کابل (پژواک ٣٠ چنګاښ ٩٥): افغانستان ته په وروستيو پنځلسو کلونو کې د ملياردونو ډالرو په مرستو راتلو سره بيا هم د ډېرى دولتي ادارو اداري سيسټم دوديزه او سنتي بڼه لري او خلک هم په يادو ادارو کې د له کاغذپرانۍ، کاري ټکني توب او پراخه فساد سر ټکوي.
پژواک خبري اژانس د مثال په ډول د احوال او نفوسو د ثبت، د کورنيو چارو وزارت د ټرافيکو رياستونه او د پوهنې وزارت چې ډېر مراجعين لري، څېړنه کړې ده.
د پژواک موندنې ښيي چې د اداري سيسټم د پياوړي کولو په برخه کې د بنسټيزو کارونو نه ترسره کېدل، د خلکو د سرګردانۍ، پراخه اداري فساد او د کارونو د ټکني کېدو لامل شوي او پر دې سربېره د اوسنيو موجوده اسنادو له منځه تلو او ورته د زيان اوښتو خطر هم موجود دى.
د احوال او نفوسو د ثبت رياست
د احوال او نفوسو د ثبت مرکزي اداره، چې د هېوادوالو هويت په اړه ټول شخصي معلومات پکې ثبت کېږي، په کابل کې موقعيت لري. دغه اداره د هغو بنسټونو له ډلې ده، چې تر اوسه پورې پکې د اداري سيسټم د کمپيوټري کولو په موخه هيڅ ګام نه دى پورته شوى او د هېواد د بېلابېلو ولايتونو اوسېدونکو شخصي معلومات پکې په دريو کاغذي پاڼو کې چې په ولسواليو، مرکزونو او کابل کې وي؛ ساتل کېږي.
په دې وروستيو کې د هېوادوالو له لوري د پاسپورټونو ترلاسه کولو هلې ځلې او د احوالو او نفوسو د ثبت مرکزي ادارې له لوري د هويت تذکرو تاييد ته د اړتيا له مخې، د يادې ادارې د مراجعينو شمېر د پام وړ لوړ شوى دى او هر ورځ سلګونه کسان په اوږدو کتارونو کې يادې ادارې ته مراجعه کوي او انتظار باسي.
کابل کې د يادې ادارې يوه مامور وويل، د يو شمېر ولايتونو په ځانګړي ډول سويل ولايتونو ځينو اوسېدونکو اسناد د جګړو، نه لاسرسي او په ښه توګه د نه خونديتوب له امله سوځول شوي او يا هم په جدي توګه ورته زيان اوښتى او هڅه کېږي، څو هغو مراجعينو ته چې په دغه برخه کې له ستونزو سره مخ دي؛ د کابل د پاڼو له مخې لاسرسى وشي.
د نوې تذکرې ورکړه، د عکس لګول، د تذکرې تاييد، تصحيح او د نوم او عمر بدلون، د کار او مدني حالت اضافه کول، د واده نه وروسته د معلوماتو ثبت او دغه راز د بهرنيو وګړو د نوم ثبت د يادې ادارې له عمده فعاليتونو څخه بلل کېږي.
د احوال او نفوسو د ثبت ادارې عمومي مشر نوراحمد غفوري پژواک ته وويل، چې اوسمهال له ١٨ زره زيات کتابونه (اساس) چې د هېوادوالو هويت پکې ثبت شوى په کابل کې په څلورو بېلابېلو ارشيفونو کې په سنتي (کاغذي) ډول ساتل کېږي.
نوموړي له يادو اسنادو څخه ګټې اخيستو او د ساتنې ستونزو ته په اشارې سره وويل: "موږ همېشه په دې اړه اندېښمن يو چې دغه اسناد له منځه ولاړ نشي او وکولى شو چې ويې ساتو."
د يادې ادارې عمومي رييس څرګنده کړه، چې دغه اسناد د وخت په تېرېدو سره زاړه شوي او ډېره ګټه هم نه ترې پورته کېږي او تر دې چې د اړينو امکاناتو د نشتون په صورت کې د دوى ساتنه ستونزې راولاړوي.
غفوري زياته کړه: "که چېرې دغه اسناد کمپيوټري شي له يوه لوري د له منځه تلو خطر کمېږي او له بل لوري د فساد د راکمېدو لامل کېږي."
خو د کمپيوټري سيسټم نشتون او د تذکرو د اساس کتابونو نه خونديتوب سربېره خلک په ياده کې د مامورينو له لوري د کار نه کولو او فساد څخه سرټکوي.
شل کلن مجتبى پاينده چې د غزني ولايت اصلي اوسېدونکى دى، د هغو کسانو له ډلې دى چې په خپلې تذکرې کې د عکس لګولو لپاره د احوال او نفوسو د ثبت مرکزي ودانۍ ته راغلى و، پژواک ته وويل: "دا چې اصلي کُندې (اساس کتاب) پخوا په غزني کې سوځېدلې، بايد هلته په کابل کې د احوال ثبت ادارې له لارې اړيکه ونيول شي، څو د ما هويت معلوم کړي او له همدې امله مې يو خپلوان هم له ځانه سره راوستى دى، څو زما هويت تاييد کړي."
نوموړي په دې اړه د څو ورځو سرګردانيو ته په اشارې سره وويل: "که چېرې معلومات په کمپيوټر کې ذخيره وى، نو په يوه بټن کېکاږلو سره به ټول کارونه خلاصېدلى او دومره به نه ستړى کېدم."
دغه راز يادې ادارې ته يوې بلې مراجعه کوونکې ٢٢ کلنې ګلالۍ چې د خپل نوم د سمون لپاره دلته راغلې وه، وويل چې له تېرو څلورو مياشتو راهيسې په دې کار پسې ده، خو تر اوسه پورې د خپلې تذکرې پر اصلاح نه ده بريالۍ شوې. هغې وويل، د دا ډول وضعيت دوام د دې سبب شوى چې خلک بايد بډې ورکړي.
د پژواک خبري ټيم چې د اساس کتابونو د ساتنې يوه ستر ارشيف ته تللى، له نږدې يې ليدلي چې ډېرى کتابونه چې عمر يې له څلوېښتو کلونو اوښتى دى، په يوې ډېرې ساده فضا کې ساتل کېږي او تر دې چې دغه ارشيفونه د هوا وسايل او پرمختللي تجهيزات هم نه لري.
د احوال او نفوسو د ثبت ادارې چارواکي وايي، چې د سيسټم د نه کمپيوټري کېدو له امله نشي کولى چې په هېواد کې د ثبت شوو کسانو د کره شمېرې په اړه معلومات ورکړي او يا هم د دوى تعداد د عمر، جنسيت او کال توپير له مخې څرګند کړي.
د داسې يوه واحد کمپيوټري سيسټم په نشتون کې چې په دې اړه د ريښتونو شمېرو څرګندونه وکړي، بېلابېلې سرچينې يې په اړه بېلابېلې شمېرې وړاندې کوي. له دې ډلې يې د هېواد مرکزي احصايې د هېواد نفوس شا وخوا ٢٩ مليون اټکل کړى چې له يادې ډلې يې ١٥ مليون نارينه او ١٤ مليون او ٢٠٠ زره ښځينه ښودلې دي.
خو د نړيوال بانک په سايټ کې چې يوه نړيواله معتبره سرچينه بلل کېږي، د افغانستان نفوس ٣٢ مليون او ٥٢٦ زره او ٥٠٦ کسان ښودل شوي دي.
په دې اړه د چارواکو څرګندونو او خپرو شوو معلوماتو څېړنه ښيي چې د يوه پرمختللي او کمپيوټري سيسټم د نشتون له امله د هېوادوالو د نفوس په اړه کره شمېرې نشته او دا ډول وضعيت په بېلابېلو برخو لکه ټاکنې، جعلي تذکرو او پاسپورټونو جوړولو او يا د بهرنيانو له لوري د تذکرو او پاسپورټونو څخه د ناوړه ګټو اخيستو لامل شوى دى.
د متحده عربي اماراتو حکومت د ١٣٩٤ لمريز کال په زمري مياشت کې او دغه راز د هندوستان حکومت د ١٣٩٥ لمريز کال په لومړيو کې يادو هېوادونو ته د افغانانو پر سفر نوي شرطونه وضع کړي. د دغو محدوديتونو دليل، له افغان پاسپورټونو څخه د بهرنيو په ځانګړي ډول د پاکستان او ايران وګړو ګټه اخيستنه بلل شوې. د کورنيو چارو وزارت د پاسپورټونو رياست له افغان پاسپورټونو څخه ناوړه ګټه اخيستل مني او وايي چې دغې ادارې نړيوالو معيارونو ته په پام سره عمل کړى او د دې احتمال شته چې ځينې کسان په جعلي توګه سره تذکرې ترلاسه کړي او له هغه وروسته پاسپورټونه واخلي.
د ١٣٩٤ لمريز کال په مرغومي مياشت کې د احوالو او ثبت ادارې عمومي مشر نوراحمد عفوري ويلي و، چې يادې ادارې د کډوالۍ نړيوالې ادارې(IOM) په مالي مرسته د اساس کتابونو د کمپيوټري کولو پروګرام پيل کړى، چې هره ورځ په دغه سيسټم کې، ٣٠٠٠ زره کسانو ثبت کېږي.
خو له يادې موضوع څخه د اوو مياشتو په تېرېدو سره غفوري تر دې چې خپلې پخوانۍ خبرې هم هېرې کړې او وايي، چې ټاکل شوې د اسنادو د کمپيوټري کولو لړۍ ژر تر ژره پيل شي.
ورته مهال د اوسنيو کاغذي تذکرو پر ځاى د برېښنايي تذکرو د وېش طرحې برخليک هم د ولسمشر له لوري د احوالو او نفوسو د ثبت قانون له توشېح څخه وروسته له دوه کلونو د زياتې مودې په تېرېدو سره د هغه څه له امله چې په حکومت کې د سياسي ارادې نشتون بلل کېږي، روښانه نه دى.
خو پر دې سربېره د هېواد وګړو په شمېر کې د لوى توپير سربېره د افغان کډوالو شمېرې چې له دې ډلې يې ډېرى په پاکستان او ايران کې ژوند کوي، نه دي معلومې چې د کډوالو چارو وزارت د يادو کډوالو شمېر بيا شا وخوا پنځه مليون کسان بولي.
د ټرافيکو عمومي رياست
دغه اداره چې د نقليه وسايطو د ثبت متصدۍ، د موټرونو د چلولو جوازو د ورکړې، د نقليه وسايطو د تګ راتګ د کنټرول ادارې په توګه د هېواد په ٣٤ ولايتونو کې فعاليت کوي، خو بيا هم تر سترګو کېږي چې په تېرو پنځلسو کلونو کې يې چارې په ډېرې ټکنۍ ډول پر مخ روانې دي او اوس هم د يادې ادارې چارې په سنتي او رواجي ډول پر مخ ځي.
غړي
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










