کابل (پژواک، ٢٣ زمرى ٩٥): د کرکټ ملي الکوزي شپږيزې سياليو په لړ کې د امو نهنګانو سپين غر زمريانو ته په ماتې ورکولو سره دويم پړاو ته لاره پيدا کړه.
د هېواد دپلازمينې کابل او پنځو زونونو د لوبـډلو په ګډون دا سيالۍ د زمري په ١٩مه، د کابل په الکوزي نړيوال کرکټ لوبغالي کې پيل شوې دي.
نن تر غرمې وروسته دويمه لوبه د امو نهنګانو او سپين غر زمريانو ترمنځ ترسره شوه، ددې لوبې پچه د سپين غر لوبډلې د لوبې وګټله او خپله يې د توپوهنې پرېکړه وکړه.
د سپين غر لوبډلې په ټاکلو شلو اورونو کې د ۳ لوبغاړو په سوځېد۱۷۴ منډې جوړې کړې، چې له ډلې يې شبير نوري۶۸ او ويس ضيا ۴۶ منډې وکړې.
د امو نهنګان لوبډلې وکولی شوای چې ورکړل شوی هدف په اتلسم اوور کې ترلاسه او لوبه وګټي، ددوى له لوري جاوېد احمدي ۵۷، سلمان بټ ۴۸ او افسر ځاځي ۳۷ تېزې منډې جوړې کړې.
د دغې لوبې غوره لوبغاړی جاوید احمدي وټاکل شو، خو نوموړي دا ډالۍ له افسر ځاځي سره شريکه کړه، د ده په وینا، افسر ځاځي ښکلې لوبه وکړه او د ټولې لوبې برخليک يې بدل کړ.
نن سهار په لومړۍ لوبه کې د کابل بازانو لوبډلې د مس عينک اتلانو ته ماتې ورکړې وه.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










