ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندهار د کرکټ لوبغالي جوړولو پروژه له ځنډ سره مخ ده

د کندهار د کرکټ لوبغالي جوړولو پروژه له ځنډ سره مخ ده

author avatar
15 Dec 2015 - 16:15
د کندهار د کرکټ لوبغالي جوړولو پروژه له ځنډ سره مخ ده
author avatar
15 Dec 2015 - 16:15

کندهار (پژواک، ٢٤ لېندۍ ٩٤): چارواکي وايي، که په کندهار کې د کرکټ لوبغالي جوړولو چارې ژر پيل نه شي، نه يوازې مرسته شوې پيسې له لاسه وځي، بلکې د دغه لوبغالي لپاره ځانګړې شوې ځمکه هم بيرته ګرځول کېږي.

ټاکل شوې وه په کندهار ښار کې پر ٤٠ جريبه ځمکه د هندوستان په يو ميليون ډالر مرسته د کرکټ نړيوال لوبغالى جوړ شي، خو شاوخوا څلور کلونه تېرېږي چې لا هم د دغې لويې پروژې کار نه دى پيل شوى.

په دې اړه د ليندۍ په ٢٤مه، په کندهار کې يوه احتجاجي غونډه جوړه شوې وه چې په کې د ولايتي شورا استازو، مدني فعالانو، ځوانانو او د کرکټ مينه والو برخه اخيستې وه.

د کندهار کرکټ بورډ مسوول محمد مسعود رحماني پژواک خبري اژانس ته وويل، څلور کاله مخکې په کندهار ښار کې د "افکو" کمپنۍ د افغانستان د کرکټ بورډ پخواني مشر حضرت عمر زاخېلوال ته ٤٠ جريبه ځمکه ورکړل شوه، څو هغه ورباندې لوبغالى جوړ کړي.

هغه زياته کړه، هماغه مهال په کابل کې د زونونو په کچه د کرکټ سيالۍ تازه پيل شوې وې چې د يو شمېر هېوادونو سفيران هم ورته راغوښتل شوي وو، دا چې په يادو شوو سياليو کې کندهار لومړى مقام تر لاسه کړى و، د هند سفير ژمنه وکړه چې په کندهار کې به د کرکټ د نړيوال لوبغالي جوړولو لپاره يو ميليون ډالر ورکوي.

د ده په خبره، يو نيم کال مخکې دغه پيسې د هندوستان له سفارت څخه د اقتصاد وزارت ته ولېږدول شوې او دغه پروژه اعلان شوه چې د ١٧ شرکتونو له ډلې يوه شرکت وګټله، خو بيا يې هم عملي چارې پيل نه شوې، تر هغه چې په دې وروستيو کې د ملي تدارکاتو په نوم کمېسيون جوړ شو او دغه پروژه همدې کمېسيون ته ولېږدېدله.

دى وايي، دغه کمېسيون له تېرو اتو مياشتو په يوه او بله بهانه دغه پروژه ځنډوي، په داسې حال کې چې د افغانستان د کرکټ بورډ ادارې په وار وار بېلابېل مکتوبونه ورلېږلي دي.

رحماني وويل، په اصلي علت دوى هم نه پوهېږي چې ولې دغه پروژه ځنډول کېږي، دى وايي که تر راتلونکو څو ورځو پورې د دغې پروژې کار پيل نه شي، نو پيسې او ځمکه دواړه به له لاسه ووځي.

نوموړي پر مدني فعالانو، خبريالانو او په ولسي جرګه کې د خلکو پر استازو غږ وکړ چې د يادې شوې ستونزې د هواري په موخه اقدام وکړي.

د ده په خبره، که په کندهار کې د کرکټ نړيوال لوبغالى جوړ شي، نو دا به د افغانستان د کرکټ بورډ او د کرکټ د مينه والو لپاره لويه بريا وي.

ده يادونه وکړه چې د کابل د کرکټ نړيوال لوبغالى په ١٣ او د ننګرهار د کرکټ لوبغالى په ١٩ جريبه ځمکه کې جوړ شوي، په داسې حال کې چې د کندهار د کرکټ لوبغالي لپاره ٤٠ جريبه ځمکه ځانګړې شوې چې د هېواد په کچه به تر ټولو لوى ميدان وي.

هغه دا هم وويل چې د هندوستان تر څنګ په خپله د کرکټ نړيوالې شورا هم ژمنه کړې چې که دغه لوبغالى ورغول شي، نو هغوى حاضر دي پر دغه لوبغالي ميليونه ډالر نور هم ولګوي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.