منځپانګې ته تلل
یکشنبه 18 اکتوبر 2026 · کابل 6:55 غ.م
ننوتل
8° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑20° ↓7°
د هوا کیفیت: منځنی
سوداګري او اقتصادغړي

افغانان د ټاپي پروژې د کار پيل ته خوښ دي

· 6 دقیقې لوستل · 173 کتنې

کابل (پژواک، ۲۲ لېندۍ ۹۴): د هېواد په مرکز او ولايتونو کې عام خلک د ټاپي پروژې د کار پيل ته خوښ دي او له حکومته غواړي چې د دې ګټورې پروژې د ښې پلې کېدو لپاره اړينې هڅې وکړي.

له ترکمنستانه د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته د ګاز نلليکي غځولو پروژې (ټاپي) کار نن په ترکمنستان کې پيل شو.

د دې مهمې اقتصادي پروژې د پرانيستې په مراسمو کې د افغانستان او ترکمنستان ولسمشرانو، د پاکستان لومړى وزير او يوه هندي چارواکي ګډون کړى و.

د کابل ښار د پنځمې ناحيې اړوند د کمپنۍ سيمې اوسېدونکي ٢٨ کلن وحيدالله غروال پژواک خبري اژانس ته وويل، دا پروژه د افغانستان لپاره ستره عايداتي پروژه ده، په داسې حالت کې چې ګڼ شمېر افغانان له بې روزګارۍ سره مخ دي، له لارې يې ډېرو خلکو ته د کار زمينه برابرېږي.

د راپورونو له مخې، په دې پروژه کې به په مستقيم او غير مستقيم ډول شاوخوا ١٢زره کسانو ته کار پيدا شي.

غروال وايي، د افغانستان حکومت بايد د دې پروژې په پلې کولو کې هر اړخيزه هڅې وکړي او په هغو ولايتونو کې ښه امنيت ټينګ کړي چې د ګاز نلليکه په کې تېرېږي.

د کابل ښار د دريمې حوزې اړوند د نواباد سيمې اوسېدونکې پلوشه تسل وايي چې دغه پروژه هم له امنيتي او هم له اقتصادي پلوه افغانستان او سيمې ته سترې ګټې لري.

هغه چې د کابل پوهنتون د ادبياتو د پښتو څانګې د درېيم کال محصله ده، زياتوي چې په افغانستان کې د ناامنيو او بدبختيو ستر عامل پاکستان دى، خو که چېرې افغانستان په خپله خاوره کې د دې نلليکې د پلي کېدو په برخه کې خپلې کړنې ښه مديريت کړي، نو پاکستان به د دې پروژې د پلي کېدو لپاره تر يوه بريده له خپلو "شومو اهدافو" تېر شي؛ ځکه چې په دې پروژه کې پاکستان هم ګټې لري.

تسل وايي: "له بده مرغه زموږ په زرګونو تحصلکرده او بې تحصيله ځوانان بېکاره دي که چېرې د دغو کسانو لپاره کاري فرصتونه برابر شي، خود بخوده د مخالفينو په ليکو کې د ځوانانو ونډه کمېږي."

د هرات ښار د نهمې ناحيې اوسېدونکې سُميه ولي زاده وايي: "دا خو ډېر ښه کار دی، د دې پروژې له پرانيستل کېدو ډېره خوشاله يم، دا د افغانستان په تېرو ۱۴ کلونو کې ستره اقتصادي پروژه ده او د کار په پيلېدو سره به يې حکومت ډېر عوايد ترلاسه کړي. "

هغه زياتوي چې د دې اقتصادي پروژې په پلي کېدو سره به د څلورو واړو هېوادونو تر منځ اړيکې ښې شي او ورسره به په هغو سيمو کې هم امنيتي وضعيت ښه شي چې دغه نلليکه په کې تېريږي .

د ټاپي د ګاز لېږدولو ليکه چې په ټوله کې ١٧٠٠ کيلومترو ته رسېږي، د ترکمنستان له دولت اباد سيمې پيل او د هغه هېواد په خاوره کې له ١٤٧ واټن وروسته د افغانستان د هرات، فراه، هلمند او کندهار له ولايتونو نه تر ٧٥٠ کيلومتره واټن وروسته پاکستان ته غځېږي او د پاکستان په خاوره کې له ٨٠٠ کيلومتره غځېدو وروسته د هندوستان په فاضيلکاى سيمه کې پاى مومي.

د کندهار ښار د کابل دروازې اوسېدونکى عبدالواسع هم د ټاپي پروژې په پيل خوښ دى.

هغه وايي له تېرو څو لسيزو وروسته لومړى ځل دى چې افغانستان د دومره لويې اقتصادي پروژې ونډه وال دى.

ده زياته کړه، د دې نلليکې ډېره برخه د هېواد له سوېلي ولايتونو تېرېږي او ډېره ګټه به يې همدغو ولايتونو ته ورسېږي او د همدې سيمو اوسېدونکي به کولاى شي د دې نلليکې له ګاز څخه ګټه واخلي.

د ده په وينا، د کلني ټکس تر څنګ به په هېواد کې زرګونو خلکو ته د اوږد مهال لپاره کارونه وموندل شي.

د ده په باور، له دې پروژې سره به په اقتصادي او سوداګريزه برخه کې د سوېلي ولايتونو، په ځانګړې توګه د کندهار ارزښت هم ډېر شي او دغه ولايت به د هېواد د يوې مهمې اقتصادي حوزې په توګه وځلېږي.

د باميان ولايت اوسېدونکی عباس نادري وايي، د ټاپي پروژه د سيمې په کچه يو له ډېر مهمو اقتصادي پروژو بلل کېږي چې د افغانستان لپاره هم ډېره اقتصادي ګټه لري.

هغه وايي: "اړينه دا ده چې دولتي چارواکي بايد د افغانستان په خاوره کې د دې پروژې د پلي کېدو په موخه ځانګړي امنيتي تدابير ونيسي تر څو هغه پروژه چې د افغانستان له ملي اقتصاد سره مرسته کوي له ګواښ سره مخ نه شي."

د ننګرهار پوهنتون استاد پوهنيار الهام صافى وايي چې دا پروژه په اصل کې منځنۍ اسيا له سوېلي اسيا سره نښلوي او ورسره به د دغو هېوادونو تر منځ سياسي، امنيتي او اقتصادي اړيکې پياوړې شي.

خو د همدغه ولايت د مرکز جلال اباد ښار يو اوسېدونکى عمران الله بيا وايي چې د دې پروژې پر وړاندې امنيتي ننګونې ډېرې دي او ګومان نه کوي چې پر خپل وخت دې بشپړه شي.

د ده په اند که چېرې پاکستان په رښتيني توګه د دې پروژې بشپړ ملاتړ وکړي، نو د پروژې د پلي کېدو پر مهال او سيمو کې به امنيتي ننګونې له منځه ولاړې شي.

د هلمند د مرکز لښکرګاه اوسېدونکی زاهد وفا وايي، ټاپي يوه بنسټيزه پروژه ده او په عملي ډول يې پيل ته د دغه هېواد هر وګړی سترګې په لاره دى.

ده هم د دې پروژې اقتصادي ګټې يادې کړې او هيله يې څرګنده کړه چې په برياليتوب سره پلې شي.

په اروزګان کې سيمه ييز خبريال نجيب الله لطيف هم د دې پروژې د نورو اقتصادي ګټو تر څنګ وايي: "د دې پروژې په پلې کېدو سره به د هېواد ډېرو اوسېدونکو ته د کار زمينه برابره شي او بهر ملکونو له تګ څخه به راوګرځي."

هغه زياتوي: "افغان دولت ته په کار ده چې له دې موقع څخه په ګټې اخيستنې سره د هغو وسله والو مخنيوی وکړې چې ديادې بنسټيزې پروژي په وړاندي خنډ رامنځ ته کوي."

په فراه ولايت کې مدني فعال زلمی مزمل د ټاپي پروژه د افغانستان په اقتصادي ډګر کې يوه لويه لاسته راوړنه بولي او زياتوي: "اوسنى افغانستان تر هر څه زيات اقتصادي کارونو ته اړتيا لري او ټاپي پروژه به وکولای شی د هېواد په اقتصادي ډګر کې لوی بدلون راولي."

مزمل زياتوي: "دا يوه ملي پروژه ده چې ګټه يې ټولو افغانانو ته رسېږي او ټول افغانان دې بايد لاس په لاس کې ورکړي تر څو دا پروژه کاميابه شي."

د ټاپي يا له ترکمنستانه د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته د ګاز د لېږدولو پروژه د ١٣٨٩ لمريز کال په لېندۍ مياشت کې د افغانستان، ترکمنستان او پاکستان د ولسمشرانو او د هند د انرژۍ د وزير تر منځ لاسليک شوې ده.

د راپورونو له مخې، افغانستان کولى شي چې له دې لارې هر کال ٤٠٠ ميليون امريکايي ډالر عايد او د دې پروژې له لارې د ګاز پېر او پلور ولري.

د کانونو او پټروليم وزارت وايي چې په دې پروژې کې به څه باندې ٧ مېليون امريکايي ډالر پانګونه وشي چې د غړو هېوادونو او تمويل کوونکو له خوا ورکول کېږي.

د چارو پوهان د ټاپي پروژه يو له مهمو اقتصادي پروژو بولي او بارو لري چې دا پروژه به د افغانستان پر امنيتي وضعيت مثبت اغېز ولري.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

پژواک تيم
پېژندپاڼه او ټول راپورونه

اړوند خبرونه

ټول سوداګري او اقتصاد
سوداګري او اقتصاد

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې مشر د «ایکو» غونډه کې د سیمه‌ییز اتصال او ترانزیټ پر پراختیا خبرې کړې

سوداګري او اقتصاد

سويډن د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره ۱.۲ میلیون ډالر مرسته وکړه

سوداګري او اقتصاد

د افغان سوداګرو ۵۰ کسیز پلاوی په یوه نړۍوال نندارتون کې د ګډون لپاره اندونیزیا ته تللی

سوداګري او اقتصاد

افغان او اوزبېک چارواکو د سرخان–پلخمري د برېښنا لېږد پروژې د چارو پر چټکتیا هوکړه وکړه

سوداګري او اقتصاد

د افغانستان، اوزبېکستان او هند خصوصي سکټورونو ترمنځ د نږدې ۴۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت هوکړې لاسلیک شوې

سوداګري او اقتصاد

خوست کې د جلغوزیو سوداګر د صادراتو او پروسس اسانتیاوې غواړي

سوداګري او اقتصاد

د ایران د انرژۍ وزیر د افغانستان د سوداګرۍ وزیر ته د سفر بلنه ورکړې ده

سوداګري او اقتصاد

هرات کې ښځینه پلورونکې؛ له کورني محدودیتونو په بازار کې تر کاره