منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۲۶ غ.و
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نری باران · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

ولسمشر د غزل پاچا استاد خیال محمد ته د عالي دولتي مډال ورکولو اعلان وکړ

· ۲ دقیقې لوستل · ۲۵۵ کتنې

کابل (پژواک، ۱۱ لړم ۹۵): ولسمشر اشرف غني د پښتو ژبې وتلي سندرغاړي استاد خیال محمد ته د غازي میربچه خان عالي دولتي مډال ورکولو فرمان ورکړی دی.

دغه فرمان د لړم په ۱۱مه، د ولسمشر اشرف غني لخوا په داسې حال کې ورکړل شوی، چې د خیبرپښتونخوا په پيښور ښار کې د استاد خیال محمد په ویاړ د ( خیال اونۍ) د نمانځلو لوی پروګرام جوړ شوی دی.

د ولسمشر په فرمان کې راغلي دي، د پښتو ژبې کلاسیکي موسیقې، ولسي موسیقۍ او نوې موسیقې په برخه کې پیژندل شوی سندر غاړی استاد خیال محمد د پښتو موسیقۍ د ځآنګړي مکتب خاوند ګڼل کیږي.

په فرمان کې راغلي، نوموړي پخپلو سندرو کې دلرغونو او معاصرو شاعرانو شعرونو ته روح او ولس ته یې د سندرو په بڼه خوشحالۍ وربخښلې ده.

استاد خیال محمد موسیقۍ ته د خدمت په لاره کې د قدر کړنې ترسره کړې او له ځانه یې ښې وړتیاوې ښودلې دي.

په فرمان کې راغلي، له همدې امله د نوموړي د ښو غوره او دقدر وړ خدمتونو دتقدیرولو په موخه، داساسي قانون د ۶۴مې مادې، د ۱۹مې فقرې د حکم سره سم د پښتو موسیقې د  غزل باچا استاد خیال محمد ته د غازي میر بچه خان عالي دولتي مډال منظور دی.

ولسمشر استاد خیال محمد د نورو بریاوو دعا کړې ده.

د ولسمشر ځانګړی استازی او په پاکستان کې د افغانستان سفیر ډاکترحضرت عمر زاخیلوال ویلي، چې ده هم نن   استاد خیال محمد په ویاړ جوړه شوې غونډه کې برخه اخیسته، خو دلارو دبندیدو له امله یې ونه شو کړای .

هغه زیاته کړې، استاد خیال محمد  لروبر مشترکه کلتوري پانګه او د زړونو د پیوند یو اغیزمن عنصر دی.

زاخیلوال ویلي،  پښتو ژبې لپاره د استاد خیال محمد خدمتونه ‌د‌‌‌‌‌‌ډیر پورته څه وړ دی – ددوی استثنایي ښکلی غږ او د موسیقۍ ژورې پوهې او ځانګړی سبک د پښتو ژبه، هغه د حمزه، حمید، رحمان، خوشال او د غني ژبه، لا د ادب او د هنر ژبه، لا د مینې او عاطفې ژبه، لا د درک او د معنی ژبه او لا د پت او د غیرت ژبه معرفي کړی.

د افغانستان سفیر زیاته کړې، پدغه ارزښت او درک د افغانستان ولسمشر په ‌‌‌‌‌‌ډیرې خوښۍ سره د استاد خیال محمد پښتو ژبې ته د بیسارې خدمتونو د تقدیر په موخه د غازي میربچه خان عالي دولتي مډال ورکول منظوره کړی.