کابل (پژواک، ١٢سلواغه ٩٤):د کرکټ د ١٩ کلنو لوبډلو د نړيوال جام سياليو په لړ کې افغانستان کاناډا ته ماتې ورکړه.
د ١٦ هېوادونو په ګډون د کرکټ د ١٩ کلنو لوبډلو نړيوال جام سيالۍ د سلواغې په ٧مه په بنګله دېش کې پيل شوې دي.
افغانستان په ب ګروپ کې له پاکستان، سريلانکا او کاناډا سره ځاى درلود.
د افغانستان کرکټ بورډ وياند فريد هوتک د سلواغې په ١٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دغو سياليو په لړ کې افغانستان نن خپله دريمه او وروستۍ لوبه له کاناډا سره ترسره کړه.
د دې لوبې پچه کاناډا وګټله او لومړى يې په خپله د توپوهنې پرېکړه وکړه.
هوتک وايي چې د کاناډا لوبډلې د افغان توپ اچوونکو ښه مقابله ونه شو کړاى او ټوله لوبډله يې په ټاکل شوو ٥٠ اورونو کې په ١٤٧ منډو وسوځېده او افغانستان ته يې د ١٤٨ منډو هدف ورکړ.
د افغانستان له لوري مسلم موسى او شمس الرحمن ٣،٣، ، راشد خان دوه او طارق ستانکزي يو لوبغاړى وسوځول.
هوتک وويل چې د ١٩ کلنو ملي لوبډلې ياد هدف په ٢٥ اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو ترلاسه او لوبه يې وګټله.
د افغانستان له لوري په توپوهنې کې طارق ستانکزي د ٩ څلوريزو او يوې شپـږيزې پر مټ ٥٦ په زړه پورې منډې جوړې کړې، دغه راز احسان الله ٣١ او کريم جنت ٢٩ منډې وکړې.
طارق د دې لوبې غوره لوبغاړى اعلان شو.
د يادونې ده، افغانستان خپلې لومړۍ دوه لوبې له سريلانکا او پاکستان څخه بايللې وې او په دې سياليو کې له پرمختګ څخه پاتې شوى دى.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










