منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۵ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۰۹ غ.م
۱۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۵° ↓۸°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په لغمان کې د يو شمېر پروژو کار بشپړ شو

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۴۴ کتنې

مهترلام،‌ ايبک ( پژواک، ٨ ليندۍ ٩٤ ) : په لغمان ولايت کې د نږدې ٣٠ ميليونه افغاينو په لګښت د بيارغونې يو شمېر پروژې بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.

د لغمان والي عبدالجبار نعيمي د ليندۍ په ٨ مه‌، ددې پروژو د پرانيستې پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ولايت د مرکز مهترلام اړونده د تيرګړيو او بي بي صاحبې د سيمو د استنادي دېوال پروژه وه چې ۲۳۰ متره اوږدوالى لري.

هغه زياته کړه  چې دا  پروژه د جاپان سفارت  له خوا د ١٣ ميليونه افغانيو په مالي مرسته    بشپړه شوې ده.

والي وويل چې د دغه استنادي دېوال په جوړېدو سره په زرګونه جريبه کرنيزه ځمکه، د مهترلام سرخکانو تر منځ غځېدلی عمومي سړک او د تير ګړيو پول د موسمي سيلابونو او اوبو له ګواښ څخه وژغورل شول.

بل لور ته د اوبو او انرژۍ وزارت  د ١١ ميليونه او اته سوه يو اويا زره افغانيو په لګښت  د حيدر خانيو کانال د سربند او ۳۰۰ متره استنادي دېوال د پروژې د جوړولو چارې پيل شوې.

د لغمان والي وويل چې دا پروژه به په يوه کال کې بشپړه شي چې ورسره به   ٤٠٠٠ جريبه ځمکه خړوبه او ١٥٠٠٠ کورنۍ ترې ګټه پورته کړي.

دغه راز د ٣،٣٣ ميليونه افغانيو په لګښت د قرغيو ولسوالۍ اړونده د حسن خېلو  او کندې په سيمو کې ٩ حلقې څاه ګانې، دوه پلچکونه، د کوڅو پخول او ويالو پخولو چارې هم بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.

د تيرګړيو د سيمې يوه اوسېدونکي حبيب الله پژواک ته وويل چې پخوا دسيلابونو له امله ددوى ځمکې زيانمنې کېدې چې اوس له دې ستونزې څخه خلاص شول.

د يوه بل خبر له مخې، په سمنګان  ولايت کې د ٢٧ بابه ښوونځيو لپاره د نړيوال بانک په مرسته د احاطې دېوالونه جوړ شوي .

په دې ولايت کې د پوهنې رياست د ظرفيت لوړونې د پروګرام مسوول  انجنير محمد عمر ستانکزي پژواک اژانس ته وويل چې پر دې پروژې ٤٥ ميليونه او ٦٧٣ زره افغانۍ لګښت راغلى دى.

هغه زياته کړه، چې ددې پروژې چارې د يو نيم کال په موده کې بشپړه شوې او تر دې وروسته به زده کوونکي په خوندي ماحول کې زده کړې وکړې.

 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه