کابل (پژواک، د تلې لومړۍ نېټه ۹۵): هېوادوال د دولت او حزب اسلامي ترمنځ د موافقتنامې د لاسليک کېدو هرکلى کوي او هيله څرګندوي، چې دا هوکړه په هېواد کې د تلپاتې سولې د ټينګښت لامل شي.
د دولت او حزب اسلامي ترمنځ د سولې اوږده مذاکرات په برياليتوب سره پاى ته ورسېدل او نن په کابل کې د دواړو لورو د استازو له خوا د سولې هوکړه ليک "لومړۍ بڼه" لاسليک شوه.
د کندهار ښار د عينو مېنې اوسېدونکي قدرت الله پژواک اژانس ته وويل، خلک خوشحاله دي چې له اوږدو خبرو وروسته، نن د حکومت او حزب اسلامي تر منځ د سولې هوکړه ليک لاسليک شو.
هغه زياته کړه،خلک له جګړو، ورانيو او نورو ستونزو هومره ستړي دي، چې د سولې په برخه کې هر اخيستونکي ګام ته خوشحالېږي او ملاتړ يې کوي.
د ياد شوي ښار د کابل دروازې اوسېدونکي عزت الله اميد پژواک ته وويل، د حکومت او حزب اسلامي تر منځ د سولې د هوکړه ليک تر لاسليکېدو وروسته په هېواد کې د سولې او ثبات لپاره هيلې ډېرې شوې دي.
ده زياته کړه، د سولې دغه بريالۍ خبرې ښايي د حکومت او نورو وسله والو ډلو تر منځ هم د سولې يوه ښه پيلامه شي.
د کندهار ښار د ميرويس مېنې اوسېدونکى عبدالمالک هم ورته نظر لري، خو د حزب اسلامي له ګوند څخه غوښتنه کوي چې نور د خپلو خلکو او هېواد د ګټې سياست وکړي، نه منفي سياست.
هغه زياته کړه، که حزب اسلامي مثبت سياست غوره کړي، نو موقف به يې نور هم غښتلى شي.
نوموړى له نورو وسله والو مخالفينو هم غوښتنه کوي، چې د حزب اسلامي په څېر سولې ته غاړه کښېږدي، ځکه دغه ګوند له تېرو څو لسيزو راهيسې وخت په وخت په جګړو کې ښکېل و، خو بالاخره يې د سولې لار خپله کړه.
د هرات ښار اوسېدونکي غلام سرور پژواک اژانس ته وويل، په هېواد کې د تلپاتې سولې ټينګښت د ټولو خلکو هيله ده، خلک نور له جګړې او وينې تويېدو ستړي شوي دي؛ هيله ده له ګلبدين حکمتيار سره د حکومت سوله په هېواد کې د تلپاتې سولې د ټينګښت لامل شي.
د ياد شوي ښار د اتمې ناحيې اوسېدونکى فريد احمد احمدي بيا وايي، هيله لري له دې موافقتنامې څخه نورې مخالفې ډلې هم زده کړه وکړي او له جګړو لاس واخلي، ترڅو په هېواد کې دايمي سوله ټينګه شي.
خو د هرات پوهنتون د حقوقو پوهنځي محصل اسدالله حبيبي وايي: "فکر نه کوم له ګلبدين حکمتيار سره د حکومت سوله هغه پايله چې د افغانستان خلک يې غواړي، ورسېږي، ځکه که موږ تاريخ ته وګورو، حکمتيار په تېرو درې لسيزو کې چې د کوم حکومت مخالف و او د هغوی له رهبرانو سره يې سوله کړې، پايله د همغه حکومت ړنګېدل دي، خو بيا هم ناهيلي نه يو؛ هيله من يم چې دغه سوله هغه پايله ولري، کوم چې د افغانستان د خلکو غوښتنه ده."
د غزني ښار اوسېدونکى محمد کامران وايي، له حکمتيار سره سوله به څو ګټې ولري، له يوې خوا به نورو مخالفينو سره د سولې احساس پيدا شي، چې په دې سره به په حکومت کې تر ډېره بريده مثبت بدلون راشي او له بل لوري به د حکمتيار په راتګ سره عام ولس حکومت ته نږدې شي.
نوموړي له وسله والو طالبانو غواړي چې سوله دې وکړي.
د دې ښار بل اوسېدونکى ليکوال محمد عارف نوري بيا وايي، که څه هم د حکمتيار راتګ ښه دى، خو د هېواد په امنيت او جګړې به مثبت اغېز ونه کړي، که چېرې حکمتيار واقعا غواړي له خپل هېواد سره سوله وکړي، نو بيا دې په دولت دومره لوى بوج نه ږدي.
د غزني بل اوسېدونکى محمد انور وويل، که دولت سوله کول غواړي، نو له وسله والو طالبانو سره دې وکړي، ځکه همدا ډول د هېواد په ناامنيو کې پوره لاس لري او حزب اسلامي اوسمهال دومره فعال نه دى، لکه پخوا چې و.
د باميانو يوه اوسېدونکي محمد رضا پژواک خبري اژانس ته وويل، تر سولې پرته بله ښه لار نشته؛ که چېرې د دولت او وسله والو ډلو ترمنځ سوله ونه شي، نو تاوتريخوالي، ګډوډي او ورانى ډېرېږي او تر ټولو ډېر هېوادوال زيانمنېږي.
خو دى زياتوي: "د افغانستان خلک او وسله والې ډلې بايد د سولې د ټينګښت په اړه فکر وکړي، ځکه چې ډېر وسله وال په افغانستان کې د سولې غوښتونکي نه دي او د افغانستان په داخلي چارو کې لاسوهنه کوي."
د دې ولايت ولايت يو فرهنګي فعال محمد اصغر فهيمي وايي، له حزب اسلامي سره سوله کول ښه کار دی، خو دې ډلې ته د قضايي خونديتوب ورکول د هېوادوالو د حقونو تر پښو لاندې کول دي.
د خوست اوسېدونکي محمد انور زاهد له پژواک اژانس سره په خبرو کې د افغان حکومت او اسلامي حزب ترمنځ د هوکړه ليک لاسليک ته خوشبينه څرګنده کړه او دا يې د سولې په برخه کې مهم پرمختګ وباله.
هغه وويل: ((له حزب اسلامي سره د سولې خبرې طالبانو ته هم دا ذهنيت ورکوي او هڅوي يې، چې له جنګ څخه لاس واخلي او د حکمتيار لار تعقيب کړي.))
د دې ولايت يو بل اوسېدونکی عمرخان په دې نظر دی، چې له اسلامي حزب سره سوله طالبانو ته دا پيغام ورکوي، چې که طالبان شل کاله نور هم له افغان حکومت سره وسله واله مبارزه مخ ته يوسي، بيا به هم سولې کوي.
د غور مدني فعال نبي ساقي وايي، کله چې ګلبدين حکمتيار د سولې له بهير سره يوځاى شي، پر نور وسله والو ډلو هم اغېز کوي، د افغانستان د نظام د مشروعيت د ډېرو لامل ګرځي او د جګړې د دوام مخه نيول کېږي
خو ده زياته کړه، له دولته غواړي چې د تېرو ۱۵ کلونو لاسته راوړنې او د افغانستان د خلکو او زرګونو امنيتي ځواکونو د وينو ارزښت د افغانستان د اساسي قانون، د بيان د ازادۍ، د ښځو اوبشر د حقوقو په څېر وساتل شي.
د دې ولايت بل اوسېدونکى عبدالستار وايي، له جګړې ستړي شوي، اوس يواځې سوله غواړي ترڅو ژوند وکړاى شي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










