منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۱۱ غ.م
۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د کندوز اوسېدونکي: مخابراتي شرکتونه دې له موږ څخه پيسې نه ګرځوي

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۶۰ کتنې

 کندوز(پژواک، ٢٢ مرغومى ٩٤): په کندوز  ښار کې د مخابراتي شبکو د فعاليت له درېدو شاوخوا يوه مياشت تېرېږي او خلک غواړي چې مخابراتي شرکتونونه بايد له خپلو پېرېدونکو ماليه و نه ګرځوي.

په کندوز کې د ملي اردو د کومانډو ځانګړو ځواکونو د شپنيو عملياتو له پيل وروسته، طالبانو مخابراتي شبکو ته خبر دارى ورکړ  چې خپل شپينى فعاليت دې بند کړي، ځکه چې فعاليت يې د هغوى د موقعيت د تثبيت سبب ګرځي.

خلک هره شپه د ماښام له ٥:٠٠ د سهار تر ٦٠:٠٠ مخابراتي شبکو ته لاسرسى نه لري او له دې اړخه له سختو ستونزو سره مخ دي.

دا شبکې له روشن، اتصالات، افغان بيسيم او ام ټي ان نه عبارت دي او خلک وايي چې سيمه ييزه اداره ددې ستونزې حل کې پاتې راغلې ده.

د خلکو په خبره، د کندوز ښار شاوخوا کې مخابراتي شبکې په ځينو ساحو کې چې طالبان په کې فعال دي، فعاليت نه لري او دا وضعيت ددې لامل شوى چې په ښار کې هم د شبکو سيستم ګډوډ شي.

د کندوز ښار يوه اوسېدونکي محمد عظيم پژواک خبري اژانس ته وويل:((مخابراتي شرکتونه مکلف دي چې خلکو ته ٢٤ خدمتونه وړاندې کړي او لس سلنه ماليه تر لاسه کړي، خو نږدې يوه مياشت کېږي چې دا شبکې خلکو ته يواځې ١١ ساعتونه خدمتونه وړاندې کوي.))

هغه چې د ښار څلور لارې کې هټۍ لري، زياتوي چې بايد مخابراتي شبکې ٢٤ ساعته خدمتونه ولري، له دې پرته د  ١٠ سلنه کرېډټ ماليه اخيستل له خلکو سره ظلم او بې انصافي ده.

دې هټيوال زياته کړه:((په دې ورځو کې د کندوز ولايت امنيتي وضعيت ښه نه دى، هره ورځ پر ښار د طالبانو د بريدونو اوازې اورو، خو کله چې وغواړو د چا احوال واخلو، نو تيليفون زيګنال نه ورکوي.))

محمد عظيم چې اتصالات شبکه کاروي، وويل سره ددې چې امنيتي ارګانونو دې شرکتونو ته ډاډ ورکړى چې انتونونو يې ساتنه کوي، خو دوى تر اوسه هم نه دي حاضر شوي چې خلکو ته ٢٤ خدمتونه وړاندې کړي.

خو په کندوز کې د مخابراتي شرکتونو چارواکو وويل چې ددوى خدمتونه په کابل کې د مرکزي دفترونو په امر پورې تړلي دي او هر وخت چې دهغوى لخوا د نورمال فعاليت اجازه تر لاسه کړي، دوى کولى شي چې خپلو خدمتونو ته په نورمال ډول دوام ورکړي.

د کندوز ښار بل اوسېدونکي محمد ياسين وويل چې د مکالماتي اړيکو پرې کېدو خلکو ته ګڼې ستونزې پيدا کړې او بايد ډېر ژر دا ستونزه حل شي.

هغه زياته کړه چې خلک له همدې امله له ګڼو ستونزو په ځانګړي ډول د ناروغانو د لېږد، د ناروغانو او خپلوانو د مړي ژوندي د پوښتنې پرمهال له سختو ستونزو سره مخ وي چې دولت بايد ورته پاملرنه وکړي.

نوموړي زياته کړه:((وړمه شپه مې مېرمن ناروغه شوه او موټر پيدا نشو، يوه پېژندوى موټر چلوونکي سره مې اړيکه نيوله، خو نه رخ کېده.))

هغه زياته کړه چې په سختۍ توانېدلى چې يوه ريکشا پيدا کړي او خپل ناروغ روغتون ته ولېږدوي، که نه وى پيدا شوې، نو ناروغ به يې لاسه ورکړى و.

د کندوز سرپرست حمدالله دانشي وويل چې طالبان د کندوز په شاوخوا سيمو کې فعاليت لري او مخابراتي شبکو ته يې اخطار ورکړى چې بايد خدمتونه يې پرې کړي، که داسې ونه کړي نو پايې به يې وسوځوي.

هغه زياته کړه:((دا چې دا انتونونه په ډېرو پيسو جوړ شوي او شرکتونه هم له دې اړخه زيان کوي، اړينه ده چې د دوى ته د انتونونو له لارې د متوجه احتمالي زيانونونو مخنيوى وشي.))

خو دانشي زياته کړه چې دا ستونزه به په نږدې ورځو کې د کندوز ښار په شاوخوا سيمو کې له چاڼيزو عملياتو وروسته حل شي.

د کندوز سرپرست بيا هم د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ له مشر غوښتنه وکړه چې ددې شبکو له استازو سره خبرې وکړي او د شپنيو اړيکو د پرېکون ستونزه حل کړي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول سوداګري او اقتصاد