کابل (پژواک، ٢٥ ليندۍ ٩٥): د سعودي عربستان له خوا د ننګرهار ولايت له ١٠٧ جوماتونو سره د غالیو مرسته وشوه.
په افغانستان کې د افغان ولس لپاره د سعودي مرستندويه کمېټۍ له خوا د ليندۍ په ٢٥مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، دا مرستې د هغه هوکړه ليک پر بنسټ شوې چې په افغانستان کې د سعودي عربستان سفارت او د افغانستان د حج او اوقافو وزارت تر منځ لاسليک شوى و.
سرچينې زياته کړې د دغه هوکړه ليک له مخې د سعودي عربستان له خوا په افغانستان کې له جوماتونو سره د دوه ميليونه ډالرو په ارزښت د غاليو (فرش) مرسته کول وو.
په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پروژه د هېواد په پلازمېنه کابل کې پيل شوې او اوس يې لړۍ ختيځ ولايتونو ته غځول شوې ده.
د سعودي يادې مرستندويې موسسې ويلي چې دا غالۍ فرش په ځانګړې توګه له ترکيې څخه راوړل شوې دي او د افغانستان د حج او اوقاف له وزارت سره په همغږۍ د افغانستان په ټولو ولايتونو کې د جوماتونو د سروې تر پروسې وروسته یې د وېشلو لړۍ پيل شوې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي چې په ختيځ کې د افغان ولس لپاره د سعودي مرستندويه کمېټي د جلال اباد دفتر له خوا د حج او اوقافو له رياست سره په همغږۍ په ننګرهار کې په ١٠٧ جوماتونو ٢٣١٧٨ متره مربع قالينی فرش ووېشل شو.
د يادونې ده، د افغان ولس لپاره د سعودي مرستندويه کمېټه (SRCA) له تېرو ١٥ کلونو راهيسې په ښوونیزې، روغتیايي، کرنې او ودانیزو برخو کې ډېرې پروژې پلي کړې دي او د دي تر څنګ د بېلابېلو خوراکې توکو، ژمنيو او بېړنيو مرستو لړۍ دوامداره ساتلي ده.










