کابل (پژواک، ۲ کب ۹۴): د ريښتر ۴،۴ درجې زلزلې د افغانستان د مرکز په ګډون يو شمېر ولايتونه ولړزول.
دغه زلزله نن له غرمې وروسته په يوه بجه او پنځه څلوېښت دقيقو وشوه چې د کابل، ننګرهار، تخار، بغلان، جوزجان او بدخشان ولايتونو ځينې سيمې یې ولړزولې.
د کانو او پټروليم وزارت د منرالونو د سروې مشر محمدعمر يونسي پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دې زلزلې مرکز د تخار ولايت د فرخار په ولسوالۍ کې و.
هغه وويل، تر اوسه د زلزلې د زيانونو راپور نه دى ورکړل شوى.
د روان کال د لړم په څلورمه د ريښتر ٧،٧ درجې او د مرغومي په پنځمه د ريښتر ۶،۳ درجې زلزلې هم د هېواد يو شمېر ولايتونه ولړزول.
د دې زلزلې مرکز په بدخشان کې و.
د راپورونو له مخې، د لړم د څلورمې په زلزله کې د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې ۱۱۵ تنه مړه او تر ۵۰۰ زيات ټپيان شوي وو.
تر دې وروسته لسګونه خفيفې زلزلې هم شوې خو زيانونه او مرګ ژوبله يې نه درلودل.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن