کابل ( پژواک، ۱۰ مرغومی ۹۴): افغانستان د سویلي اسیا فوټبال سالیو په نیمه پای لوبه کې سریلانکا ته په ماتې ورکولو سره پای لوبې ته لاره پیدا کړه.
افغاستان چې پخپل ګروب کې یې ټولې لوبې ګټلې وې او نیمه پای لوبې ته یې لاره پیدا کړې وه، نن یې په نیمه پای لوبه کې سریلانکا ته ستره ماتې ورکړه.
د افغانستان فوټبال فدراسیون ویاند سید علي کاظمي د مرغومي په ۱۰مه، پژواک خبري اژانس ته وویل، چې افغانستان د لوبې په لومړۍ برخه کې یو ګول ووهلو، خو په دویمه برخه کې افغان لوبغاړو له ځانه ښه وړتیا وښوده او څلور نور ګولونه یې ووهل.
د هغه په وینا، دغه راز افغانستان وکولی شو سریلانکا ته پنځه پر صفر ماتې ورکړي او پای لوبې ته یې لاره پیدا کړي، پای لوبه به له هندوستان سره د مرغومي په ۱۲مه، د شنبې په ورځ ترسره کیږي.
د افغانستان له لوري سید محمد هاشمي، کنشکا طاهر، خیبر امانی، ارش هافتي او فیصل شایتسه ګولونه ووهل.
تر دې مخکې افغانستان په دې سیالیو کې بنګله دیش ته درې پر صفر، بوټان ته څلور پر صفر او مالدیف ته څلور پر یو ماتې ورکړې وه، افغانستان دوه کاله مخکې ددې سیالیو اتلولي خپله کړې وه او اوس له خپلې اتلولې دفاع کوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن