کابل (پژواک، ٢١ مرغومى ٩٤): د مخابراتو وزارت چارواکي وايي، چې تر راتلونکو دوو کلونو پورې به د هېواد اويا سلنه د حکومتولۍ چارې د برېښنايي حکومتولۍ په سيستم سمبالې کړي.
دغه څرګندونې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزير عبدالرازق وحيدي، نن په کابل کې خبريالانو ته وکړې.
ده وويل، په لومړي ځل يې په هېواد کې د برېښنايي حکومتولۍ چارې پيل کړي او د دغه سيستم تر پلي کېدو وروسته به هېوادوالو ته خدمتونه په ډېر لږ وخت کې ترسره شي.
ده زياته کړه، په همدې موخه د مخابراتو وزارت له بهرنيو چارو، کورنيو چارو، ماليې، اطلاعات او فرهنګ، پوهنې، لوړو زده کړو، سوداګرۍ او صنايعو، کرنې او مالدارۍ، عامې روغتيا او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواک کمېسيون سره هوکړه ليک لاسليک کړ، چې له مخې يې يادو وزارتونو او کمېسيون ته د معلوماتي ټکنالوجۍ په برخه کې سلاکاران ورمعرفي کړل.
د مخابراتو وزارت د معلوماتو له مخې، دغه وزارت د برېښنايي حکومتولۍ په برخه کې د موبايل ٣١ اپليکيشنونه جوړ کړي، چې د دغو وزارتونو د معلوماتي ټکنالوجۍ (آى ټي) په برخو کې فعال او ګټه به ترې واخيستل شي.
وحيدي وايي، اداري فساد، بيروکراسي، پر اداري چارو د ډېر وخت لګېدل هغه ستونزې وې، چې دوى يې اړل کړل، ترڅو په هېواد کې د برېښنايي حکومتولۍ چارې پيل کړي.
د مخابراتو وزير زياتوي، تر راتلونکو دوو کلونو پورې به د هېواد د حکومتولۍ ٧٠ سلنه چارې له کاغذي بڼې څخه برېښنايي سيستم ته واړوي.
د اصلاحاتو او ښې حکومتولۍ په چارو کې د ولسمشر ځانګړي استازي احمدضياء مسعود وويل، په هېواد کې روان اداري سيستم زوړ او له کاره لوېدلى دى، همدغه سيستم د دې لامل شوى، چې په هېواد کې اداري فساد اوج ته ورسېږي.
د هغه په خبره، تراوسه د حکومتي چارو د اصلاحاتو لپاره اغېزمنې چارې نه دي ترسره شوي او يوه اداري موضوع به په ډېر اوږده وخت کې ترسره کېده.
ده زياته کړه، د برېښنايي حکومتولۍ په راتګ سره به د اداري فساد او بيروکراسۍ مخه ونيول شي او هېوادوالو ته به اداري خدمتونه په لږ وخت کې ترسره شي.
مسعود وايي، د معلوماتي ټکنالوجۍ ياد شوي سلاکاران د امريکا د پراختيايي اداري په مالي مرسته دغو وزارتونو او ادارو ته ورپېژندل شوي او د ده دفتر به يې د څارنې چارې پرمخ وړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن