چاريکار (پژواک، ٦ مرغومى ٩٤): په افغانستان کې د حيواناتو او الوتونکو پر ښکار بنديز لګېدلى، خو په پروان ولايت کې يو شمېر ځوانان ښکار کوي او دا د عايد يوه سرچينه بولي.
د افغانستان د چاپېريال ساتنې ملي ادارې د معلوماتو پر بنسټ، د حيواناتو او الوتونکو ښکار له ١٣٨٦ کال راهيسې د ولسمشر د فرمان پر بنسټ منع شوى دى.
د پروان د چاپېريال ساتنې ادارې چارواکي وايي چې د مرغانو د ښکار مخنيوى يې کړى، خو ځايي خلک وايي چې اوسمها د دغه ولايت په ډېرو سيمو کې د بېلابېلو مرغانو ښکار کېږي.
د پروان د سيدخېل ولسوالۍ د خانجانخېلو اوسېدونکي ٤٥ کلن عبدالصمد پژواک خبري اژانس ته وويل چې له ښکار سره د لېوالتيا له مخې له شلو کلونو راهيسې د مرغانو ښکار کوي.
نوموړى چې چره ييز ټوپک ورسره او د مرغانو د تېر ايستلو لپاره د جوړ شوي حوض( نَور) پر غاړه ولاړ و، پژواک خبري اژانس ته يې وويل: ((سهار وختي څلور بجې دغه حوض ته راځم، کله چې رڼا شي، هيلۍ ر اځي او د حوض په منځ کې کېني، ډز پرې کوم، هر څنګه چې شي څلور پنځه ښکاروم او هره مرغابۍ له ١٢٠ تر ٣٠٠ افغانيو پورې پلورم.))
نوموړي وويل چې په حوض کې يې د هيليو د تېر اېستلو لپاره يې له لرګي جوړې شوې مصنوعي مرغابۍ اېښې، څو نورې مرغابۍ پرې حوض ته را جلب کړي.
عبدالصمد وويل چې تر اوسه چا ده ته د ښکار د مخنيوي په اړه څه نه دي ويلي او په دې برخه کې د ولسمشر له فرمانه هم نه دى خبر.
هغه زياته کړه: ((اړ يو چې له وزګارتيا ښکار وکړو. دهقاني کوم، خو په دې موسم کې وزګار يم... که چېرې د کار زمينه راته مساعده شي، له ښکار نه لاس اخلم.))
نوموړي وويل چې يواځې دى ښکار نه کوي، بلکې لسګونه نور کسان هم په دې ولسوالۍ کې ښکار کوي او په دې ولسوالۍ کې د ښکار کولو لسګونه ډنډونه شته دي.
د سيدخيل ولسوالۍ د نظرخيل کلي اوسېدونکي ٥٠ کلن محمد صابر هم په دې کلي کې د سيند په غاړه د مرغابيو لپاره د ښکارولو حوض جوړ کړى دى.
هغه وويل، پوهېږي چې د مرغانو ښکار بند دى، خو ځکه ښکار کوي چې د يوې يا دوو مرغابيو ښکار چاپيريال ته څه زيان نه رسوي.
د پروان د جبل سراج ولسوالۍ د زربيا کلي اوسېدونکي شېرشاه هم د خپل ټوپک په وسيله د فاختې (يو ډول مرغه) ښکار کوي.
هغه وويل چې له ښکار سره مينه لري، له همدې امله کله کله هڅه کوي چې خپلې لس کسيزې کورنۍ ته خواړه برابر کړي.
هغه ښکار د کورنيو لپاره د عايد يوه ښه سرچينه وګڼله او ويې ويل چې ځيني خلک له مجبوريته ښکار کوي، څو له دې لارې خپلو کورنيو ته يوه مړۍ ډوډۍ پيدا کړي.
د جبل سراج ولسوالۍ د ګلبهار سيمې اوسېدونکي ٥٤ کلن عبدالصبور هم وويل چې د دې ولسوالۍ ځينو اوسېدونکو د ښکار د مخنيوي په اړه د ولسمشر فرمان ته اهميت نه ورکوي.
هغه د ښکار د مخنيوي او د اړوندو ادارو له خوا د اړينو اقداماتو غوښتنه وکړه.
هغه زياته کړه: ((ځوانان مو سهار وختي له خوبه پاڅېږي، ټوپک اخلي، د دام سر ته ورځي. دا ټول له وزګارتيا کېږي، که چېرې يې دندې درلودلى، د ښکار لپاره به يې وخت نه درلود... دا کار چندان ګټه نه لري، هم الوتونکي له منځه ځي او هم دومره څه نه ترلاسه کېږي، له يوې يو دوو هيلو څخه چې کومه ورځ يا کومه اوونۍ يې ښکار کوي، څه نه ترې جوړېږي.))
د پروان د مرکز سعدالله سيمې اوسېدونکي ٥٦ کلن سيدپادشاه وويل چې د الوتونکو مرغانو ښکار له پخوا نه په دغه ولايت کې دود دى، خو د پخوا په پرتله په ښکار کې کمښت راغلى، ځکه چې چندان ګټه نه لري.
د دغه ولايت په بېلابېلو سيمو کې د ژمي په موسم کې هيلۍ او په پسرلي او اوړي کې مرغۍ او نور مرغان ښکار کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې د چاپېريال ساتنې ادارې چارواکي وايي چې د ښکار مخنيوى کوي.
د پروان د چاپېريال ساتنې ادارې مشر محمد محفوظ کوهستاني پژواک ته وويل چې ځينې سيمې يې تر پلټنه لاندې دي چې ځيني خلک په کې ښکار کوي.
نوموړي د جزئياتو له ورکړې پرته زياته کړه: ((د ځينو ښکاريانو مخنيوى مو کړى، ژمنه مو ترې اخيستې چې نور به د الوتونکو مرغانو ښکار نه کوي.))
کوهستاني څرګنده کړه چې ګڼ شمېر ښکار شوي مرغان له نورو ولايتونو نه پروان ته د پلورنې لپاره را لېږدول کېمي او خلک فکر کوي چې په پروان کې ښکار شوي دي.
هغه وويل چې له امنيتي ځواکونو يې غوښتنه کړې چې د هېواد له شمال نه پروان ته د مرغانو د توريد مخنيوى وکړي، څو امنيتي ځواکونه په دې برخه کې همکارۍ ته نه دي چمتو شوي.
خو د پروان امنيه قوماندان مل پاسوال محمد زمان مموزي په دې اړه وويل: ((د چاپېريال ساتنې رياست له خوا موږ ته کوم رسمي مکتوب نه دى راغلى چې په شمالي ولايتونو پروان ته مرغان راوړل کېږي او موږ يې بايد مخنيوى وکړو، په شفاهي ډول يې هم نه دي راته ويلي.))
خو نوموړي څرګنده کړه، له نورو ولايتونو نه پروان ته د ښکار شوو مرغانو د توريد په صورت کې به پوليس د دغه کار مخنيوى وکړي.
د راپورونو له مخې، د ځنګلونو د پرې کولو تر څنګ د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د الوتونکو مرغانو او څارويو ښکار هم کېږي او دا ستونزه د دې سبب شوې چې چاپېريال زيانمن کړي.
د افغانستان د چاپېريال ساتنې ملي ادارې د طبيعي ميراثونو د ساتنې رياست سرپرست جلال الدين ناصري ويلي چې د پخواني ولسمشر حامدکرزي د حکم له مخې، په افغانستان کې د شته بېلابېلو حيواناتو او مرغانو او يا د افغانستان له لارې د تلونکو هغو ښکار په ټول هېواد کې منع دى.
د هغه په خبره، که چېرې کوم کس د ښکار پر مهال ونيول شي، عدلي او قضايي ارګانونو ته ور پېژندل کېږي.
هغه په دې اړه چې تر اوسه يې څومره کسان د ښکار پر مهال نيولي؟ څه ونه ويل، خو زياته يې کړه: ((موږ هر کال د ښکار په موسم کې د امنيتي ځواکونو، ملا امامانو او قومي مشرانو په همکارۍ د الوتونکو مرغانو او څارويو د ارزښت په اړه خلکو ته چې د ښکار هوډ لري، د عامه پوهاوي پروګرامونه لري، څو له ښکار نه لاس واخلي.))
د هغه په خبره، سره له دې چې د څارويو او مرغانو د ښکار مخنيوي لپاره د دې ادارې له خوا هڅې شوې، خو ځيني کسان دا کار کوي او دا کار يې قاچاق شمېرل کېږي.
د راپورونو له مخې، په افغانستان کې څه باندې ٥٠٠ ډوله الوتونکي مرغان او ١٢٠ ډوله تي لرونکي څاروي پېژندل شوي، خو په هېواد کې د وحشي ژوو شاوخوا ٨٥ سلنه د بېلابېلو لاملونو په سبب له منځه تللې ده.
د چارو کارپوهان په دې اند دي چې اقتصادي ستونزې خلک د څارويو او الوتونکو ښکار ته اړ باسي، د دې ترڅنګ د څارويو او چاپېريال په اړه د خلکو د پوهاوي نشتوالى، د دولت له خوا د اړينو تدابيرو نه شتون، د مرغانو او وحشي ژوو قاچاق، د مرغانو او څارويو د استوګنځيو (ځنګلونو پرې کول) له منځه وړل، د وحشي ژوو په ساحو کې د ښارونو جوړول او وچکالي، په هېواد کې د وحشي ژوو د له منځه تللو لاملونه دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.









