منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۵۰ غ.م
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

“خلک بايد د خوشحالۍ له ډزو کولو ډډه وکړي”

· ۲ دقیقې لوستل · ۶۰ کتنې

 کابل ( پژواک، ١٢ مرغومى ٩٤ ): د کورنيو چارو وزارت له هېوادوالو غواړي چې د افغانستان د فوټبال او کرکټ لوبډلو د احتمالي بريا په صورت کې دې، د خوشحالۍ ډزې نه کوي څو د خلکو روحي ارامي زيانمنه نه شي.

د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي وايي ټاکل شوې چې سبا د افغانستان فوټبال ملي لوبډله له هند سره خپله وروستۍ لوبه ترسره کړي، بايد د ٢٠١٣ کال ترخه خاطره بيا تکرار نه شي او له خلکو غوښتنه کېږي څو د هوايي ډزو له کرکجن فرهنګ څخه ډډه وکړي.

 دا په داسې حال کې ده چې دوه کاله وړاندې افغانانو د هېواد په بېلابېلو برخو کې د غونډو او مختلفو پروګرامونو د تر سره کولو له لارې د سوېلي اسيا فوټبال په لوبو کې د افغانستان فوټبال لوبډلې برياليتوب جشن ونيو او يو شمېر نورو بيا پرهوايي ډزو لاس پورې کړ  چې په ترڅ کې يې لسګونه کسان ټپيان شول.

د کورنيو چارو وزارت وياند زياته کړه :" هوايي ډزې خلکو ته جدي اندېښنې را پيدا کوي چې د نه منلو فرهنګ او ناسم کار دى."

 هغه وويل چې پوليسو ته لارښوونه شوې څو په ټول هېواد کې له هغو کسانو سره چې هوايي ډزې کوي قانوني چلند وکړي .

د افغانستان فوټبال ملي لوبډلو د پرله پسې برياوو په لړ کې  د سوېلي اسيا لوبو وروستي پړاو ته لار ومونده او ټاکل شوې چې  خپله وروستۍ سيالي يکشنبه  (١٣مرغومي) د هند له ملي  لوبډلې سره  تر سره کړي .

همداراز د هېواد کرکټ ملي ټيم د زيمبابوې پر وړاندې پرله پسې برياوې درلودې او ټاکل شوې چې نن بيا له زيمبابوې سره لوبه وکړي.

 

 

 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول لوبې