منځپانګې ته تلل
شنبه ۲۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۰۹ غ.م
۸°ورېځ · ↑۱۴° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

له کندهاره به د تېر په پرتله سږ کال ۴۳ سلنه ډېر انار بهر ته صادر شي

· ۵ دقیقې لوستل · ۱۱۱ کتنې

کندهار (پژواک، ٦ لړم ٩٥): په کندهار کې د انارو حاصلاتو ښه والي ته په کتو د دغه ولايت د سوداګرۍ خونې مسوولين اټکل کوي چې د تېر په پرتله به سږ کال ٤٣ سلنه ډېر انار بهر ته صادر شي.

د انارو د حاصلاتو له رسېدو سره بهر ته د دې مېوې صادرات هم پيل شوي او هره ورځ له ٣٠ تر ٣٥ لاريو انار بهر ته لېږدول کېږي.

د کندهار د سوداګرۍ خونې مشر حاجي نصرالله زهير له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل، سږ کال د کندهار د انارو حاصلات ډېر ښه دي او تر دې مهاله له کومې ناروغۍ يا طبيعي افاتو سره نه دي مخ شوي.

ده زياته کړه، د انارو ښو حاصلاتو ته په کتو اټکل دا دى چې سږ کال به د دې مېوې په صادراتو کې ٤٣ سلنه ډېروالى راشي.

دى وايي، تېر کال له کندهاره د ١٠ ميليونه ډالرو په ارزښت ٤٠زره ټنه انار صادر شوي وو، خو اوس چې د انارو د حاصلاتو ټولولو وخت تازه پيل شوى، تر دې مهاله د شاوخوا پنځه ميليونه ډالرو په ارزښت ٢٠زره ټنه انار بهر ته صادر شوي دي.

د ده په خبره، له دې جملې ١٠زره ٨٩٢ ټنه انار پاکستان او پاتې يې هندوستان او يوه اندازه متحده عربي اماراتو ته لېږدول شوي دي.

دى وايي، هره ورځ له کندهاره په انارو بار ٣٠- ٣٥ لارۍ پاکستان ته ځي او دا لړۍ دوام لري.

نصرالله زهير خبر ورکړ چې فرانسې هم د انارو غوښتنه کړې او تمه ده چې دغه هېواد ته هم انار صادر شي.

خو هغه له پاکستان او هندوستان پرته د نړۍ نورو هېوادونو ته د انارو د صادراتو په اړه وويل چې له بده مرغه نه ځکمنۍ لارې لري او نه هم د هوا له لارې امکانات لري.

نوموړي يو ځل بيا غوښتنه وکړه چې حکومت دې د لندې مېوې سوداګرو ته د کارګو الوتکو اسانتياوې برابرې کړي، څو هغوى وکولاى شي وچه او لنده مېوه د نړۍ تر هېوادونو ورسوي.

د سوداګرۍ خونې دغه مشر يو ځل بيا تکرار کړه چې حکومت بايد سوداګرو ته د متبادلو لارو د برابرولو په برخه کې ډېر کار وکړي؛ ځکه د پاکستان لاره د سوداګرۍ لپاره ډاډمنه نه ده.

د ده په خبره، پاکستان تل د افغانستان د صادراتو پر وړاندې ستونزې جوړوي او ډېر مهال له کوم دليل پرته لار تړي چې په دې توګه سوداګرو او د افغانستان اقتصاد ته درانه زيانونه اوړي.

نوموړي له حکومت څخه دا غوښتنه هم وکړه چې سوداګرو ته دې د بهرنيو هېوادونو د ويزو په برابرولو کې مرسته وکړي، څو هغوى بهر ته سفرونه وکړي او د خپل هېواد محصولاتو ته بازار موندنه وکړي.

د کندهار باغ لرونکي هم وايي چې سږ کال يې باغونو ډېر ښه حاصلات ورکړي خو د بازار نشتوالى يې پر وړاندې لوى خنډ دى.

د ارغنداب ولسوالۍ د سرکاري باغ سيمې يوه باغ لرونکي حاجي محمد ظاهر پژواک خبري اژانس ته وويل، سږ کال پرته له دې چې د کرنې وزارت له کروندګرو سره مرسته وکړي، د انارو ونو يې ښه حاصل ورکړى او تر دې مهاله يې نه مرض کړى او نه هم له کوم افت سره مخ شوي دي.

خو د ده په خبره، دا چې تر اوسه لا په کندهار کې هوا ګرمه ده، نو انار يې يې ژر پاخه نه شول او وچاودېدل او باغ لرونکي يې يوه اندازه زيانمن کړل.

نوموړي که څه هم وويل چې د تېرو کلونو په پرتله پاکستان او هندوستان ته د انارو د صادراتو کچه ډېره شوې، خو ستونزه دا ده چې هلته ښه بازار نه لري.

ظاهر وايي، د هندوستان او پاکستان تر منځ وروستي سياسي کشمکش پر سوداګرۍ هم اغېز کړى او سوداګر د مايوسۍ ښکار دي.

د ده په خبره، له همدې امله د پاکستان د لاهور، کراچي او اسلام اباد په مارکېټونو کې د کندهار يو من انار (څلور نيمې کيلو) ان ٨٠ او سل کلدارې هم نه جوړوي او ډېر مهال د لندې مېوې سوداګر اړ کېږي چې انار په ټيټه بيه وپلوري.

حاجي محمد داود د کندهار د ارغستان ولسوالۍ اوسېدونکى دى او په همدې ولسوالۍ کې د انارو باغ لري.

دى هم له ورته ستونزو سر ټکوي او وايي، نه يوازې د پاکستان او هندوستان تر منځ لانجې د مېوې پر صادراتو بد اغېز کړى بلکې د افغانستان او پاکستان ترينګلو اړيکو هم په ټوليزه توګه سوداګري زيانمنه کړې ده.

د هغه په وينا، په دغسې ترينګلو حالاتو کې سوداګر يوازې خپله شپه او ورځ تېروي او زړه نه ښه کوي چې د مېوو او يا نورو محصولاتو پر پېر او پلور پيسې ولګوي.

د ده په خبره، دغې چارې د کندهار د انارو پر باغ لرونکو او د لندې مېوې په سوداګرو اغېز کړى، ځکه مېوه يې ښه بازار نه لري.

نوموړى هم له حکومت څخه د سوداګرۍ د ودې او د هېواد د محصولاتو د صادرولو لپاره د لا ډېرو اسانتياوو او اقداماتو غوښتنه کوي او وايي، دا د حکومت دنده ده چې په دې برخه کې جدي اقدام وکړي.

دى وايي، اوسمهال د افغانستان اقتصاد تر ډېره د وچې او لندې مېوې پر صادراتو ولاړ دى، که حکومت په دې برخه کې متبادلې لارې نه پرانيزي نو اقتصاد به مو تل د زيانونو ښکار وي.

د کندهار د لندې مېوې د سوداګرو د ټولنې مشر حاجي نانی اغا هم وايي، سږ کال که د انارو حاصلات ښه دي، خو ښه بازار نه لري.

هغه هم ورته ستونزې د بازار د نشتوالي لامل وګڼلې او ويې ويل تر هغه چې سياسي حالات کړکېچن وي، تجارت به يې تر سيوري لاندې راوستى وي.

د کندهار د سوداګرۍ خونې مسوول حاجي نصرالله زهير د باغ لرونکو او سوداګرو اندېښنې پر ځاى ګڼي او وايي په وار وار يې د پاکستان له سفير سره خبرې کړي او هغوى ته يې ويلي چې تجارت بايد د سياست ښکار نه شي.

د ده په خبره، کړکېچ او لانجې يوازې د افغانستان سوداګري نه اغېزمنوي، بلکې د پاکستان سوداګري هم اغېزمنوي ځکه اوس مهال افغانستان ته له پنځوس سلنې ډېر واردات له پاکستان څخه کېږي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول سوداګري او اقتصاد