منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۰۷ غ.م
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د انګلستان يوې لوبډلې افغانستان ته د کرکټ په څلور ورځنۍ لوبه کې ماتې ورکړه

· ۲ دقیقې لوستل · ۶۲ کتنې

کابل (پژواک، ٢٠ ليندۍ ٩٥): د انګلستان د ليون يا زمريانو يوې لوبډلې د کرکـټ په څلور ورځنۍ لوبه کې افغانستان ته ماتې ورکړه.

دا څلور ورځنۍ لوبه درې ورځې مخکې د متحده عربي اماراتو د ابوظبۍ ښار د شيخ زايد په نړيوال لوبغالي کې پيل او نن د انګلستان په بريا پاى ته ورسېده.

د دې لوبې پچه د انګلستان ليون لوبـډلې وګټله او لومړى يې په خپله د توپوهنې پرېکړه وکړه.

دوى د لوبې په لومړي وار (اننګز) کې ٢٧٩ منډې جوړې کړې، د افغانستان له لوري راشد خان ٤، يمين احمدزي درې لوبغاړي، محمد نبي دوه او کريم جنت يو لوبغاړى وسوځول.

د افغانستان ملي لوبډله په خپل لومړي وار کې ٢٧٣ منډې جوړې کړې، د دوى له لوري محمدنبي او اصغر ستانکزي ٥١- ٥١، حشمت الله شاهدي ٤٠ او رحمت شاه ٣٣ منډې جوړې کړې.

د انګلستان لوبډلې په دويم وار کې ٢١٠ منډې جوړې کړې، د افغانستان له لوري راشد خان په زړه پورې توپ اچونه وکړه او اته لوبغاړي يې وسوځول، دغه راز انګلستان افغانستان ته د ګټلو لپاره د ٢١٧ منډو هدف ورکړ.

خو د افغانستان لوبډله ياد هدف ترلاسه نه شو  کړاى او ټوله لوبډله يې په ١٦٨ منډو وسوځېده، راشد خان د توپ اچونې تر څنګ په توپوهنه کې هم ښه وځلېد او ٥٢ منډې يې جوړې کړې.

د يو  بل خبر له مخې، د افغانستان کرکټ بورډ ټاکنيزې کمېتې د متحده عربي اماراتو پر وړاندې د درېيو شل اووريزو لوبو لپاره ملي لوبډله اعلان کړې.

د کرکټ بورډ له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا لوبې د  ليندۍ په ٢٢مه، ٢٤ او ٢٦مه نېټه په اماراتو کې ترسره کېږي.

ملي لوبـډله په لاندې ډول ده.

اصغر ستانکزى (کپتان) محمد شهزاد، نجيب ځدراڼ، نجيب ترکى، حضرت ځآځى، عثمان غنى، محمد نبي، سميع الله شينوارى، ګلبدين نايب، کريم جنت، افتاب عالم، فريد ملک، حمزه هوتک او راشد خان.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول لوبې