منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۱۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۴۵ غ.و
۱۴°ورېځ · ↑۱۴° ↓۲°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

غزني کې نا امنۍ سوداګرو ته د پانګونې پر وړاندې خنډ دي

· ۳ دقیقې لوستل · ۵۸ کتنې

غزني (پژواک، ١٢ لړم ٩٥): په غزني کې ځيني سوداګر وايي چې د نا امنيو له امله نه شي کولاى په دغه ولايت کې پانګونه وکړي، خو چارواکي بيا وايي، چمتو دي د سوداګرو امنيت ونيسي.

په غزني کې ملي سوداګر عبدالرحمن د لړم په ١٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې وروستيو کې په دغه ولايت کې نا امني ډېره شوې ده.

ده زياته کړه، د نا امنيو تر څنګ د څو نورو لاملونو له امله هم سوداګر په دغه ولايت کې پانګونې ته زړه نه ښه کوي.

هغه وايي: ((د نامعلومو کسانو له خوا په غزني کې سوداګرو ته اخطارونه ورکول کېږي، بچيان يې اختطاف کېږي، دغه ولايت ميدان هوايي نه لري، برېښنا نه لري، نو څنګه به سوداګر پانګونه وکړي.))

د نوموړي په وينا، اوسمهال يې خپلې سوداګريزې چارې په غزني کې بندې کړې دي او پر ځاى يې په کابل، هرات او مزارشريف ښارونو کې پانګونه پيل کړې ده.

دغه راز بل سوداګر محمدعالم احمدي پژواک ته وويل: ((غزني کې هېڅ وضعيت ښه نه دى، زما ټول کاروبار په هرات کې دى، خو که دلته وضعيت ښه شي، زه خپل کاروبار غزني ته انتقالوم.))

د هغه په خبره، د کابل- غزني لويه لار دومره نا امنه ده چې سوداګر خو څه، يو عام وګړى هم پرې ارام تګ راتګ نه شي کولاى.

ده ټينګار وکړ چې اړوند ارګانونه بايد د سوداګرو د ځان او مال د ساتنې لپاره جدي اقدامات وکړي.

دى وايي، که چېرې په غزني کې د پانګونې زمينه برابره شي، نو د دغه ولايت ډېرو اوسېدونکو ته به د کار زمينه هم برابره شي.

خو د غزني ښار اوسېدونکى محمد کاظم بيا وايي، اوسمهال په ښار کې امنيتي حالات ښه دی، نو سوداګر بايد پانګونه وکړي.

هغه وويل: ((دا سمه ده چې برق نشته، صنعتي پارک نشته، خو په ښار کې بيا دومره امنيت بد نه دى، کېداى شي ځيني کسان پانګونه وکړي.))

د اړوندې موضوع په اړه د غزني د سوداګرۍ خونې مشر عبدالمتين قلندري وويل چې د نورو ولايتونو په څېر په دغه ولايت کې پانګونه نه ده شوې.

که څه هم نوموړى وايي چې په غزني کې ځينې ستونزې شته، خو زياتوي: ((ما له سوداګرو سره خبرې کړې، تر څو په دغه ولايت کې پانګونه وکړي او هغوى هم ويلي که مشکلات حل شي، نو پانګونې ته اماده دي.))

ده هم ټينګار وکړ چې د غزني چارواکي بايد په دغه ولايت کې د پانګونې لپاره زمينه برابره کړي.

بل لور ته د غزني والي عبدالکريم متين بيا وايي، په دغه ولايت کې د صنعتي پارکونو د جوړولو نقشه او ځينې نورې چارې بشپړې شوې دي.

د ده په خبره، څه موده وروسته به صعنتي پارکونه پر سوداګرو و وېشل شي.

هغه زياته کړه: ((د بهرنيو پانګونو او د غزني د برېښنا په اړه مې له حکومتي چارواکو سره خبرې کړې او هغوى د همکارۍ ژمنه راسره کړې ده.))

نوموړي هيله مندي وښوده چې د يادو کارونو په بشپړېدو سره به ګڼ سوداګر په غزني کې پانګونه وکړي او خلکو ته به د کار زمينه برابره شي.

دغه راز د غزني امنيه قوماندان مل پاسوال امين الله امرخېل پژواک ته وويل چې په تېرو شپږو مياشتو کې ډېری هغه کسان يې نيولي چې د سوداګرو اولادونه يې تښتول او يا يې هم سوداګرو ته نورې ستونزې جوړولې.

د هغه په وينا، که سوداګر په دې ولايت کې پانګونه وکړي، دوى يې د امنيت ساتلو لپاره چمتو دي.

غزني د افغانستان د هغو ولايتونو له ډلې دى چې تر اوسه کومې فابريکې په کې فعاليت نه دى پيل کړې او نه هم کوم سوداګر په کې لويه پانګونه کړې ده.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول سوداګري او اقتصاد