منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۱۰ غ.م
۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

دوه افغان لوبغاړي د پاکستان د کرکټ غوره ليګ سياليو کې واخيستل شول

· ۲ دقیقې لوستل · ۶۸ کتنې

کابل  (پژواک، ٢٩ تله ٩٥):  د افغانستان د کرکټ د ملي لوبـډلې دوه پياوړي لوبغاړي د پاکستان د کرکـټ غوره ليګ سياليو (پي سي اېل) کې واخيستل شو.

د پاکستان سوپر ليګ په نامه ددغو شل اووريزو سياليو لپاره د نړيوالو او پاکستانيو لوبغاړو د اخيستلو مراسم تېره شپه د متحده عربي اماراتو په دوبۍ ښار کې ترسره شول.

ددې سياليو لپاره څه دپاسه ٤٠٠ پاکستانيو او نړيوالو لوبغاړو نوم ليکنه کړې وه او د سياليو د مسوولينو لخوا د لوبغاړي په څلورو کټګوريو وېشل شوي وو.

په يادو مراسمو کې د پاکستان د سوپر ليګ سياليو د کويـټې لوبډلې افغان ملي لوبغاړى محمد نبي عيسى خېل يو ځل بيا واخيست ، نبي تېر کال يواځينى افغان لوبغاړى و  چې د کويټې په لوبـډله کې لوبېدلى و.

دغه راز د پېښور زلمي په نامه لوبډلې  بل افغان ملي لوبغاړي شهزاد محمدي اخيستى دى، شهزاد د لومړي ځل لپاره په دې سياليو کې برخه اخلي.

د يادونې  ده  چې دې سياليو د لوبغاړو په لېست کې د اتو لوبغاړو نومونه وو، خو هغوى يواځې دوه افغان لوبغاړي اخيستي دي.

د پېښور زلمي لوبـډلې مشر جاوېد افريدي ويلي، هڅه  کوي  چې په راتلونکو کلونو کې نورو افغان لوبغاړو ته هم په خپلې لوبـډلې کې چانس ورکړي.

د افغانستان کرکټ بورډ وياند فريد هوتک د پاکستان په غوره ليګ کرکټ شل اووريزو سياليو کې د دوو افغان لوبغاړو اخيستل لويه لاسته راوړنه بولي.

هغه پژواک اژانس ته وويل  چې تر دې مخکې افغان لوبغاړي د بنګله دېش په بي پي اېل سياليو کې هم لوبېدلي او د هندوستان کرکـټ ادارې مسوولينو ژمنه کړې  چې ددغه هېواد په مشهور (اي پي اېل) سياليو کې هم افغان لوبغاړو ته چانس ورکوي.

د کرکټ لوبې کارپوه او د لوبې سپورټي موسسې مشر رحيم ګل څاروان وايي چې د کرکټ په مشهورو ليګونو کې د افغان لوبغاړو اخيستل ددې څرګندونه کوي چې د افغان لوبغاړو پر وړتياوو د نړيوالو باور زيات شوى دى.

نوموړي پژواک اژانس ته وويل  چې په دا ډول سياليو کې لوبېدلو سره د افغان لوبغاړو تجربې زياتې او د نړ ۍ  له مشهورو پياوړو لوبغاړو څخه د ز ده کړې چانس ترلاسه کوي. 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول لوبې