په افغانستان کې د سولې او پخلاینې د پروسې په اړوندد افغانستان،پاکستان،امرېکې او چين څلوراړخېزه(QCG)پنځمه ناستهد روان زیږدیز کال د مې مياشتې په ۱۸مه نېټه په اسلام اباد کې جوړه شوه. په دغې ناستې کې چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت سکرټري ښاغلي عزیز احمد چوهدري يې کوربتوب کاوه او د افغانستان د اسلامي جمهوریت په استازیتوب په پاکستان کې د افغانستان د ولسمشر ځانګړي استازي او لوی سفير ډاکټر حضرت عمر زاخیلوال،د امرېکې د متحدو ایالتونو په استازیتوب د پاکستان او افغانستان لپاره د امرېکې ځانګړي استازي ښاغلي ريچارډاولسن او د چين د حکومت په استازیتوب د افغانستان په چارو کې د چین ځانګړي استازي ډينګ ژنيګ ګډون درلود.
څلور اړخيزې ناستې (QCG )تکرارا تاکید کړهچې جنګ د هیڅ لوري په ګټه نه دی،بلکې سوله او خبرې اترې د سیاسي جوړجاړي یوازنۍ د حل لاره ده. په دې اړوند د څلور اړخیزې ناستې هېوادونو ژمنه وکړهچې خپل نفوذ او تاثیر څخه په استفادې د سولې د اهدافو په وړاندې کولو کې فعال رول ولوبوي.
څلور اړخیزې ناستې د کابل د اپرېل د ۱۹مې نېټې ترهګریز برید په کلکه وغانده او هغو ډلو ته يې چې د دغې او ورته تروریستي بریدونو عامیلن دي ګواښ وکړ چې د خپلو کړنو ځواب ته دې چمتو واوسي.
د څلور اړخیزې ناستې هېوادونو د خپلو ځانګړو مسولیتونو په شراکت د افغانستان په مشرۍ د سولې او پخلاینې له بهیر څخه خپل ګډ او تلپاتې ملاتړ اعلان کړ.
راتلونکې څلوراړخیزه ناسته به د ټولو غړیو هېوادونو په سلا راوبلل شي.
غړي
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










