منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۱۶ غ.و
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

افغان غېش ويشتونکي په لومړي ځل بهرنيو سياليو ته چمتووالی نيسي

· ۲ دقیقې لوستل · ۶۹ کتنې

کابل (پژواک، د مرغومي لومړۍ نېټه ٩٤): د افغانستان د غېشلوبې (ارچري) فدراسيون په هند کې ترسره کېدونکو "سيف ګېم" سياليو کې د ګډون لپاره تيارى پيل کړ.

 دغه فدراسيون د مرغومي په لومړۍ نېټه (سې شنبې) د هېواد د مرکز او ولايتونو د شاوخوا ٤٠ تنو غېشو ويشتونکو لپاره دری ورځنی روزنيز سيمينار پيل کړ.

د دغه فدراسيون مشر همايون عالميان د سيمينار د پيل پر مهال خبريالانو ته وويل چې د سيمينار ګډونوالو ته د غېشلوبې نړيوال قوانين ور ښول کېږي.

هغه وايي، که څه هم دغه فدراسيون شاوخوا دوې مياشتې مخکې په رسمي ډول کار پيل کړى، خو غېشلوبه په هېواد کې مخينه لري او دغه لوبه د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې له پخوا زمانو دود وه.

دى وايي چې که څه هم دغه فدراسيون تر اوسه اړين امکانات او د غېشلوبې پر مختللي وسايل نه لري، خو ملي لوبډله پياوړي لوبغاړي لري او دى ډاډمن دى چې د جنوب اسيا د اتو هېوادونو په (سيف ګېم) سياليو کې به ښه وځلېږي.

عالميان وويل کېداى شي په دې لوبو کې چې د روان کال د سلواغې له ١٧ څخه تر ٢٧ پورې په هند کې ترسره کېږي، د افغانستان د غېشلوبې ٣ يا پنځه لوبغاړي برخه واخلي.

ده وويل چې د مرغومي له پنځمې تر لسمې په کابل کې د يادو لوبغاړو د غواروي لپاره سيالۍ ترسره کېږي.

د ياد سيمينار ګډونوال ۴۷ کلن علي مرجان بهير د دې سيمينار له جوړېدو خوښي وښوده او زياته يې کړه چې  دوى  کولای شي له دې لارې  د لوبو له نړيوالو قوانينو خبر شي.

بهير وويل:"موږ تر اوسه په عنعنوي ډول لوبې کولې، خو کله د ارچرۍ فدراسيون په رسمي ډول خپلې کړنې پيل او دغه سيمينار او سيالۍ يې برابرې کړي کولای شي هغه ځوانان چې په عنعنوي ډول لوبې کوي په نړيوالو معيارونو يې وروزي."

دی زياتوي، د ټول هېواد په کچه ددې لوبې لوبغاړي په عنعنوي ډول ښه روزنه لري  خو که چېرې د اوسنيو نړيوالو معيارونو سره سم روزنه ورکړل شي نو کولای شي په نړيوالو سياليو کې په زړه پورې لاسته راوړنې ولري.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول لوبې