منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۲۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۲۹ غ.م
۴°نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۴°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

مالیې وزیر د وارسا او بروکسل کنفرانسونو په اړه د اروپایي ټولنې له استازي سره خبرې وکړې

· ۱ دقیقه لوستل · ۸۸ کتنې

د مالیې وزیر ښاغلي اکلیل حکیمي د حمل په ۲۳ مه د اروپایي ټولنې له ځانګړي استازي ښاغلي ملیبن سره لیدنه وکړه او له هغه سره یې د نور مسایلو ترڅنګ د وارسا او بروکسل کنفرانسونو ته د چمتووالی او شویو پرمختګونو باندې خبرې وکړې.

همدا راز په یاده ناسته کې د افغانستان د پرمختیا په نوې ملي ستراتیژي، د خوندیتوب د سیستمونو په یو ځای کیدو، د فساد د مخنیوي په اړه د نړیوال کنفرانس او له نشه ئیزو توکو او له فساد سره د مبارزې په اړه د مالیې وزارت د پلان په اړه خبرې وشوې.

د یادونې وړ ده چې د مالیې وزارت له ټولو اړونده دولتي ادارو سره له نژدې کار کوي چې ټول شاخصونه په سمه توګه عملي کړي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول رسنيزې خبرتياوې