منځپانګې ته تلل
جمعه ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۲۹ غ.و
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د حکومت نه پاملرنې د کندهار د پوهنې بهیر له جدي ستونزو سره مخ کړی

· ۶ دقیقې لوستل · ۸۳ کتنې

کندهار (پژواک، ٢٤ سلواغه ٩٤): د کندهار د پوهنې رياست مسوولين وايي، اړوند وزارت په وروستيو دوو کلونو کې د دغه ولايت د پوهنې بهير ته پاملرنه نه ده کړې چې له امله يې هغوى د ودانيو او کتابونو له نشتوالي او د ښوونکو د تشکيل له کمښت سره مخ دي.

د کندهار د پوهنې رييس انجنير عبدالقادر پيوستون له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل، د دغه ولايت د پوهنې په تشکيل کې ټول ٤٥٠ ښوونځي شته چې دا مهال يې ٣١٨ پرانيستي دي.

هغه زياته کړه، د پرانيستو ٣١٨ ښوونيزو مرکزونو تر څنګ په دغه ولايت کې ٣٨ ديني مدرسې، ١٢ د مسلکي او تخنيکي زده کړو مرکزونه، ٧ د ښوونکو د روزنې مرکزونه او ٣١ خصوصي ښوونځي هم فعاليت کوي.

خو دى وايي، د ٣١٨ ښوونځيو له ډلې يوازې ١٩٢ ښوونځي ودانۍ لري او نور يې هيڅ ودانۍ نه لري چې د پوهنې د بهير پر وړاندې لويه ننګونه ده.

نوموړي د بېلګې په توګه د کندهار د ٣٨ ديني مدارس ياد کړل چې يوازې يوه يې دولتي ودانۍ لري او نور ټول په کرايي کورونو کې فعاليت کوي چې اصلاً تعليمي چاپېريال نه لري.

پيوستون د پوهنې پر وزارت نيوکه وکړه چې په وروستيو دوو کلونو کې يې دغې ستونزې ته توجه نه ده کړې او د ډېرو ښوونځيو زده کوونکي په يخ او ګرم موسم کې تر شنه اسمان لاندې زده کړې کوي او ان خېمې هم نه لري.

انجنير عبدالقادر پيوستون وايي، په دې وروستيو کې يې په سيمه ييزه کچه د دې ستونزې د حل لپاره هڅې پيل کړې دي.

د ده په خبره، د ولايت مقام په مرسته يې د ولسواليو له ولسوالانو او شوراګانو سره خبرې کړي، څو د ملي پيوستون په پيسو چې پر سړکونو، پلونو او نورو ټولګټو پروژو لګول کېږي، د ښوونځيو لپاره پرې ودانۍ جوړې کړي.

نوموړي زياته کړه، په همدې بنسټ اوسمهال په ژيړۍ ولسوالۍ کې د ملي پيوستون په پيسو د ٦ ښوونځيو لپاره د ودانيو پر جوړولو کار روان دى چې د کال تر پايه به په نورو ولسواليو کې هم د شاوخوا ١٢ ښوونځيو لپاره ودانۍ جوړې شي.

د پوهنې د رييس په باور، دا هغه څه دي چې د پوهنې وزارت په راتلونکو لسو کلونو کې هم نه شواى کولاى.

ده د دې تر څنګ بله ستونزه د کتابونو د کمښت ياده کړه، چې د پوهنې بهير يې ټکنى کړى دى.

دى وايي، سږنى تعليمي کال يې په داسې حال کې پيل کړى چې له ٧ تر ٩ ټولګي پورې زده کوونکي هيڅ کتاب نه لري.

د پيوستون په وينا، څو ځلې يې دغه ستونزه له وزارت سره شريکه کړې، خو تر اوسه يې د حل لپاره هيڅ اقدام نه دى شوى.

ده له پوهنې وزارت څخه وغوښتل چې د هغوى دغو ستونزو ته پام وکړي، ځکه د وزارت دنده يوازې ښوونکو ته معاش ورکول نه دي.

پيوستون د پوهنې په برخه کې بله جدي ستونزه د ښوونکو د تشکيل د کمښت ياده کړه او ويې ويل، په وروستيو دوو کلونو کې اړوند وزارت په تشکيل کې يو ښوونکى هم نه دى زيات کړى.

دى وايي، که دغو ستونزو ته پام وشي او د حل لپاره يې منظم ګامونه واخيستل شي، نو د کندهار د پوهنې په بهير کې به مثبت بدلون راشي.

د پوهنې رييس په کندهار کې د ١٣٢ بندو ښوونځيو په اړه وويل، د ناامنۍ تر څنګ دوه نور عمده لاملونه دي چې دغه شمېر ښوونځي لا هم بند پاتې دي.

دى وايي، په يو شمېر ولسواليو کې ځينې سيمې داسې دي چې د ښوونځي لپاره په کې ودانۍ جوړه شوې، خو خلک يې په پنځه کيلومترۍ کې هم ژوند نه کوي.

د ده په خبره، ډېرې دغسې ودانۍ د بهرنيانو له خوا په خپلسرې توګه جوړې شوې چې په تشکيل کې پر هغوى حساب دي، خو دا چې د استوګنې په سيمو کې نه دي ګټه نه شي ورڅخه اخيستل کېداى.

هغه د بېلګې په توګه د ژيړۍ ولسوالۍ د پاشمول سيمه ياده کړه چې د سيند پر غاړه بهرنيانو د ښوونځي لپاره ودانۍ جوړه کړې، خو په پنځه کيلومتره ساحه کې يې يو کور هم نشته چې ماشومان د زده کړو لپاره ور ولېږي.

نوموړي د بندو ښوونځيو بل لامل د ښوونکو د تشکيل کمښت وباله، چې له امله يې يو شمېر ښوونځي بند پاتې دي.

دى وايي: ((په ډېرو سيمو کې ښوونځي شته، خو د فعالولو لپاره يې تشکيل نه لري.))

پيوستون وويل، د دې ستونزې د حل لپاره پر يوه پلان کار کوي، څو بند ښوونځي د کندهار ښار هغو څنډو ته را ولېږدوي چې ښوونځيو ته په کې اړتيا ده.

دى وايي، که دغه پلان ورسره و نه منل شي نو نور به بند ښوونځي لغو اعلان کړي.

د پوهنې رييس د يوې پوښتنې په ځواب کې ومنله چې په ولسواليو کې د پوهنې بهير لکه څنګه چې ښايي معياري نه دى.

ده وويل، د دې ستونزې عمده لامل دا دى چې مسلکي ښوونکي د ناامنۍ او منطقوي معاش د نشتوالي له امله زړه نه ښه کوي چې ولسواليو ته لاړ شي او هلته تدريس وکړي.

خو دى وايي، چې دغه ستونزه به په تدريجي توګه حل شي.

هغه د بېلګې په توګه د کندهار ښار د ښوونځيو يادونه وکړه چې لس کاله مخکې ورته د دوولسم ټولګي فارغ ښوونکى نه پيدا کېده، خو اوس په ډېرو ښوونځيو کې لسانس ښوونکي لري او له دوولسم ټولګي فارغ ښوونکي ته په کې ځاى نشته.

هغه د کندهار نژدې ولسوالۍ ارغنداب، ډنډ او دامان يادې کړې چې ښوونه او روزنه په کې معياري شوې او کرار کرار به دا لړۍ ليرې پرتو ولسواليو ته وغځول شي.

نوموړي همدا ولسوالۍ يادې کړې چې په تېرو دوو کلونو کې يې له ٣٠ تر ٤٠ د دوولسم ټولګيو فارغان ورکړي، خو د نورو ولسواليو ښوونځي د مسلکي ښوونکو د نشتوالي له امله ابتدايه دي، چې زده کوونکي يې د نورو زده کړو د بشپړلو لپاره کندهار ښار ته راځي.

خو ده دا هم وويل، چې په ځينو ولسواليو کې يې د دې لپاره چې پوهنه په کې يو مخ سقوط نه وي، سيمه ييز ټولګي جوړ کړي، څو ماشومان په کې زده کړې وکړي.

پيوستون د بېلګې په توګه نېش ولسوالي ياده کړه چې د امکاناتو د نشتوالي سربېره يې دوه سيمه ييز ټولګي جوړ کړي او د سيمې د دوو تنو ښوونکو له خوا ورته زده کړې ورکول کېږي.

دى وايي، د امکاناتو او شرايطو له ښه کېدو سره به په تدريجي توګه دغه ټولګي په ښوونځيو بدلېږي.

هغه د کندهار د پوهنې په بهير کې د فساد د مخنيوي په اړه وويل چې د هغه تر څنګ په دې وروستيو کې يوه جرګه ګۍ چې د کندهار د والي له خوا جوړه شوې، پر دې کار کوي چې د فساد مخنيوى وشي او تدريسي بهير معياري شي.

په کندهار کې دا مهال د زده کوونکو شمېر ٢٧١ زره تنو ته رسېږي چې شاوخوا ٨٠ زره يې نجونې دي.

دغه شمېر زده کوونکو ته د ٥٢٧٨ ښوونکو له خوا زده کړې ورکول کېږي چې له دې ډلې ٩٠٠ تنې يې ښځې دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښوونه او روزنه