کابل (پژواک، ١٩ ليندۍ ٩٤): د افغانستان او هندوستان د کرکټ ادارو تر منځ يو تړون لاسليک شو چې له مخې به يې تر دې وروسته افغانستان خپلې نړيوالې لوبې او تمرينات د دغه هېواد په لوبغالو کې ترسره کوي.
دا په داسې حال کې ده چې تر اوسه پورې د متحده اماراتو د شارجې کرکټ لوبغالى د افغانستان د کوربه لوبغالي په نوم او دلته يې خپلې لوبې ترسره کوي، خو په دې وروستيو کې افغان لوبغاړو ته د اماراتو د ويزو ستونزه پيدا شوې وه.
د افغانستان کرکټ بورډ وياند فريد هوتک د ليندۍ په ١٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن د هند په پلازمېنه ډيلي کې د افغانستان او هندوستان کرکټ ادارو د مسوولينو تر منځ يو تړون لاسليک شو.
هغه زياته کړه چې پر دغه تړون د افغانستان کرکټ بورډ اجرائيوي رييس شفيق ستانکزي او د هندوستان کرکټ ادارې (بي سي سي اى) سکرتر جنرال انوراګ ټاکو او د هندوستان کرکټ ليګ (اى پي اېل) مسوول راجيف شوکلا تر منځ لاسليک شو.
هوتک وايي چې په دغو مراسمو کې د دواړو هېوادونو يو شمېر نورو مسوولينو برخه اخيستې وه.
د نوموړي په وينا، د دغه تړون له مخې د هندوستان کې په نويلي ډيلي کې د کرکټ يو نړيوال لوبغالى د افغانستان په واک کې ورکوي، تر څو خپلې بهرنۍ لوبې او تمرينات په کې ترسره کوي.
کرکټ بورډ وايي چې اوسمهال به په دغه لوبغالي کې د افغانستان او زمبابوې ملي نولس کلنو او الف لوبډلو تر منځ د کرکټ يوه ورځنۍ سيالۍ ترسره کوي.
ټاکل شوې د هند کرکټ بورډ اداره د افغانستان او زمبابوې ملي لوبډلو تر منځ سياليو لپاره بل لوبغالی هم په لنډمهاله توګه د کرکټ بورډ ادارې په واک کې ورکړي.
د افغانستان کرکټ بورډ اجرائيوي رييس شفيق الله ستانکزي وايي چې تر ډېرو هلو ځلو او خبرو اترو وروسته يې دغه نړيوال لوبغالی ترلاسه کړ.
هغه زياته کړه: ((په دغه نړيوال لوبغالي کې به د نړيوالو سياليو کوربه توب کوو.))
نوموړي د هندوستان کرکټ بورډ ادارې او د دوی له ژمنتيا او د ګريټر نويډا سپورتي کمپلکس له لېوالتيا او ملاتړ څخه يې هم د لوبغالي په ترلاسه کولو کې مننه وکړه.
د هندوستان د کرکټ بورډ سکرتر جنرال انوراګ ټاکور د افغانستان کرکټ په وده کې د خپلې ژمنتيا ډاډګيرنه ورکړه او ويې ويل چې په هند کې د افغان ملي لوبډلې د تمريناتي کمپونو او سياليو پر مهال به د دغه هېواد پياوړي لوبغاړي لکه سچن ټنډولکر، راهول ډراوېډ او وينکاټا لکشمن له لوبغاړو سره په روزنه کې هم مرستې وکړي.
ټاکور زياته کړه چې دوی به له افغانستان سره د کرکټ نړيوالې شورا بشپړ غړيتوب ترلاسه کولو په برخه کې هم همکاري وکړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن