کابل (پژواک، ۱۶ چنګاښ ۹۵): افغانستان د کرکټ په یوه ورځنۍ نړیواله لوبه کې سکاټلینډ ته ستره ماته ورکړه.
د افغانستان کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک پژواک اژانس ته وویل چې ددې لوبې پچه افغانستان ګټلې وه او لومړی يې د توپوهنې پریکړه وکړه.
هغه زیاته کړه چې د باران له امله لوبه ۳۵ اورونو ته ټیټه کړی شوې وه.
د نوموړي په وینا ملي لوبډلې د شهزاد د ۸۴ منډو پز مټ ۲۱۱ منډې جوړې کړې.
دی وایي چې د سکاټلینډ لوبډله په ۱۳۲ منډو.وسوځیدله او افغانستان دا لوبه د ۷۸ منډو په توپیر سره وګټله.
د افغانستان له لوري نبي ۳ شاه پور دولت ځدران او راشد خان دوه دوه لوبغاړي وسوځول. شهزاد دلوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










