده چې قلمونه وپلوري، که مجبوريت نه واى نو کار يې نه کاوو، يواځې درس به يې وايه او د کور په کارونو کې به يې له خپلې مور سره مرسته کوله.

هغه زياتوي چې هوا سړه شوې، خو لا يې هم د ژمي لپاره سکاره يا لرګي نه دي اخيستې او هڅه کوي چې يو څو پيسې پيدا کړي، خو نه کېږي.

عايشه چې د ښوونځي پاکې جامې يې پر تن وې او د خپلو کتابونو بيک يې د سړک څنګ ته اېښى و، وويل چې هره ورځ له ٢٠ تر ١٥٠ افغانيو پورې ترلاسه کوي، خپلې ټولې راټولې کړې پيسې چې د خپلې کوچنۍ خور پر درملنې او د کور په کرايې لګوي.

دغه نجلۍ وايي چې د کوچنۍ خور زړه يې سورى دى، په کابل کې يې افغاني سرې مياشتې ته ور وړې وه، خو نه پوهېږي چې کله به د دې ادارې له خوا المان ته د درملنې لپاره واستول شي، ځکه څو مياشتې تېرې شوې، خو لا هم نوبت نه دى ور رسېدلى.

د سرې مياشتې وياند مهران صداقت وايي چې همدا مهال سربېره پر دې چې سلګونه ماشومان هر کال المان ته د درملنې لپاره استول کېږي، شاوخاو څلور زره نور ماشومان هم ثبت شوي چې هره مياشت يې ٢٠ کسه د درملنې لپاره استول کېږي او امکان نه لري چې ټول دې يو ځل واستول شي.

صداقت زياته کړه چې دې ادارې په دې وروستيو کې په کابل کې د ماشومان د سوري زړه ناروغۍ د درملنې لپاره په کابل کې يو مجهز روغتون جوړ کړى چې اويا سلنه کارونه يې بشپړ شوي دي.

هغه هيله څرګنده کړه چې د دغه روغتون په پرانيستو سره به د ټول هېواد په کچه د ګڼو دا ډول ناروغو ماشومانو درملنه له ګڼو اسانتياوو سره ترسره شي چې دا کار به بهر ته د هغوى د استولو کچه هم راټيټه کړي.

عايشه وايي: ((کله کله خلک راته وايي چې ځه کار کوه! خو زه کوچنۍ ماشومه يم، څه کار کولى شم، په داسې حال کې چې لوى لوى کسان چې ښوونځي او پوهنتونونه يې پاى ته رسولي، وزګار ګرځي، قلم پلورل زما لپاره تر ټولو غوره کار دى.))

د کار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو چارو وزارت وياند علي افتخاري وايي چې وزارت يې د ښکته عمر لرونکو ماشومانو له کار سره مخالف دی، ځکه د کار قانون په ډاګه کړې چې تر ١٨ کلونو د ټيټ عمر لرونکي دې کار نه کوي.

هغه وويل، هڅه کېږي چې د ټيټ عمر لرونکو او بې سرپرسته ماشومانو لپاره د کار زمينه مساعده کړي، څو د سړک غاړې کار کوونکي له کار کولو خلاص شي.

خو د کار او ټولنيزو چارو وزارت شمېرې څرګندوي چې په ټوله کې په افغانستان کې د دری نيم ميليونه زيانمن شوو ماشومانو له ډلې شاوخوا دوه ميليونه يې په واټونو کې کار کوي.

دا ماشومان په څو ګټګوريو وېشل شوي چې د سړک سر، د غالۍ اوبدلو کارځايونه، د خښتو پخونې بټۍ او د موټر مينځلو ځايونه په کې شامل دي.

افتخاري وايي چې وزارت د ماشومانو د ملاتړ لپاره يو لړ پروګرامونه لري، د بېلګې په ډول: د سړک سر کارګرو ماشومانو ستراتيژي جوړه شوې، خو وزارت د بوديجې د نشتوالي په سبب بريالى نه شو چې د عمل جامه ور واغوي.

عايشې د خپلې راتلونکې په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل: ((غواړم ډاکټره شم او د بې وزلو کسانو مرسته او درملنه وکړم.))

دا په داسې حال کې ده چې دری کاله وړاندې د کابل ښار په واټونو کې يوه ليف (ځان مينځلوجالۍ) پلورونکي نجلۍ چې له کلونو راهيسې له زده کړو پاتې وه، د لومړي ځل لپاره په سريلانکا کې د ماشومانو پر وړاندې له تاوتريخوالي سره د مبارزې اسيايي ټولنې د څارنې بورډ د غړې په توګه وټاکل شوه.

پنځلس کلنې نبيلې نوري ويلي وو چې د دې ټولنې د غړې په توګه به له ماشومانو سره د تاوتريخوالي په مخنيوي او له حقونو د دفاع په برخه کې مبارزه وکړي او د افغانستان په کوڅو کې د بوختو ماشومانو غږ به نړۍ ته ورسوي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښوونه او روزنه