جلال اباد (پژواک، ٢٨ زمرى ٩٥): د ننګرهار ولايت په مرکز جلال اباد ښار او ولسواليو کې د خپلواکۍ د بېرته اخيستلو ٩٧مه کليزه په لوړه کچه او شاندارو مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه.
د ننګرهار والي سليم خان کندوزي او ګڼ شمېر نورو لوړ پوړو مسؤلینو د زمري په ٢٨مه، سهار مهال د خپلواکۍ د اوه نویمې کلیزې په مناسبت د خپلواکۍ د اتل غازي امان الله خان په مزار د ګلونو ګیډۍ کېښوده .
وروسته د جلال اباد ښار په شیرزي لوبغالي کې د خپلواکۍ اوه نویمه کلیزه د زرګونو چارواکو او ولسونو له لورې د یو لړ ځآنګړو مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه .
په دغه مراسمو کې د ختیځو ولایتونو لوړ پوړو مسؤلینو او زرګونو ولسونو ګډون کړی و.
د ننګرهار والي سلیم خان کندوزي د هېواد ټولو ولسونو په ځآنګړي ډول هغه کورنیو ته چې د خپلواکۍ د ګټلو په لاره کې شهیدان او نورې قربانۍ ورکړي،مبارکي ورکړه .
نوموړي زیاته کړه،د خپلواکۍ د ۹۷ مې کلیزې د یادونې له امله د افغانانو سترګې د سولې او ثبات لور ته اوړي.
هغه زياته کړه : (( ستر غازي د افغانستان سوکالي په علم، فرهنګ او هنر کې لټوله، نور راځې دغه هیلو ته د رسیدو په موخه د ستر غازي امان الله خان لاره تعقیب کړو.))
کندوزي وويل ، تلپاتی سولې او ثبات د رسیدو لپاره لازمه ده چی زموږ دیني عالمان، قومي مشران،مخورو او د دې خاورې هر بچی د خپلو ملي امنیتي قواو ملاتړ وکړي او د وطن ساتنې په موخه هر افغان ځان یو سرتېری وبولي .
هغه په ننګرهار کې د خپلواکۍ ورځې د ځآنګړې نمانځنې له امله د دغه ولایت د ټولو مسؤلینو او ولسونو څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه،د خپلواکۍ ورځې ښه نمانځنې وښودله،چې په دغه ولایت کې وېښ ولسونه اوسیږي.
د دغه مراسمو په ترڅ کې د وسله وال پوځ په استازۍ د دوه سوه یو سیلاب قول اردو قوماندان ډګرجنرال محمد زمان وزیري پیغام ولوستل شو،چې په کې د دغه ورځې د مبارکۍ ترڅنګ ولسونو ته د سرونو په بدل کې د خوندي امنیت ساتلو ډاډ ورکړل شوی و.
د خپلواکۍ ورځې د نمانځلو په مراسمو کې د ترانو لوستلو ترڅنګ د قومونو او قبایلو چارو ، ښځو چارو، کار او ټولنیزو چارو ، عامې روغتیا، خصوصي انسټیټونو،ختیځ زون همغږۍ ټولنې،ځوانو ژورنالستانو، اهل هنودو، ښاروالۍ، برېښنا، کانال،کرنې او مالدارۍ، اوبو لګونې،پوهنې،بدنې روزنې ، ولسوالیو ځوانانو او ګڼ شمېر نورو له لورې برابرې شوې بېلابېلو ډلګیو ځآنګړې نندارې وړاندې وړاندې کړې .
دا په داسې حال کې ده،چې تېره شپه هم د خپلواکۍ د ورځې په ویاړ د ځوانانو له لورې ځآنګړې اور لوبې او برابر شوی کنسرټ نندارې ته وړاندې شو.
تر دې مخکې د شپې لخوا د خپلواکۍ د اوه نویمې کلیزې په ویاړ ځانګړې مشاعره او تمثیلې پرچې ترسره شوې.
وروسته د هېواد دوتلو شاعرانو له لورې خپلواکۍ ورځې ته ځآنګړي او نور لیکلي شعرونه ګډونوالو ته وړاندې کړل .
د دغه پروګرام په ترڅ کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لورې برابره شوې تمثیلي پرچه هم خپلواکۍ په اړه برابره شوې وه،هم وړاندې شوه .
د خپلواکۍ د اوه نویمې کلیزې په ویاړ جوړه شوې مشاعرې او تمثیلي پرچو د وړاندې کولو پر مهال په ننګرهار کې د هندوستان،پاکستان او ایران هېوادونو قونسلرانو او ګڼ شمېر نورو هم ګډون کړي وو. 
دغه راز په همدې ورځ د خپلواکۍ د اوه نویمې کلیزې په مناسبت د وطني تولیداتو درې ورځنی نندارتون هم په جلال اباد کې پرانستل شو.
په دغه نندارتون کې بېلابېل کورني تولیدات د پانګوالو،سوداګرو، صنعتکارانو و نورو دولتي او خصوصي ادارو له لورې په پنځه اتیا غرفو کې نندارې ته کېښودل شوي و.
ننګرهار والي سلیم خان کندوزي او ګڼ شمېر نورو مسؤلینو یاد نندارتون په رسمي ډول د پټۍ په پرېکولو سره پرانست او له ټولو هېوادوالو څخه یې غوښتنه وکړه،چې په ټولو چارو کې د خپلو وطني تولیداتو څخه ګټه واخلي.










