منځپانګې ته تلل
شنبه ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۲۴ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۹° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

“افغانستان کې د ګاونډيو هېوادونو په پرتله د سواد زده کړو په برخه کې کم لګښت کېږي”

· ۴ دقیقې لوستل · ۸۲ کتنې

کابل (پژواک ٤ وږى ٩٥): د پوهنې وزارت د سواد زده کړې مرستيال وايي، د وزارت د يادې برخې يوه سلنه بوديجه بايد پنځه سلنه ته لوړه شي، ځکه اوسنۍ بوديجه د هغو لسو ميليون نالوستو لپاره چې هر کال پرې ٣٠٠ زره کسان زياتيږي، بسنه نه کوي.

د افغانستان د پوهنې وزارت د سواد زده کړو مرستيال سردار محمد رحيمي له پژواک خبري اژانس سره د ځانګړې مرکې په ترڅ کې ويلي، اوسمهال د افغانانو د سواد کچه څلوېښت سلنه ده، خو هر کال شاوخوا درې سوه زره زده کوونکي له زده کړو محروميږي.

د هغه په وينا، اوسمهال هر کال د دغه وزارت د سواد زده کړو په پروګرام کې ٥٠٠زره کسان شاملېږي، خو له دې ډلې يې ٣٠٠زره کسان باسواده کېږي او پاتې نور يې کورسونه پرېږدي او يا د نورو دليلونو له مخې خپل کورسونه نه بشپړوي.

خو هغه زياته کړه، افغانستان امکاناتو ته په پام سره او هر کال د ٣٠٠زره بېسوادانو زياتېدو په پايله کې نه شي کولى چې له ٢٠٢٠ زېږديز کال پورې له نړيوالې ټولنې سره خپله کړې ژمنه چې د باسوادو کچه به ٦٠ سلنې ته رسوي، عملي کړي.

هغه وويل: "که چېرې موږ په دغو څلورو کلونو کې ډېره هڅه هم وکړو، نو اوسني ظرفيت ته په پام سره دا ستونزمنه ده، چې دغه کچه دې له پنځوس سلنې هم لوړه شي."

نوموړي زياته کړه، د سواد هر زده کوونکي ته په يوه نهه مياشتنۍ دوره کې له ٥٠ تر ٧٠ ډالرو پورې اړتيا ده او پر دې بنسټ، که چېرې هر کال د دغه پروګرام لپاره ٣٥ ميليون ډالر ځانګړي شي، نو تر ٢٠٢٠ کال پورې به د سواد کچه پنځوس سلنې ته لوړه شي.

د رحيمي په وينا، په ولسمشرۍ ماڼۍ د سواد زده کړو لپاره د احتياطي کوډ او يا صندوق رامنځته کول او يا له هغه څخه مالي ملاتړ کولى شي، له کم لګښت سره د وزارتونو او غيردولتي بنسټونو تر منځ په همکارۍ سره دغه پروګرام مخ ته يوړل شي.

هغه وويل: "اوسمهال د پوهنې وزارت د ټولې بوديجې له اړخه زموږ بوديجه يو سلنه ده، که چېرې دغه بوديجه پنځه سلنه شي، نو زموږ فعاليتونه به هم پنځه سلنه شي او موږ کولى شو چې هر کال د سواد کچه دوه سلنه پورته کړو."

هغه وويل، په افغانستان کې د باسواده کولو لګښت د ګاونډي هېوادونو په پرتله ډېر کم دى، ځکه په افغانستان کې د يوه کس د باسواده کولو په موخه له ٦٠ تر ٧٠ ډالره لګول کېږي، خو دغه شمېر بيا په ګاونډيو هېوادونو کې څلور برابره لوړ دى.

نوموړي هر کال له عمومي زده کړو څخه د ٣٠٠زره کسانو د پاتې کېدو په اړه وويل، د يو شمېر فرهنګي مسايلو ترڅنګ لکه د نجونو لپاره ځينې ننګونې او ناامنۍ د عمومي زده کړو پروګرام د عملي کولو خنډ ګرځېدلې دي.

نوموړي زياته کړه، افغانستان هغه مهال له دغو ستونزو ځان ايستلى شي چې د سواد زده کړې پروګرام د ثبات او امنيت رکن په توګه د دولت او نړيوالې ټولنې په لومړيتوب کې ځاى ولري؛ ځکه بېسوادي، جهل، انحراف، د تاوتريخوالي زياتېدو، د نشه يي توکو پراختيا، له وسله والو مخالفينو سره د ځوانانو يو ځاى کېدو ته زمينه برابروي.

نوموړي د دې خبرې په څرګندولو سره چې د سواد زده کړو پروګرام له ١٣٨١ لمريز کال راهيسې په منظمه توګه پر مخ نه دى تللى، زياته کړه چې شاوخوا پنځه ميليون کسان د دغه پروګرام تر پوښښ لاندې راغلي او ممکن له دې ډلې يې دوه نيم ميليون کسان باسواده شوي وي.

د هغه د معلوماتو پر بنسټ، اټکليزې شمېرې په ډاګه کوي چې په سوېلي ولايتونو کې د سواد کچه له ٢٥ تر ٣٥ سلنې پورې رسېږي، خو په لويو ښارونو کې لکه کابل، بلخ، هرات، باميان او دايکندي کې بيا له ٤٠ تر ٤٥ سلنې پورې رسيږي.

هغه وويل، تېر کال د هېواد په کچه د سواد زده کړې ١٧٠٠٠ کورسونه وو، خو سږ کال بيا د مالي سرچينو د کمښت او ستونزو له امله ١٥٥٠٠ کورسونو ته راټيټ شوي او پر دې سربېره بيا هم ٥٠٠زره کسان د ياد پروګرام تر پوښښ لاندې دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښوونه او روزنه