منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۲۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۵۲ غ.م
۴°ورېځ · ↑۱۶° ↓۴°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د افغان سمون ټولني اعلاميه

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۱۹ کتنې

د افغان سمون ټولنه په کابل ښار کې ورستيو بې نظميو ته په کتلو سره د هر هغې ‌ډلې او يا اشخاصو سره د قانوني چال چلند غوښتونکې ده کوم چې د خلکو په ځورولو، وېرولو او د ښاري نظم په ګډو‌ډولو سره غواړي خپل قدرت ننداري ته وړاندې کړي.

د روان کال د وږي په ۱۸ مه نېټه یو شمېر کسان چې په وسلو سمبال و د ښار په بېلابېلو سيمو کې د خلکو ‌پر وهلو او ټکولو لاس پورې کړی، ډزې یې کړي او ويل کېږي چې د څو تنو ښاريانو د شهادت سبب هم ګرځېدلي دي.

په داسې حال کې چې د کابل ګارنېزيون قومندانۍ له دغې نېټې څو ورځې وړاندې دغه ډلې ګواښلي وې چې که چا ښاري نظم ‌ګډوډ کړ، قانوني چلند به ورسره وکړي خو متاسفانه داسې يې ونه کړل.

له رسنیو څخه په خپاره شویو تصویرونو کې ليدل شوي چې له ځينو دغو اشخاصو سره دولتي او ان د ملي پولیسو او ملي اردو رينجر موټر هم ورسره وو.

د افغان سمون ټولنه غواړي چې د اړوندو ادارو مسؤلین دې ولس ته ځواب ورکړي چې ولې هغه وسايل چې باید د ولس د امنیت لپاره وکارول شي، برعکس په بې امنې او د نظم په له مېنځه وړلو کې ترې کار اخيستل شوی دی؟

موږ له ښاغلي ولسمشر او اجراييه رئيس څخه په کلکه غواړو چې ژر تر ژره دې د داسې بې سره او ناپوهه ډلو ټپلو او بانډونو د بې وسلې کولو امر ور کړي.

ياده ټولنه ښاغلي ولسمشر مخاطب کوي او وايي: څومره چې له طالب، داعش او نورو ترهګرو ‌ډلو سره جکړه اړينه ده همدومره په ښارونو کليو او بانډو کې له خپلسرو، بد چلنده او نا قانونه وسلوالو ‌ډلو او اشخاصو سره چې قانون له پښو لاندې کوي او د حکومت له ددنه حکومت ګواښي مبارزه ضروري ده.

که چېرې د خپل سرو او نا قانونه وسلوالو مخه ونه نيول شي، بار بار به حکومت چيلنج کېږي چې په پايله کې به پر دولت د بې باورئ کچه لوړه او د دولت او وګړو تر مينځ د واټن د زیاتوالي سبب به وګرځي.

پر ټولو افغانانو د قانون يو ‌ډول پلي کول به په هېواد کې د عدالت او مساواتو لپاره لاره هواره کړي.

په هېواد کې د مرکزي دولت د واګو د ټينګېدلو په هيله.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول رسنيزې خبرتياوې