ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغانستان جماعت الدعوة ګوند پر مکه مکرمه بريد وغانده

د افغانستان جماعت الدعوة ګوند پر مکه مکرمه بريد وغانده

author avatar
30 Oct 2016 - 15:39
د افغانستان جماعت الدعوة ګوند پر مکه مکرمه بريد وغانده
author avatar
30 Oct 2016 - 15:39

کابل (پژواک، ٩ لړم ٩٥):  د شيخ سميع الله نجيبي په مشرۍ د افغانستان جماعت الدعوة ګوند د سعودي عربستان پر مکې ښار توغندويي بريد پر کلکو ټکو غندلى دى.

تېره اونۍ د سعودي په سوېل ختيځ ګاونډ کې د يمن د حکومت وسله والو مخالفينو حوثي باغيانو د سعودي عربستان پر مکې مکرمې ښار يو توغندى توغولى و چې د سعودي ځواکونو له خوا توغندى په هوا کې له منځه يووړل شو.

د سعودي حکومت ويلي چې دغه توغندى د مکې مکرمې د ښار، چېرته چې د خداى کور کعبه او مسجد الحرام موقعيت لري، په ٦٥ کيلومترۍ کې له منځه وړل شوی او چا ته یې زيان نه دى اړولی.

د افغانستان د جماعة الدعوة ګوند له خوا د لړم په ٩مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دوى پر مکه مکرمه د خوثي ياغیانو له خوا د ميزايلو برید پر سختو ټکو غندي .

سرچينې زياته کړې، مکه مکرمه چې د مسلمانانو قبله ده، پر دغه ښار بريد پر سعودي عربستان نه، بلکې پر اسلامي شعايرو تېرى او ښکاره يرغل دی .

په خبرپاڼه کې راغلي دا چې د حرمينو شريفينو دفاع د هر مسلمان ايماني وجيبه ده، نو د جماعة الدعوة  غړي په هر حالت کې د حرمينو شريفيونو دفاع ته چمتو دي .

د جماعة الدعوة  ګوند د افغانستان له حکومت څخه په جدي توګه غوښتنه کوي چې د حرمينو د دفاع په خاطر دې له سعودي عربستان سره په کلکه ودرېږي.

سرچينې ويلي، افغانان د يوه مسلمان ملت په توګه هېچا ته اجازه نه ورکوي چې د حرمينو روحاني فضا نا امنه کړي .

د يادونې ده، يمن د سعودي عربستان د مکې ښار په شاوخوا ٥٠٠ کيلومترۍ کې ختيځ لور ته موقعيت لري.

 

Views: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.