محمودراقي (پژواک، ٣٠ ورى ٩٥): د کاپيسا د پوهنې رياست چاراکي وايي چې د ښوونځيو د ودانيو په برخه کې له ستونزو سره مخ دي او ځينو شرکتونو ودانۍ نيمګړي پرېښي او تللي دي.
د دغه ولايت د پوهنې رياست تدريسي مرستيال عبدالرسول ساپي پژواک خبري اژانس ته وويل چې د کاپيسا په مرکز، نجراب، کوهستان، تګاب او اله سای ولسواليو کې د يو شمېر ښوونځيو د ودانيو جوړولو چارې نيمګړې پاتې دي.
هغه زياته کړه، يو شمېر شرکتونه چې د دې ودانيو جوړولو لپاره ورسره د پوهنې وزارت قرارداد کړى و، د ودانۍ چارې يې نيمګړې پرېيښي او له سيمو څخه وتلي دي.
نوموړی وايي چې په دې اړه يې له وزارت سره اړيکه نېولې، خو تر اوسه دا چارې همداسې نيمګړې پاتې دي.
د ساپي په وينا، په ټول ولايت کې د ۱۶۰ ښوونځي لري چې ٤٠ سلنه يې ودانۍ نه لري، زده کوونکي په کرايي کورونو او يا هم تر شنه اسمان لاندې زده کړې کوي.
د کاپيسا د پوهنې رياست تدريسي مرستيال وايي چې د ښوونځيو د ودانيو جوړولو قراردادونه بايد له سيمه ييزو شرکتونو سره شوي واى؛ ځکه چې دلته ولايتي اداره پرې حاکمه وه.
بلخوا د کاپيسا د بېلابېلو سيمو اوسېدونکي هم تاييدوي چې په سيمو کې يې يو شمېر ښوونځي هم ودانۍ نه لري او د ژمي او د اوړي پر مهال يې اولادونه له ستونزو سره مخ وي.
د کاپيسا د لومړي کوهستان ولسوالۍ اوسېدونکى ضياء الرحمن شاکري وايي: ((زما ورور چې د انسټيټيوټ محصل دى، د نساجي په پخوانيو خونو کې زده کړې کړې، خپله ودانۍ نه لري، تدريسي خونې يې زړې دي او د باران پر مهال څڅېږي.))
د کاپيسا د مرکز اوسېدونکى فدا محمد وايي چې دوه کاله مخکې د دغه انسټيټيوټ د ودانۍ د جوړولو چارې پيل شوې، خو دا دى درېيم کال يې پوره کېږي، خو تر اوسه يې چارې نه دې بشپړې شوې.
هغه زياته کړه: ((موږ سږ کال فارغېږو، خو د نوې ودانۍ ليدل به مو په زړه کې ارمان پاتې شي.))
د اله سای ولسوال غلام نقشبند ساپی وايي چې ولسوالۍ يې د پوهنې په برخه کې دوه سترې ستونزې لري.
د نوموړي په وينا، لومړۍ ستونزه د مسلکي ښوونکو نشتوالى او دويمه ستره ستونزه د ښوونځيو د ودانيو نه شتون دى.
دى وايي: ((د يو شمېر ښوونځيو او لېسو زده کوونکي د باران پر مهال په خټو کې کېني؛ ځکه چې خونې يې څاڅي دغه راز ګڼ شمېر نور ښوونځي هېڅ ودانۍ نه لري.))
ولسوال پژواک خبرى اژانس ته وويل چې په ټوله ولسوالۍ کې د نجونو لپاره دوه ښوونځي لري او هغوى په جومات کې زده کړې کوي.
د اله سای د مرکز اوسېدونکی خيرالله وايي چې د مرکزي لېسې د ودانۍ چارې په ١٣٨٩ لمريز کال کې پيل شوې، خو تر نيمايي کارونو وروسته يې چارې نيمګړې پاتې شوې او قراردادي وتښتېد.
هغه زياتوي چې اوس په دې ودانۍ کې د ملي اردو ځواکونو اړولي دي.
د دغه ولايت د کوهبند ولسوالۍ اوسېدونکی سحرګل هم تاييدوي چې د دوی په ولسوالۍ کې يو شمېر ښوونځي ودانۍ نه لري او د ځينو ودانيو چارې نيمګړې پاتې دي او قرارداديان يې تللي دي.
د هغه په وينا، د دې ولسوالۍ په ګن شمېر سيمو کې زده کوونکو تر ونو لاندې زده کړې کوي او د باران پر مهال بيا يې ښوونځي بند وي.
خو د تګاب ولسوالۍ د شهيد غلام رسول ښوونځي زده کوونکی محمد ادریس وايي چې ښوونځي ته يې نوې ښکلې ودانۍ جوړه شوې او د دې ولسوالۍ نور ښوونځي هم ودانۍ لري.
نوموړي پژواک ته وويل، د ولسوالۍ په هغو سيمو کې چې جګړې دي، د هغو سيمو ښوونځي بيا ځينې ستونزې لري.
بلخوا د کاپيسا د مرکز محمودراقي يوه اوسېدونکې اريتا وايي چې د نورو ستونزو تر څنګ دوى د تدريسي کتابونو له ستونزو سره مخ دي.
هغې پژواک اژانس ته وويل چې د نجونو د لېسې د لسم، يوولسم او دوولسم ټولګيو زده کوونکو ته په وخت سره کتابونه نه رسېږي چې له امله يې زده کړې له خنډ سره مخامخ کېږي.
د اول کوهستان ولسوالۍ د نجونو د نساجۍ لېسې مديره ذکيه وايي، سره له دې چې په دې ولسوالۍ کې امنيت ټينګ دى، خو د نجونو د زده کړو پر وړاندې ننګونې شته دي.
نوموړې پژواک ته وويل، ډېرى نجونې چې لسم ټولګي ته ورسېږي، بيا د ناوړه دودونو له امله له ښوونځيو ايستل کېږي او کورنۍ اجازه نه ورکوي چې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.
د کاپيسا د ولايتي شورا رييس محمد حسين سنجني هم مني چې د پوهنې په برخه کې ځينې قراردادونه له ولايت څخه بهر شرکتونو ته ورکړل شوي او هغوى اوس تښتېدلي دي.
هغه پژواک ته وويل چې په دغه ولايت کې پلي کېدونکې پروژې بايد د ولايت تر رهبرۍ لاندې ترسره شي، څو کيفيت يې ښه وڅارل شي.
هغه وايي چې څو کاله پخوا د ولايت د مرکزي روغتون چارې هم نيمګړې پاتې شوې او د شرکت قراردادي وتښتېد.
د کاپيسا د پوهنې رياست تدريسي مرستيال عبدالرسول ساپی وايي چې اوسمهال د کتابونو ستونزه هواره شوې او زده کوونکو ته پر وخت سره کتابونه ورکول کېږي.
خو نوموړي وويل چې د ودانيو او د ښوونکو د تشکيل په برخو کې اوس هم ستونزې لري.
د پوهنې وزارت د نشراتو رييس کبير حقمل وايي چې دوى په ګڼ شمېر کې کتابونه چاپ کړي او د هېواد ټولو ولايتونو ته يې استولي او د وېشلو دا لړۍ اوس هم دوام لري.
هغه د ښوونځيو د ودانيو په اړه وويل چې دا ستونزه په ځينو سيمو کې شته، خو دوى د يوه پلان له مخې په ټولو سيمو کې ښوونځيو ته د ودانيو د جوړولو لړۍ پيل کړې ده.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










