منځپانګې ته تلل
جمعه ۲۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۱۴ غ.و
۱۵°نیمه ورېځ · ↑۱۵° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په شاړ حضوري چمن کې د دوه میلیونه ډالرو په لګښت د بیارغونې هېڅ څرک نه لیدل کېږي

· ۵ دقیقې لوستل · ۱۲۸ کتنې

کابل (پژواک، ٢٠ زمرى ٩٥): د کابل حضوري چمن چې پنځه کاله وړاندې د کابو دوو ميليونو ډالرو په لګښت بيارغول شوى و، اوسمهال سخت ويجاړ شوى او د بيارغونې هېڅ اثر په کې نه تر سترګو کېږي.

 

حضوري چمن په کابل کې د سترې ورزشي سيمې په توګه پېژندل کېږي چې د شاوخوا ١٠٠ جريبه ځمکې په درلودو سره له لسګونو کلونو راهيسې د پوځي رژونو، تفريحي پروګرامونو، تمرينونو او د بېلابېلو ورزشي سياليو په لار اچولو کې ترې استفاده کېږي.

دا سيمه په ١٣٨٩ کال کې د "دوو ميليونو ډالرو" په ارزښت د "عزيزي بنسټ او (MTN)" مخابراتي شرکت تړون له مخې چې د المپيک له  ملي کمېټې سره يې لاسليک کړ، بيا ورغول شو او د ١٣٩٣ کال زمري ٣١مه ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.

اړوندو مسوولينو هغه مهال ويلي وو چې د دې سيمې په رغېدو سره، ١٠ د فوټبال او يو د هاکي ميدان هلته جوړ شوي دي او شاوخوا يې کټاره نيول شوې ده؛ څو د المپيک ملي کمېټې له معيارونو سره سم ترې ګټه واخيستل شي.

خو اوس د دغه چمن نښه نه ليدل کېږي؛ کټارې او فلزي دروازې يې له منځه تللې دي او تر ډېره يوې وچې دښتې په څېر دى.

د پژواک خبري اژانس خبريال د سترګو ليدلي حال له مخې؛ روږدي کسان يې په هره ګوښه کې شتون لري او ځينو يې خېمې درولې دي.

٦٠ کلن خيرمحمد چې کور يې حضوري چمن ته څېرمه دی، وويل چې څو کاله وړاندې دا سيمه زرغونه او سمسوره وه؛ خو اوس یې بڼه یوې سپېرې دښتې ته ورته شوی دی.

هغه زياته کړه: "هغه ځاى چې لوبغاړو وکولى شول څو نړيوال مډالونه په کې ترلاسه کړي، اوس د روږدو کسانو په ځاى بدل شوى دى ؛ خو دولت ورته پام نه کوي."

٢٥ کلن شفيق احمد چې ددې ځاى په يوه برخه کې له خپلو دوستانو سره فوټبال لوبه کوله، وويل چې په دې خاورو کې له لوبو کولو ستړى شوى دى.

د هغه په وينا، د حضوري چمن ډېره سيمه له روږدو کسانو څخه ډکه شوې ده خو د خاورين ميدان تر څنګ بيا هم لوبو ته مناسب ځاى پاتې نه دى.

شفيق احمد زياته کړه: ((دا ملي پانګه ده او حکومت په ځانګړي ډول د بدني روزنې او ورزش  رياست دې ورته پاملرنه وکړي، کله چې حکومت د دې لوبغالي د ساتلو وړتيا نه لري، نو خصوصي سکتور ته يې دې وسپاري.))

د يما افضلي په نوم يوه بل فوټباليست وويل: ((کله چې دا چمن بيا ورغول شو، له هغو اشخاصو پرته چې د رسمي ورزشي لوبډلو کارت يې درلود، بل چا ته د ورننوتلو اجازه نه وه، خو د پنځو کالو په تېرېدو ليدل کېږي چې هر څه له منځه تللي دي.))

هغه زياته کړه چې ځوانان اوسمهال په خاورو کې فوټبال کوي، خو د هيرويينو او چرسو تېز بوی د وزرشکارانو د ځور او عذاب سبب کېږي.

يوه سپين ږيري چې ځان يې د دې ساحې ساتونکی معرفي کړ، وويل: ((کله چې دا لوبغالى بيا رغول کېده، د بدنې روزنې رياست يوه اندازه تجهيزات د خړوب او وښو د پرې کولو او کثافاتو د ټولولو لپاره اېښي وو، خو کله چې دا لوازم له يوه تر دوو کلونو پورې خراب شول، د بدني روزنې رياست هم راسره نوره مرسته ونه کړه.))

هغه زياته کړه: ((څو مياشتې کېږي چې تنخوا مې نه ده راکړل شوې، موږ د حضوري چمن له منځه د روږدو د ایستلو وس نه لرو؛ ځکه چې زياتې کټارې يې ويجاړې شوې او يا غلا شوې دي.))

د محمد ظاهر اغبر په مشرۍ د المپيک ملي کمېټې وياند احسان نيرو پژواک ته وويل چې دا کمېټه د دې ورزشي ساحې د ويجاړۍ او له منځه تلو په اړه مسووليت نه لري.

د هغه په خبره، په هماغه پيل کې وروسته له هغه چې دا پروژه ګټه اخيستنې ته وسپارل شوه، د ساتنې مسووليت يې د المپيک ملي کمېټې ته ورکړل شوى و، خو وروسته  له هغه چې دا کمېټه د بدنې روزنې او ورزش له رياست نه بېله شوه، مسووليت يې د بدنې روزنې رياست ته ورکړل شو.

د ١٣٩٣ لمريز کال د وري په ٩مه نېټه اعلان وشو چې د المپيک ملي کمېټه او د بدنې روزنې او ورزش رياست، د ولسمشر د يوه فرمان له مخې له يو بله بېل شوي دي او له دې وروسته په جلا ډول فعاليت کوي.

له دغه فرمان سره محمدفهيم هاشمي د ولسمشر د فرمان له مخې د المپيک د ملي کمېټې د سرپرست په توګه معرفي کړ او  وروسته په ټاکنو کې د ورزشي فدراسيونونو د يو شمېر مشرانو له لوري د دې ادارې د مشر په توګه وټاکل شو.

خو د المپيک کمېټې د رياست پر سر اختلافات لا روان دي او محمدظاهر اغبر چې د ولسمشر د فرمان پر بنسټ له دې پوسټ نه ګوښه کړل شوى و، په نورو ټاکنو کې د ملي المپيک کمېټې د مشر په توګه انتخاب شو او وويل چې دالمپيک نړيواله کمېټه دى په رسمىيت پېژني او حکومت په دې اداره کې د لاسوهنې حق نه لري.

خو همايون خيري چې د تېر کال د سلواغې له ٢٥مې نېټې راهيسې د بدني روزنې او ورزش د عمومي مشر په توګه فعاليت کوي، د حضوري چمن د ساتلو په برخه کې ددې رياست د مسووليت ادعا ردوي.

هغه وويل: ((حضوري چشن د ښاروالۍ لخوا تر بيا رغونې وروسته د المپيک کمېټې د هغه مهال چارواکو ته سپارل شوى و.))

خيري زياته کړه: ((اوسمهال دا ځمکه بېرته د ښاروالۍ په واک کې ده، موږ څو ځله غوښتنه وکړه چې دا ځمکه د بدرني روزنې او ورزش په واک کې ورکړل شي، څو ورنه سمه ګټه واخيستل شي، خو زموږ غوښتنه بې ځوابه پاتې شوه.))

خو د کابل ښاروالۍ وياند عبدالقادر ارزو وويل چې د حضوري چمن ملکيت د ښاروالۍ اړوند نه دى او ښاروالي په دې برخه کې هېڅ مسووليت نه لري.

سره له دې چې د ملي يووالي حکومت همېشه د ترهګرۍ پر وړاندې د قوي مبارزې له ارادې خبر ورکړى، خو ليدل کېږي چې د بيارغونې د سترو پروژ د عملي کولو کوم درک نشته، د ملي المپيک کمېټې، د بدني روزنې رياست او ښاروالۍ چارواکي يو بل د دې ضايعاتو په اړه تورنوي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول سوداګري او اقتصاد