کندهار (پژواک، ۷ غبرګولی ١٣٩٥): د کندهار ولايت امنيه قوماندان وايي چې د طالبانو نوى مشر د پاکستان استخباراتي ادارې له لوري د نورو طالب مشرانو له خوښې پرته ټاکل شوی او دا کار کېدای شي په وسله والو طالبانو کې د ډېرو اختلافاتو پیدا کېدو لامل شي.
هغه دغه راز دا هم وويل چې د ملا اختر منصور په پرتله د ملا هبت نفوذ په دې ډله کې کم دی او وبه نه شي کولای ټول طالبان پر ځان راټول کړي، بلکې نور به هم ووېشل شي.
د کندهار امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق دغه څرګندونې له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وکړې.
جنرال رازق وويل: ((د وسله والو طالبانو نوى مشر ملا هبت الله د ملا اختر محمد منصور په څېر نفوذ نه لري، پر همدې بنسټ به هغه ونه شي کولاى خپل ټول وسله وال پر ځان راټول کړي.))
هغه زياته کړه، د وسله والو طالبانو وژل شوى مشر ملا اختر محمد منصور نه يوازې د دوى د واکمنۍ پر مهال مهم چارواکى او ملا محمد عمر ته نږدې کس و، بلکې په تېرو پنځلسو کلونو کې يې د دې ډلې ټولې چارې سمبالولې.
نوموړي دغه راز يادونه وکړه چې ملا اختر محمد منصور په دې ډله کې د خپل نفوذ سربېره له روسيې او ايران سره هم اړيکې لرلې، خو اوسنى مشر ملا هبت الله به دا وړتيا ونه لرلاى شي.
ده نوى ټاکل شوى مشر د وسله والو طالبانو په منځ کې يو متنازعه شخص ياد کړ او ويې ويل: ((د ملا محمد عمر د مړينې له اعلان وروسته چې کله ملا اختر محمد منصور مشر وټاکل شو او د طالبانو ځينو ډلو يې مخالفت وکړ، د هغوى پر ضد د جګړې ټولې فتواوې ملا هبت الله ورکولې.))
نوموړي زياته کړه، د دې پر ځاى چې طالب مشرانو د ملا منصور د جنازې او فاتحې مراسم ترسره کړي واى، ټوله هڅه يې دا وه چې څنګه د دې ډلې مشري ترلاسه کړي.
ده وويل: ((زه ډېر دقيق معلومات لرم چې درې شپې پر له پسې په کوټه کې ملا هبت الله، ملا محمد يعقوب، ملا ګل اغا او سراج الدين حقاني د پاکستان د استخباراتي ادارې له دريو تنو نورو سره چې د تورو هيندارو په موټر کې راتلل، ګډې ناستې کولې او بالاخره يې ملا هبت الله د مشر په توګه وټاکه.))
دى زياتوي، نوى مشر ملا هبت الله د دې ډلې د غړو له مشورې پرته د پاکستان له خوا ټاکل شوى دى.
هغه دا هم وويل چې ملا هبت الله به تر راتلونکو څو ورځو پورې خپله برنامه اعلانوي او بيا به يو پټ ځاى ته د استوګنې په موخه لېږدول کېږي.
نوموړي خبر ورکړ چې له يادو وروستيو پېښو سره د طالبانو محلي قوماندانان او د هغوى افراد اوس پر دې پوه شوي چې د چا د ګټو لپاره جنګېږي او اخر کوم عمل ورسره کېږي.
جنرال رازق له هغو علماوو چې له هېواده بهر په کوټه کې مېشت دي، وغوښتل د دې پر ځاى چې د خلکو اولادونو ته د ديني زده کړې پر ځاى د جګړې لپاره وسله په لاس کې ورکوي، د خپل هېواد د خير لپاره کار وکړي او نور تېر نه وځي.
نوموړي ملا هبت الله ته بلنه ورکړه چې په خپل هېواد کې دې د يوه جومات امامت ومني، خو نه دا چې د يوې داسې ډلې مشري پر غاړه اخلي چې بې ګناه خلک وژني.
هغه تر ده وړاندې د ملا محمد عمر او ملا اختر محمد منصور هم ياد کړل چې پر ځان خبر هم نه وو خو د هغوى په مشرتوب د دغه هېواد لسګونه زره بې ګناه خلک ووژل شول او لا هم دا لړۍ روانه ده.
له وسله والو سره د سولې په اړه امنيه قوماندان وويل چې دا د ولسمشر او د سولې شورا کار دى او امنيتي ځواکونه يې بايد په تمه کښې نه ني، بلکې خپله دنده چې د امنيت خونديتوب دى، په پوره ځواک پر مخ يوسي.
خو ده يادونه وکړه چې وسله والو طالبانو ان هغه مهال چې ملا منصور ژوندى و، داسې پلان جوړ کړى و چې د افغانستان له حکومت سره به دوه ځلې د سولې خبرو ته کښېني او درېيم ځل به انکار کوي او په دې توګه به د افغانستان حکومت او نړيوالو ته فريب ورکوي.
جنرال رازق په افغانستان کې د وسله والو ډلو په اړه وويل، هغه چې د داعش په نوم يې جګړه کوله له لشکر طيبه څخه جلا شوې ډله ده او د دې تر څنګ چې په دې وروستيو کې ويل کېږي په افغانستان کې د القاعده په نوم ډله پيدا شوې هم د لشکر طيبه يوه بله ډله ده چې په دې وروستيو کې ترې بېله شوې او د افغانستان تر څنګ په کشمېر کې هم فعاليت کوي او ډېرى يې پنجابيان دي.
هغه د دې تر څنګ د طالبانو دوې ډلې هم يادې کړې چې يوه يې د ملا محمد رسول په مشرۍ او بله يې د ملا اختر محمد منصور ډله ده چې د هغه د وژل کېدو وروسته يې ملا هبت الله مشر ټاکل شوى دى.
نوموړي دا هم وويل چې له وسله والو سره د پاکستان تر څنګ ايران او روسيه هم مرستې کوي.
ده زياته کړه: ((هغه وسله وال چې په بدخشان او ورڅېرمه ولايتونو کې جنګېږي، روس يې حمايه کوي، په فراه، نيمروز، هرات او د هلمند په ځينو برخو کې جنګېدونکي وسله وال د ايران له خوا حمايه کېږي، دغه راز په کندهار او ورڅېرمه سيمو کې جنګېدونکي وسله وال د پاکستان له خوا حمايه کېږي او ان ټول مشران يې د هغوى له خوا ټاکل کېږي.))
خو نوموړي له خلکو، ديني عالمانو او نورو وغوښتل چې وروستيو پېښو ته په کتو بايد دا ورته روښانه شوې وي چې دلته جګړه پردۍ ده، نو ځکه بايد د وينې تويېدلو د مخنيوي لپاره کار وکړي او د پردو د ګټو لپاره استعمال نه شي.
د یادونې ده، د طالبانو مشر ملا اخترمحمد منصور پنځه ورځې مخکې د پاکستان په بلوچستان ايالت کې د امريکا د بې پيلوټه الوتکې بريد کې ووژل شو.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










