د ۱۳۹۴کال لیندی میاشتی ۱۰ نیټه دکلیو دبیارغونی او پراختیا وزارت،دملی پیوستون پروګرام دمسؤل دوینا له مخی دملی پیوستون پروګرام (۲۰) پروژی د(۱۶) میلیونو او(۵۹۲) زره افغانیو په لګښت پدی ورستیوکی دغورولایت په ځینو ولسوالیوکی ګټی اخستنی ته وسپارل شوی .
دکلیودبیارغونی اوپراختیا وزارت، دملی پیوستون پروګرام درسنیو دفتردیوی خبرپاڼی په خپرولو سره ویلی چی تیره ورځ (۲۰) پروژی دغورولایت دشهرک،اوتولک په ولسوالیو کی بشپړی اوګټی اخستنی ته وسپارل شوی .
دیادونی وړده چی پدی پروژوکی دکرنیزو اوبو دزیرمو، داوبوګرځولودبندونو،محافظوی دیوالونو، ګبیونی دیوالونواو ټولنیزومرکزونوجوړول،په سرک باندی شګی اچول،دڅښاک اوبودشبکوغځول اودڅښاک اوبو دڅاګانو کیندل شامل دی او (۱۴۳۳) کورنی ترینه ګټه اخلی .
ديادونی وړده چی دغور ولایت په سطح د ملى پيوستون پروګرام دکارد پيل راهيسې (۲۶۰۳۳۱۱۱۰۱) افغانۍ د (۳۳۵۰) ټولګټوپروژوپه تطبيق کی چى په هغوی کى د ترانسپورت،دڅښلو داوبوشبکې،بریښنا، ، اومعيشت پروژې شاملى دی پرې لګولی دی .
دکلیو دبیارغونی او پراختیا وزارت
دملی پیوستون پروګرام
دعامه اړیکو دفتر
غړي
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










