کابل (پژواک، ١٨ ليندۍ ٩٥): اجرائيه رييس له وسله والو طالبانو غوښتي چې د حزب اسلامي په څېر د سولې لار غوره کړي.
له اجرائيه رياست څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې نوموړي دغه څرګندونې، نن په سپېدار ماڼۍ کې د حضرت محمد(ص) د ميلاد په نمانځغونډه کې کړې دي.
ده ويلي، افغانستان اوس هم د یوه یرغل پر وړاندې له ځانه دفاع کوي او هره ورځ افغان امنیتي ځواکونه د دښمن بریدونو ته سينه سپر ګرځوي.
نوموړي له مخالفانو غوښتي، چې د اسلامي حزب په څېر له جګړې لاس واخلي او د سولې لار غوره کړي.
دى وايي: "ټول هغه کسان چې جګړه غواړي، په پای کې به وپوهېږي او یا به اوس هم پوهېدلي وي، چې له خبرو اترو پرته بله لار نشته، په جګړه کې به وژل کېږي."
د خبرپاڼې په حواله، په دې ناسته کې د علماوو د سرتاسري شورا مشر مولوي قيام الدين کشاف په روانې جګړې، وژنو، غصب، غلا، اداري فساد او نورو ستونزو نیوکې وکړې او له حکومته یې وغوښتل، چې د دې پدیدو مخه ونیسي.
په دې غونډه کې د علماوو شورا له خوا په لوستل شوي پيغام کې په افغانستان کې روانه جګړه تحمیلي بلل شوې او هغه یې غندلې ده.
د علماوو شورا له مخالفانو غوښتي، چې خپلې وسلې په ځمکه کېږدي او د سولې لار غوره کړي.
په پيغام کې راغلي: "روانه جګړه مسلمانان وژني، دیني مرکزونه او عامه تاسیسات ورانوي، په عین حال کې یو شمېر ګاونډيان په بې شرمانه لاسوهنو سره غواړي چې روانې جګړې ته مشروعیت پيدا کړي او افغانان ووژل شي، نو اړتیا ده چې مخالفان د جګړې پر ځای د سولې لار غوره کړي."
د علماوو شورا له افغانانو د یووالي، ورورګلوۍ او ګډ سوله ییز ژوند غوښتنه وکړه او ویې ویل، مېرمنې د اسلامي احکامو له مخې په ټولنه کې له خاص او ځانګړي درنښت نه برخمن دي، له دې امله ټول افغانان او مسلمانان ښځو ته درنښت وکړي، پر وړاندې یې له تاوتریخوالي لاس واخلي او په ټولنه کې د ښځینه او نارینه وو د برابرۍ اصل رعایت کړي.
د افغانستان د علماوو سرتاسري شورا په میدان وردګو ولایت کې د مخالفانو له لوري د پولیتخنیک پوهنتون د یوه محصل په دار ځړول وغندل او هغه یې له اسلام سره په ټکر کې عمل وباله او له امنیتي ځواکونو یې وغوښتل، چې عاملین یې په سزا ورسوي.
د دې شورا په پيغام کې د ژمي په مناسبت د لومړنیو توکو د بیو په لوړېدو هم نیوکه کړې او له حکومته یې غوښتي، چې دې مسئلې ته پاملرنه وکړي، ځکه چې عام افغانان د لوړو بیو وس نه لري او احتکار کوونکي په سزا ورسوي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










