منځپانګې ته تلل
جمعه ۲۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۲۴ غ.و
۵°صاف · ↑۱۵° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی

واحد: د خښتو په بټۍ کې د کار له امله مې ارمانونه خاورې شوي دي

· ۶ دقیقې لوستل · ۱۴۳ کتنې

جلال اباد(پژواک، دمرغومى ٨مه ٩٥): اجباري قاچاق- په ننګرهار کې يو ماشوم د خپلې کورنۍ د پورونو د خلاصولو په موخه هره ورځ د خښتو په بټۍ کې نهه ساعته کار کوي او له زده کړو محروم دى.

دغه هلک ١٣کلن واحد دى چې سهار شپږ بجې له خوبه پاڅيږي او د دې پرځای چې ښوونځي ته چمتووالی ونيسي، مجبور دی چې نېغ په نېغه د خټو پر لور لاړ شي او د سهار په يخه هوا کې خټه لمده کړي.

واحد يواځې نه دی، بلکې د ننګرهار د کار او ټولنيزو چارو د رياست د معلوماتو له مخې، د واحد په څېر نږدې درې زره ماشومان همدغو بټيو کې په سختو کارونو بوخت دي او له مجبوريته يې زده کړې هم پرېښې دي.

د سرخرود ولسوالۍ په احمدزيو کلي کې د خښتو د بټۍ ترڅنګ د خامو خښتو اچولو يو لوى ميدان دى، چې په کې ګڼ شمېر ماشومان، ځوانان او سپين ږيري تر سترګو کېږي چې د خښتو په وهلو بوخت وي .

په دې کسانو کې يو تن هم ګل احمد نوميږي چې دى، مېرمنه او پنځه اولادونه يې په ۶۰ زره افغانيو ګرو دي.

هغه وايي، څلور کاله وړاندې کله چې له پېښوره راغلل او پور ورکوونکو ډېر تنګ کړل؛ نو د بټۍ له څښتنه يې پور واخيست او له هماغې ورځې ورسره ګرو شوي دي.

دا چې ګل احمد تر اوسه نه دى توانيدلى خپل پور خلاص کړي په اړه يې وايي: (( د زر خښتو په بدل کې موږ ته شپږ سوه کلدارې راکوي، زه او دوه واړه زامن مې چې د ورځې دوه نيم زره يا درې زره خښتې اچوو؛ نو هغه ايله زموږ د کور د مصرف وشي نو قرض هماغسې پاتې دی او موږ په ګرو لګيا يو.))

له ګل احمد سره يې کوچنى زوى ١٣کلن واحد هم د خښتو په اچولو بوخت دى.

واحد په خپلو وړو لاسونو، سهار اووه بجې خټه لمدوي او بيا ټوله ورځ له پلار سره د خښتو په وهلو بوخت وي.

د نوموړي ورځنی خوراک لکه د عامو افغانانو درې وخته دی؛ خو فرق يې دا دی، چې سهار شين چای او وچه ډوډۍ، غرمه کچالو او يا سابه خوري او ماښام همدا خوراک بيا تکرار خوري.

واحد وايي، له لوى اختر وروسته يې يواځې يو ځل په يو واده کې غوښه خوړلې او نور يې بيخي ليدلې هم نه ده.

نوموړي له پژواک خبرى اژانس سره په مرکه کې وويل چې ښوونځي ته يواځې څو ورځې تللی او نور يې ټول ژوند همداسې په سختو کارونو کې تېر کړی دی.

 واحد ډير ځورويږي چې نور همزولي يې په ښکلو جامو کې ښوونځيو ته ځي او دى د خښتو په بټۍ کې کار کوي.

هغه وايي: (( ماته مې ارمانونه خاورې شوي ښکاري، ځکه زه مکتب ته د مجبوريتونو له لاسه نه شم تللى کنه زه غواړم چې ډاکتر يا انجنير شم.))

هغه اوس هره ورځ په خپل کمزوري بدن له نهو ساعتو هم ډير کار کوي او وايي ، مازيګري کې وزګاريږي خو دومره ستړى وى چې د لوبو او يا هم درس ويلو توان نه لري.

واحد له تېرو څلور کلونو راهيسې د خښتو په دغه بټۍ کې کار کوي او وايي تر هغه وخته به دې کار ته ادامه ورکوي، ترڅو د بټۍ د څښتن شپېته زره کلدارې قرض خلاص کړي او هم دومره پيسې جمع کړي، چې پلار يې پرې بل څه کار و بار شروع کړي.

د واحد پلار په ډيرې غمجينې لهجې وويل: ((بله هيڅ چاره مې نه وه؛ نو ځکه مې د شپيتو زرو روپو په بدل کې هم ځان او هم خپله کورنۍ ګرو کړه.))

ګل احمد او واحد دواړه مستعار نومونه دي.

بل لورته د خښتو د بټيو مسوولين وايي چې دوی دغه کورنۍ ګرو کړې نه دي او بلکې ورته يې د اوسېدو او کار زمينه برابره کړې ده.

د مليار د خښتو بټۍ مسوول حاجي مليار پژواک ته وويل، هر کله چې ورته کاريګر ورغلي، په هماغه وخت يې ورته د پيسو او نوره اړتيا پوره کړې، چې دغه شپيته زره کلدارې يې هم د هغوی د ستونزې د حل په خاطر ورکړې دي.

خو دی په خپلو خبرو کې تایيدوي، که ياده کورنۍ ورته پيسې ورکړي؛ نو هيڅکله به يې د تګ ممانعت ونه کړي.

د ننګرهار د کار او ټولنيزو چارو رييس عبدالحکيم شېرزاد هم مني، چې د سرخرود ولسوالۍ د خښتو په بټيو کې لسګونه کورنۍ ګرو شوي او ماشومان يې په سختو کارونو بوخت او له زده کړو محروم دي.

د شېرزاد د معلوماتو له مخې، هره مېاشت د سي پن يا د ماشومانو د محافظت پروګرام په غونډو کې په دې اړه بحثونه کوي، چې څنګه کولی شي د دغو ماشومانو د کار او په هغوی د جبر مخنيوی وکړي.

د کار او ټولنيزو چارو رييس وايي، چې د خښتو د بټيو مسوولينو يو شمېر کورنۍ په لوی لاس پور وړې کړي او ګرو کړې دي، کله چې هغوی د خښتو بټۍ پرېږدي؛ نو لومړی بايد پور ورکړي او بيا لاړې شي.

دی وايي، د خښتو د بټيو مسوولينو په کارګرو دوه نور جبرونه هم کړي، چې يو يې د کار په بدل کې پيسې کمې ورکول کېږي او بل يې د اوسېدو د ځای په اړه هم پرې د کوټې په سر د زر خښتو وهل جبر کړي دي.

نوموړي د دغو ماشومانو د شمېر په اړه وويل، چې په اوړي کې کمېږي او په ژمي کې يې تعداد زياتيږي: ((موږ دوه ځلې سروې ترسره کړې، يو ځل يې شمېر ۱۸۰۰ تنه و او بل ځل يې ۲۲۰۰ تنو ته پورته شوی و، دا چې وختونه يې مختلف و؛ نو شمېر يې هم مختلف وو.))

د شېرزاد په وينا، پخوا يې دغو کورنيو ته د روغتيا او عامه پوهاوي په برخه کې روزنه ورکړې او دغه راز يې هڅې پيل کړي ترڅو کورنۍ دې ته وهڅوي، چې ماشومانو باندې د کار ترڅنګ زده کړې هم وکړي.

بلخوا په ختيځ کې د بشر حقونو خپلواک کمېسيون اندېښمن دی، چې که دا ماشومان همداسې له زده کړو، روغتیا او تفريح څخه محروم را لوی شي؛ نو راتلونکي کې به له ډيرو ستونزو سره مخ شي.

په دغه کمېسيون کې د ماشومانو د برخې مسوول غلام حسين بېوس پژواک ته وويل، چې دوی د دغو ماشومانو د حقونو د خوينديتوب په خاطر په ۱۵ بټيو کې د دغو ماشومانو لپاره د لوبو او زده کړې ځايونه او کورسونه جوړ کړي، چې ځانونه محروم ونه ګڼي.

د ننګرهار ولايتي اداره هم وايي، چې په سرخرود ولسوالۍ کې د ماشومانو او د هغوی د کورنيو له ګروۍ خبر دي او په دغه برخه کې يې د کار او ټولنيزو چارو رياست ته د ستونزې د حل سپارښتنه کړې ده.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼی پژواک ته وويل چې په دغو کورنيو کې ځينې يې داسې هم شته، چې خپله يې ځانونه ګرو کړي تر څو خلک مرستې ورسره وکړي.

خو هغه وايي، چې د دغو ټولو کورنيو په اړه د والي په لارښوونه کشفي مامورين کار کوي او سروې يې پيل کړې، چې اړمنې کورنۍ په نښه او ورسره لازمې مرستې ترسره شي.

د ننګرهار د پوهنې رياست چارواکي هم وايي چې په سرخرود ولسوالۍ کې د خښتو بټيو کارګر ماشومان له زده کړو محروم دي.

د دغه رياست مطبوعاتي مسوول محمد اصف شينواري پژواک اژانس ته وويل چې پخوا دغه ستونزه ډېره زياته وه؛ خو اوس دوی شاوخوا ۳۰ کليوالي ښوونځي جوړ کړي، چې دغه ماشومان د خپل کار ترڅنګ ليک لوست هم زده کړي.

دی وايي، دا پروګرام درې کلن دی او کله چې يې دغه موده پوره کېږي؛ نو بيا به په نورو ښوونځيو کې شاملېږي.

د يادولو ده چې اوسمهال د ننګرهار په سرخرود ولسوالۍ کې د خښتو ۶۴ بټۍ موجودې دي، چې په ډيرو کې کار کوونکي ګرو دي او په لږو پېسو کار کوي.