ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هبيتات له کندوز ښاروالۍ سره يو ميليون ډالره مرسته وکړه

هبيتات له کندوز ښاروالۍ سره يو ميليون ډالره مرسته وکړه

author avatar
24 Dec 2015 - 18:13
هبيتات له کندوز ښاروالۍ سره يو ميليون ډالره مرسته وکړه
author avatar
24 Dec 2015 - 18:13

کندوز (پژواک، ٣ مرغومى ٩٤): ټاکل شوې چې په کندوز کې د ښاري امنيت او خونديتوب په برخو کې د ملګرو ملتونو سازمان د بشر د استوګنې دفتر له لارې له يو ميليون ډېر ډالر ولګول شي.

د " UN HABITAT " استازي فروزان عبدالله نن د ياد هوکړه ليک د لاسليک پر مهال وويل، چې په کندوز کې دغه مرسته د شورا جوړونې، د ښاروالۍ، مدني بنسټونو او ولسي پوليسو د پياوړتيا په برخو کې د کار لپاره پيل شوې او د امنيت، د سيمه ييزو ادارو د ځواب ويلو او له حکومت سره د خلکو د ګډون په برخو کې ښه اغېزناکه پرېوځي.

مېرمن فروزان زياته کړه، چې دغه پيسې به د راتلونکو دريو کلونو په موده کې د کندوز ښار په بېلابېلو ناحيو کې د سولې د رغولو ښاري پروګرام " AUPP " له لارې، د ښاريوالۍ رياست، سلا کارې شورا او د بانډو وکيلانو په مرسته ولګول شي.

هغه زياته کړه: "د يادې پروژې ډېر تمرکز پر ښاري امنيت او خونديتوب دى او تر ډېره هڅه کوو، چې ډېرى مېرمنې، ماشومان او هغه اقليتونه چې په ټولنه کې ډېر ځورېدلې، برخمن شي."

 د کندوز ښاروال نجيب الله عمرخېل وويل، چې دغه پروګرام به په لومړي ګام کې د ښار په دويمه ناحيه کې عملي شي چې په ترڅ کې به يې پل، پلګوټي او د کوڅو او فرعي کوڅو کانکريټول شامل وي.

هغه زياته کړه، چې ټولې شوراګانې او د اړونده ناحيې او بانډې ټولو وکيلانو ته يې بلنه ورکړې، څو د خپل چاپېريال ټول لومړيتوبونه په نښه کړي او د پروژو د عملي کولو په موخه د عمل ډګر ته ورودانګي.

د کندوز ولايت سرپرست حمدالله  دانشي، د سولې د رغونې ښاري پروګرام پيل يوه لويه ټولګټې پروژه وبلله او ملاتړ کوونکو څخه يې د مننې ترڅنګ له نورو تمويل کوونکو سرچينو او موسسو وغوښتل، څو په دغه برخه کې له سيمه ييزې ادارې سره مرسته وکړي.

د يادولو ده، چې د "د سولې د رغونې ښاري پروګرام" د هېواد په کچه د هبيتات له لارې په دايکندي او کندوز ولايتونو کې عملي کېږي.

د ياد پروګرام مسوولان وايي، چې ډېر ژر به کندوز کې د ښاروالۍ مديريت او حکومتوالۍ د پياوړتيا په موخه يوه بله پروژه هم پيل کړي، چې له دې لارې به خلکو ته عامه خدمتونه وړاندې کېږي.

دغه پروګرام تر اوسه پورې په کندهار، بلخ، ننګرهار او کابل ولايتونو کې عملي شوى او له ګډونوال څخه به د عوايدو د لوړولو او مالياتو د راټولولو په برخو کې مرسته وکړي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.