منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۲۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۳۱ غ.م
۴°ورېځ · ↑۱۶° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

دساعت نړيواله ورځ

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۰۲ کتنې

د روان میلادي  کال (۲۰۱۶) د مارچ د میاشتې 18 مه نيټه د زمکې ساعت نړیوالې ورځې لسمه لمانځنه ده، له دغه ساعت څخه هر کال د چاپیریال ساتنې او د زمکې د طرفدارانو لخوا لمانځنه کیږي.

د زمکې ساعت یوه نړیواله پیښه ده چې د طبیعت د نړیوال صندوق ( World Wide Fund for Nature) لخوا یې ملاتړ کیږي.

د زمکې د ساعت څخه د لمړي ځل لپاره د استرالیا هیواد په سیدني ښار کې لمانځنه وشوه، هغوئ غیر ضروري څراغونه مړه کړل چې له دوئ وروسته د نړۍ په نورو ښارونو کې هم د زمکې ساعت څخه لمانځنه وشوه.

په دې ساعت کې په نړیواله کچه د یو ساعت لپاره د دولتي او شخصي ودانیو څراغونه مړه کیږي.

د ملګرو ملتونو سر منشي بانکي مون د زمکې د ساعت په اړه داسې وایي: لکه د تیرو کلونو په څیر د ملګرو ملتونو ټولنې په نړیواله کچه په دغه پروګرام کې ګډون کوي، د نیویارک په ښار کې د ټولو ودانیو خصوصا د ملګرو ملتونو د ودانۍ څراغونه مړه کیږي .

د څراغونو مړه کول یو نړیوال حرکت دی چې د نړۍ په ډیرو هیوادونو کې یې د یو ساعت لپاره لمانځنه کيږي دا د هغو پیغام دی څوک چې په زمکه کې مثبت بدلون غواړي.

د هوا بدلون د زمکې د اوسیدونکو لپاره ستر ګواښ دی او د دې ګواښ سره د مقابلې لپاره باید ژر تر ژره اقدام وکړو، تیر کال د نړۍ په ۱۲۸ هیوادونو کې په سلګونه میلیونه خلکو په دغو مراسمو کې ګډون کړی وو .

د چاپيریال ساتنې ملي اداره هوډ لري چې د نورو هیوادونو سره یو ځای او د هوا د بدلون په اړه د خلکو د عامه پوهاوي لپاره یو ساعت  د بريښنا څخه د ښې استفادې او د زمکې د درناوي پخاطر ټول بریښنایي توکي او څراغونه مړه کړي، دې ادارې تیر کال دا ورځ ولمانځله زمونږ دغه کار ښیي چې مونږ لکه د نړیوالو په شان غواړو چې  بريښنا وسپموو او د پاکو سون توکو څخه استفاده وکړو، د زمکې له ککړتیا څخه ډډه وکړو او د زمکې د پنډغالی د ګرمیدو سره جدي مبارزه وکړو تر څو مونږ او راتلونکي نسل لپاره د ژوندانه ښه زمینه برابره شي، نو راځئ چې په یو ساعت تیاره، نړۍ د راتلونکي لپاره د ځلا او روښانتیا شاهده وي.

د چاپيريال ساتنې ملي اداره

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول رسنيزې خبرتياوې