ژبه

په کونړ کې د تحريک طالبان پاکستان درې غړي و وزل شول

اسعد اباد (پژواک،١٣ليندۍ٩٤): د کونړ امنيتي چارواکي وايي چې ددې ولايت په چپې درې ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو د هوايي بريد په ترڅ کې د تحريک طالبان پاکستان درې غړي وژل شوي دي.

د کونړ امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحبيب سيدخيلي د ليندۍ١٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تيره شپه د بهرنيو ځواکونو بې پيلوټه الوتکې د چپې درې ولسوالۍ په ناکوړا سيمه کې بريد کړى دى.

هغه وايي چې په دې بريد کې د تحريک طالبان پاکستان درې غړي وژل شوي دي.

 د کونړ د امنيه قوماندان په وينا په دې بريد کې عامو خلکو ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د يادو کسانو د وژل کيدو په اړه تر اوسه تحريک طالبان پاکستان څه نه دي ويلي.

دغه راز سيدخيلي دا هم وويل چې پوليسو په سرکاڼو ولسوالۍ کې يو تن طالبانو سره د همکارۍ په تور نيولى دى.

وسله والو طالبانو د ياد کس د نيول کيدو په اړه څه نه دي ويلي خو زياته کړې چې د سرکاڼو ولسوالۍ په پشت سيمه کې طالبانو د امنيتي ځواکونو پر پوستې بريد کړى دى.

طالبان ادعا کوي چې په دې بريد کې دوه د ملي اردو سرتيري وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.

د کونړ امنيتي چارواکيو د طالبانو د دې ادعا په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.