منځپانګې ته تلل
جمعه ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۴۷ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د غزني نیمايي ښوونځي ودانۍ او امکانات نه لري

· ۳ دقیقې لوستل · ۹۰ کتنې

غزني ښار (پژواک، ٢٦ وری ۹۵): د غزني ولايت نږدې پنځوس سلنه ښوونځي ودانۍ نه لري او د نا امنيو له امله په پنځو ولسواليو کې د نجونو پر مخ ښوونځي تړل شوي دي.

د غزني د پوهنې رييس محمدعابد عابد له پژواک خبري اژانس سره د يوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې وويل چې د دغه ولايت له څه باندې شپږ سوه ښوونځيو څخه ٢٩٩ يې ودانۍ نه لري.

عابد وايي: ((تر اوسه په غزني کې ۲۹۹ ښوونځي ودانۍ نه لري او د دې تر څنګ بېخي خېمې هم نه لرو چې زده کوونکي په کې زده کړې وکړي.))

د غزني د پوهنې رييس همدا راز وويل چې په ګيرو، اب بند، رشيدان، زنخان او ګيلان ولسواليو کې د نا امنيو له امله د نجونو پر مخ ښوونځي تړل شوي دي.

هغه وويل، پلان لري چې د روان کال په اوږدو کې شاوخوا پنځوس زره زده کوونکي ښوونځيو ته جذب کړي خو د ښوونکو کموالی یې پر وړاندې ستره ستونزه ده.

د عابد په وينا، د غزني د پوهنې رياست د ښوونکو په ګډون په مرکز او ولسواليو کې ٢٨٠٠ کارکوونکو ته اړتيا لري.

هغه وايي چې د پوهنې وزارت تر اوسه په دې برخه کې کومه پرېکړه نه ده کړې او نه يې په اړه دوى ته کومه لارښونه کړې ده.

ده وويل چې يادې ستونزې يې له وزارت سره شريکې کړې دي او هیله وښوده چې حل ته به یې يوه لار پيدا شي.

دغه راز د غزني د ولايتي شورا رييس حميدالله نوروز پژواک ته وويل چې په تېرو څو کلونو کې په دغه ولايت د پوهنې بهير پرمختګ کړى دى.

خو هغه زیاته کړه: ((په غزني کې د پوهنې پر وړاندې يواځېنۍ لويه ستونزه د استادانو کموالى دى چې بايد توجه ورته وشي.))

نوروز د افغان دولت پر وسله والو مخالفينو غږ وکړ چې د پوهنې په برخه کې ستونزې جوړې نه کړي تر څو د هېواد بچيان وکولاى شي د افغانستان د ښې راتلونکې په موخه اړينې زده کړې وکړي.

په دې اړه د غزني امنيه قوماندان مل پاسوال امين الله امرخېل پژواک ته وويل چې د غزني په ګډون د هېواد په ډېرو برخو کې د امنيتي ستونزو له امله د زده کوونکو پر مخ ښوونځي تړل شوي دي.

هغه زياته کړه: ((د هېواد پرمختګ په زده کړه کې دى، خو زموږ ډېر خلک له زده کړو محروم دي، که په هېواد کې نا امني نه واى او د جګړې دغه پيسې پر پوهنه لګول شوې واى نو اوس به زموږ ډېر مشکلات حل وو.))

امرخېل وويل هڅې يې پيل کړې تر څو د غزني په ټولو سيمو کې د زده کوونکو پر مخ ښوونځي پرانيستي وساتي.

د غزني د پوهنې رياست د چارواکو د معلوماتو له مخې، دا مهال په غزني ولايت کې د نا امنيو له امله ٣٠ ښوونځي د زده کوونکو پر مخ تړل شوي دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښوونه او روزنه