منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۵۴ غ.م
۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

افغانستان د کرکټ شل اووريز نړيوال جام لپاره ملي لوبډله اعلان کړه

· ۲ دقیقې لوستل · ۶۴ کتنې

کابل ( پژواک، ٢٠ سلواغه ٩٤): د افغانستان کرکټ بورډ د شل اووريز نړيوال جام او د اسيا شل اووريز جام غوراوي سياليو لپاره له نوروز منګل پرته ملي لوبډله اعلان کړه.

ټاکل شوې ده چې د اسيا شل اووريز جام غوراوي سيالۍ د سلواغې په ٢٨مه، په بنګله دېش کې پيل شي، چې په کې افغانستان، عمان ، هانګ کانګ او د متحده عربي اماراتو لوبډلې برخه اخلي.

له دې څلورو لوبډلو څخه به يوه لوبډله داسيا شل اووريز جام سياليو ته لاره پيدا کوي چې هلته به د کب په ٢مه، له پاکستان، هندوستان، سريلانکا او بنګله دېش سره لوبې کوي.

دغه راز ټاکل شوې ده، چې د کرکټ شل اووريز نړيوال جام سيالۍ د مارچ په ١٥مه، نېټه په هندوستان کې پيل شي او افغانستان لا دمخه ورته لاره موندلې ده.

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رييس نسيم الله دانش د سلواغې په ٢٠مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د غوراوي کمېټه خپلواکه ده او د لوبغاړو د تېرو لوبو له ارزونو سره سم يې يادو دواړو سياليولپاره مناسبې لوبډلې اعلان کړې دي.

هغه هيله څرګنده کړې، چې ملي لوبډله به د هېوادوالو په دعاګانو سره په دواړو سياليو کې ښې لاسته راوړنې ولري.

 د کرکټ بورډ اجراييوي رييس شفيق الله ستانکزی وايي، چې د غوراوي کمېټې هغه لوبغاړي ټاکلي چې په وروستيو ملي او نړيوالو سياليو کې يې له ځانه ښې وړتياوې ښودلې دي.

د هغه په وينا، کرکټ بورډ د ملي لوبډلې لپاره په هېواد کې دننه او له هېواده بهر د تمريناتو زمينه برابره کړې او ملي لوبډله همدا اوس په هندوستان کې راتلونکو سياليو لپاره د چمتووالي په موخه تمرينات ترسره کوي.

د اسيايي جام غوراوي سياليو لپاره اعلان شوې لوبډله په لاندې ډول ده.

محمد شهزاد محمدي ، اصغر ستانکزی (کپتان) نور علي ځدراڼ، عثمان غني، محمد نبي عيسی خېل ،کريم صادق ، شفيق الله شفق ، راشد ارمان ، حمزه هوتک ، دولت ځدراڼ، شاهپور ځدراڼ، ګلبدين نايب، سميع الله شينواری ، نجيب الله ځدراڼ او يمين احمدزی.

دغه راز ميرويس اشرف ، روښان بارکزی، نجيب تره کی او فريد ملک په ريزرف لوبغاړو کې شامل دي.

د نړيوال جام لپاره اعلان شوې لوبډله محمد شهزاد محمدي ، اصغر ستانکزی (کپتان) نور علي ځدراڼ، عثمان غني، محمد نبي عيسی خېل ،کريم صادق ، شفيق الله شفق ، راشد ارمان ، حمزه هوتک، دولت ځدراڼ، شاهپور ځدراڼ، ګلبدين نايب، سميع الله شينواری ، نجيب الله ځدراڼ او  حميد حسن .

په ريزرف لوبغاړو کې ميرويس اشرف ، روښان بارکزی، نجيب تره کی او يمين احمدزى شامل دي. 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول لوبې