منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۲۵ غ.و
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نری باران · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

د غازي امان الله خان د مزار رغولو په اړه دې ولسمشر خپله ژمنه عملي کړي

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۲۱ کتنې

جلال اباد (پژواک، ٥ لړم ۹۵): د ننګرهار ولايت فرهنګيان وايي چې ولسمشر دې د غازي امان الله خان د مقبرې په اړه کړې ژمنه پوره کړي او دغه مقبره دې ورغوي.

ولسمشر محمداشرف غني څو مياشتې مخکې ننګرهار ته د خپل وروستي سفر پر مهال ژمنه وکړه چې غازي امان الله خان ايډيال دی او د هغه مقبره به خپله رغوي.

خو د ننګرهار ولايت فرهنګپال وايي چې له دې ژمنې شاوخوا ۵ مياشتې اوړي خو لا هم په دې برخه کې کوم ګام نه دی پورته شوی.

ليکوال او شاعر بادام ظريفي فقير وايي چې غازي امان الله خان د تاريخونو ژوندي ساتلو لپاره د تاريخ جوړوونکو د نوم ژوندي ساتل، د هغوی د مقبرو رغول مهم دي چې ولسمشر په دې برخه کې ژمنه کړې؛ خو لا تر اوسه يې نه ده عملي کړې.

ده غوښتنه وکړه چې غازي امان الله خان د افغانانو ملي وياړ دی او بايد مقبره يې لکه د نورې نړۍ د ملي اتلانو په څېر په ښه شان ورغول شي، څو ځوان نسل يې د مقبرې په ليدو له تاريخه ځان خبر او هماغه شان مېړانه خپله کړي.

دغه راز د ختيځ ادبي بهير مشر او ليکوال او شاعر ضياءالدين همت مل پژواک ته وويل چې پخوا هم ورته ژمنې شوې وي؛ خو د عملي کېدو تمه ورسره نه وه؛ خو دا ځل چې خپله ولسمشر محمداشرف غني وعده وکړه، په دې برخه کې ډېرې هيلې پيدا شوې.

هغه زياته کړه: ((ولسمشر وويل چې زه د غازي امان الله خان ايډيال يم او دغه مقبره به خپله رغوم؛ خو دا دی څو مېاشتې وشوې، تر اوسه په دې برخه کې کومه تيږه هم نه ده ايښودل شوې.))

د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رييس اورنګ صميم پژواک ته وويل، چې تر اوسه ورته نه هم د وزارت او نه هم د ولسمشرۍ لخوا په دې اړه څه ويل شوي دي.

د صميم په وينا، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د دوی په هلو ځلو د سراج العمارت د ودانۍ رغولو لپاره بوديجه منظور شوې او ډېر ژر به يې چارې پيل شي؛ خو د غازي امان الله خان د مقبرې په برخه کې نه هم دوی کوم اقدام کړی او ورته ولسمشرۍ ماڼۍ څه حکم کړی دی.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي بيا وايي چې په دې برخه کې کار شوی او تمه شته چې نږدې راتلونکې کې يو ګام پورته شي.

هغه زياته کړه، د غازي امان الله خان مقبرې ته تدابير نيول شوي و، د مقبرې د رغولو ډيزاين شوی او د ښار جوړونې وزارت ته ډيزاين سپارل شوی دی.

خوږياڼي زياته کړه چې وزارت به په دې برخه کې په نږدې راتلونکي کې ګام پورته کړي.

پژواک هڅه وکړه چې په دې اړه د ولسمشر د مرستيال وياند دواخان مينه پال نظر هم له ځانه سره ولرو؛ خو هغه په دې اړه له ولايتي ادارې سره يې د خبرو کولو سپارښتنه وکړه.

غازي امان الله خان چې د ژوند وروستي کلونه يې په ايټاليا کې تېر کړل، د ١٩٦٠ كال د اپرېل پر ٢٦مه يې له دې نړۍ سترګې پټې كړې او له وصيت سم يې جنازه افغانستان ته راوړل شوه او په جلال اباد ښار كې د خپل پلار د مرقد تر څنګ خاورو ته وسپارل شو.