منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۰۵ غ.م
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په کندهار کې د کرکټ د لوبغالي جوړولو چارې پيل شوې

· ۴ دقیقې لوستل · ۵۶ کتنې

کندهار(پژواک،١٠کب٩٤): د هندوستان سفير له افغان چارواکو سره يو ځاى کندهار ته سفر وکړ او هلته يې د کريکټ د لوبغالي د جوړولو چارې پيل کړې.

په دې مراسمو کې د هندوستان سفير منپريت وهرا، د افغانستان د کرکټ بورډ مشر نسيم الله دانش، د بهرنيو چارو وزارت سياسي معين حکمت خليل کرزي، د اقتصاد، ښار جوړولو او کانونو وزيرانو، د ولسي جرګې غړو، د کندهار والي، د ولايتي شورا غړو او د کرکټ سلګونو مينه والو ګډون کړى و.

د کرکټ بورډ مشر نسيم الله دانش پژواک خبري اژانس ته وويل، د کرکټ لوبغالى په ٤٠ جريبه ځمکه کې د هندوستان هېواد په يو ميليون ډالر مرسته جوړېږي، چې په يوه وخت به په کې ١٥ زره نندارچيان ځايېداى شي.

هغه زياته کړه، د دغه لوبغالي د جوړولو چارې به د روان کال د اکتوبر تر مياشتې بشپړې شي او په هماغه ورځ به يې د پرانيستلو په وياړ د کرکټ د ملي او الف لوبډلو تر منځ سيالي هم وشي، چې پر ټلوېزيونونو به په ژوندۍ بڼه ښودل کېږي.

هغه خوښي وښودله چې تر اوږده انتظار وروسته د دغه لوبغالي د جوړولو چارې په عملي توګه پيل شوې او په دې برخه کې يې د بهرنيو چارو د وزارت له مرستيال حکمت کرزي څخه مننه وکړه چې د دغې پروسې پېچلې چارې يې په لنډه موده کې خلاصې کړې.

ده وويل، د دغه لوبغالي جوړولو به د دې زون پر امنيتي او اقتصادي وضعيت مثبت اغېز وکړي او هڅه به کوي دغه لوبغالى په نړيوالو معيارونو برابر کړي، څو د دې زون د کرکټ لوبغاړو تر څنګ په کې د ملي لوبډلې لوبغاړي هم تمرينات او سيالۍ وکړي.

دانش خبر ورکړ چې په دې لوبغالي کې به د کرکټ اکاډمي، روزنيز کمپونه، مېلمستون او تمځاى هم جوړوي.

د هندوستان سفير منپريت وهرا وويل، لومړى ځل دى چې کندهار ته سفر کوي او دلته د کرکټ لوبغالي د جوړولو پرانيستنه کوي.

هغه وويل، هندوستان به له افغانستان سره د کرکټ په برخه کې پراخې مرستې کوي او هغوى ته به ډېرې اسانتياوې برابروي.

نوموړي په دې لړ کې په هندوستان کې د کرکټ د يوه لوبغالي يادونه وکړه چې افغان کرکټ بورډ ته يې په اختيار کې ورکړى، څو هغوى ورڅخه د خپل کوربه لوبغالي کار واخلي.

منپريت خبر ورکړ چې په روان کال کې به د لومړي ځل لپاره افغان لوبغاړي د هندوستان په IPL سياليو کې هم ولوبېږي.

نوموړي يادونه وکړه، چې د هندوستان اوسېدونکي له کرکټ او خپلو لوبغاړو سره ډېره مينه لري، خو چې افغانستان ته ګوري نو دلته هم افغانان له خپلې کرکټ لوبډلې سره بې کچې مينه لري.

سفير يادونه وکړه چې د لوبغالي پرانيستو ته به يو ځل بيا راځي او دلته به له افغانانو سره يو ځاى د کرکټ لوبه ګوري.

د کندهار والي ډاکټر همايون عزيزي د هندوستان له سفير څخه مننه وکړه چې د کرکټ لوبغالي په جوړولو يې له افغانستان سره خپله دوستي يو ځل بيا وښودله.

ده هم وويل چې د افغانستان د کرکټ لوبډلې په ډېر لنډ وخت کې هومره اوږد واټن وهلى چې نورو هېوادونو په يوه يا نيمه پېړۍ کې وهلى دى.

نوموړي ژمنه وکړه چې د سپورټ د ودې لپاره به ډېر کار کوي، ځکه سپورټ د ځوانانو د روغتيا ضامن دى، د هغوى تر منځ اړيکې جوړوي او د خلکو تر منځ د يووالي لامل کېږي.

د بهرنيو چارو وزارت سياسي معين حکمت خليل کرزي هم د هندوستان د مرستو مننه وکړه او ويې ويل دغه هېواد په ډېرو سختو شرايطو کې افغانستان ته لاس ورکړى.

هغه په کال کې يو زر تحصلي بورسونه، د سلما بند، د پارلمان لپاره پرمختللې ودانۍ، په کندهار کې د کرنې پوهنتون او د کرکټ لوبغالى جوړول او نور هغه لويې پروژې يادې کړې چې له افغانستان سره د دغه هېواد د ښې دوستۍ او بې سارې مرستې نښې دي.

د ولايتي شورا غړو او نورو ويناوالو هم په خپل وار په کندهار کې د کرکټ د لوبغالي د جوړولو له امله د هندوستان د مرستې مننه وکړه او له دغه هېواد سره يې د دوستۍ او اړيکو د پراختيا غوښتنه وکړه.

د يادونې ده چې په کندهار کې د کرکټ د لوبغالي د جوړولو پروپوزل هندوستان هېواد ته په ٢٠١١ زېږديز کال کې ورکړل شوى و، چې د ځينو ستونزو له امله دغه پروژه ځنډېدلې وه او په دې وروستيو کې داسې ويل کېدل چې که دغه پروژه ژر پيل نه شي، نو کېداى شي ورکړل شوې ځمکه او د هندوستان له خوا ځانګړي شوي يو ميليون ډالر بيرته وګرځول شي.

خو د مرکزي حکومت د چارواکو د هلو ځلو په پايله کې بالاخره د دغه لوبغالي د جوړولو چارې په عملي توګه پيل شوې.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول لوبې