کابل (پژواک، ٤ کب ٩٤): افغانستان د کرکټ له شل اووريزو اسيايي جام سياليو څخه پاتې شو او د متحده عربي اماراتو لوبډلې ورته لاره پيدا کړه.
ټاکل شوې ده د اسيا شل اووريز جام سيالۍ د کب په ٥مه په بنګله دېش کې پيل شي چې په کې پاکستان، هندوستان، بنګله دېش او د سريلانکا ملي لوبـډلې برخه اخلي.
د افغانستان، عمان، متحده عربي اماراتو او هانګ کانګ په ګډون د اسيا شل اووريز جام غوراوي سياليو کې برخه واخيسته او له دوى څخه د متحده عربي اماراتو لوبدلې يادو سياليو ته لاره پيدا کړه.
پخوا اسيايي جام پنځوس اوريزې ترسره کېږي، خو دا ځل د کرکټ اسيايي شورا پرېکړه کړې وه چې دا سيالۍ به شل اووريزې ترسره کېږي او د اسيا دويمې درجې له څلور غوره هېوادونو څخه به يوه لوبډله په کې ګډون کوي او په دې موخه يې د دغو څلور لوبډلو تر منځ د غوراوي سيالۍ په لاره واچول شوه.
د غوراوي سياليو لپاره افغانستان مناسبه لوبډله اعلان کړې چې د پخوانيو تر څنګ نوو ځوانو لوبغاړو ته هم برخه ورکړل شوې وه.
افغانستان تل په لومړۍ لوبه کې تر فشار لاندې راځي او لوبې بايلي، خو ډېرى مهال بيا خپلې ټولې وروستۍ لوبې ګټي او په غوراوي سياليو کې هم دغه کار وشو.
ملي لوبډلې خپله لومړۍ لوبه له اماراتو سره ترسره کړه چې د افغانستان پر ماتې تمامه شوه.
د اماراتو لوبډلې په ټاکل شوو ٢٠ اورونو کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو ١٧٦ منډې جوړې کړې او افغانستان ته يې د ١٧٧ منډو هدف ورکړ، خو د افغانستان لوبـډله ياد هدف ترلاسه نه شو کړاى او ټوله لوبډله په ١٦٠ منډو وسوځېده.
د افغانستان له لوري کريم صادق ٧٢ منډې جوړې کړې.
د کرکټ د چارو کارپوه او د لوبې مجلې مسوول مدير رحيم ګل څاروان وايي چې افغانستان تل د اماراتو پر وړاندې د فشار لاندې راځي.
خو هغه زياتوي چې دا ځل اماراتو ډېره پياوړې لوبډله ټاکلې وه، نه يواځې له افغانستان، بلکې له هانګ او عمان څخه يې هم په اسانۍ سره لوبې وګټلې.
د څاروان په وينا، د اماراتو پر وړاندې لوبه کې افغان لومړنيو توپ وهونکو سمه لوبه ونه کړه، خو بيا هم يواځې د ١٦ منډو په توپير سره يې بايلوده.
ده وويل چې د هانګ کانګ او عمان پر وړاندې افغان لوبغاړو په توپ اچونه او توپوهنو کې خپلې وړتياوې وښودلې.
څاروان وايي: ((په کرکټ کې هېڅکله يو لوبغاړى بار بار نه ځلېږي، په يوه لوبه کې يو لوبغاړى ښه لوبه کوي او په بله کې بل لوبغاړى، خو ښه لوبغاړى هغه دى چې په دوامداره توګه ښه وځلېږي، که يو دوه لوبو کې سمه لوبه ونه کړي، پروان نه کوي.))
افغانستان د غوراوي د يادو سياليو په دويمه لوبه کې عمان ته ماتې ورکړه، د عمان لوبډلې په ټاکل شوو شلو اورونو کې د ٤ لوبغاړو په سوځېدو ١٦٥ منډې جوړې کړې او افغانستان ته يې د ١٦٦ منډو هدف ورکړ.
د هېواد د کرکټ ملي لوبډلې ياد هدف د لوبې په وروستي شلم اور کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو ترلاسه کړ او لوبه يې وګټله.
رحيم ګل څاروان وايي چې د افغانستان لوبډلمشر اصغر ستانکزي په دې لوبه کې ډېره ښه تېزه لوبه وکړه او پر لوبډلې يې فشار کم کړ.
هغه زياتوي: ((اصغر بايد په راتلونکي کې هم همدا ډول يرغليزه لوبه وکړي.))
ملي لوبډلې په يادو سياليو کې خپله وروستۍ لوبه له هانګ څخه په ستر توپير سره وګټله.
افغانستان په ټاکل شوو ۲۰ اورونو کې د اوو لوبغاړو په سوځېدو ۱۷۸ منډې جوړې کړې او هانګ کانګ ته یې د ۱۷۹ منډو هدف ورکړ.
د هانګ کانګ لوبډلې ياد هدف بشپړ نه کړ او د سيالۍ په ۱۸ اورونو کې يې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۱۲ منډې جوړې کړې او سيالي يې افغان لوبډلې ته وبايلله.
د افغانستان د کرکټ بورډ وياند فريد هوتک بيا په ټوليزه توګه په يادو سياليو کې د ملي لوبډلې د لوبو او لاسته راوړنو ستاينه کوي او زياتوي چې بخت ورسره ياري ونه کړه.
هغه زياتوي چې ملي لوبډله اوس هندوستان ته ځي او هلته به د شل اووريز نړيوال جام سياليو لپاره چې ټاکل شوې، دوه اونۍ وروسته پيل شي، چمتووالى نيسي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










