منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۰۶ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی

له اروزګان پوهنتون څخه فارغ شوي محصلين کار غواړي

· ۳ دقیقې لوستل · ۷۵ کتنې

ترينکوټ (پژواک، ٢ سلواغه ٩٥): د اروزګان له پوهنتون څخه تازه فارغ شوي محصلين له حکومت څخه د کار زمينه غواړي.

د اروزګان د لوړو زده کړو موسسې له دوو پوهنځيو څخه ٢٤٨ محصلين فارغ او د يو لړ مراسمو په ترڅ کې ورته ستاينليکونه  ورکړل شول.

د يادې موسسې رييس پوهنمل محمد پذير حکيمي وايي چې سږکال د کرنې ، ښوونې او روزنې له پوهنځيو څخه ياد محصلين د ليسانس په کچه فارغ شول.

هغه زياته کړه چې له دې پوهنتون څخه د فراغت دا دويمه دوره وه، تېر کال يې لومړۍ دوره  فارغان ټولنې ته وړاندې کړي وو.

پوهنمل حکيمي وويل چې په دې پوهنتون کې اوسمهال ٨٥٤  محصلينو زده کړې کولې چې ياد شمېر محصلين اوس ترې فارغ شول.

نوموړي له لوړ پوړو مسوولينو وغوښتل  چې فارغ شوو کسانو ته له خپل مسلک سره سم دندې پيدا کړي،  ترڅو دوى وکولى شي چې ټولنې  ته خدمت وکړي.  

داروزګان پوهنتون رييس زياتوي چې په دې ولايت کې مسلکي ښوونکي او د کرنې په برخه کې مسلکي کسان کم دي او حکومت بايد په دې برخو کې له فارغ شوو کسانو څخه ګټه واخلي او د کار زمينه ورته برابره کړي.

د اروزګان والي محمد نذير خروټي په يادو مراسمو کې د پوهنتون د مسوولينو او فارغ شوو محصلينو څخه مننه وکړه چې په سختو شرايطو او نا امنيو کې يې خپلو فعاليتونو او درس  ته ادامه ورکړل.

هغه زياته کړه‌، هڅه کوي چې نوو فارغ شوو محصلينو ته په دولتي او نا دولتي ادارو کې د کار زمينه برابره کړي.

له بلې خوا فارغ شوي محصلين او د کورنۍ غړي يې که څه هم پر فراغت خوښ دي، خو اندېښنه څرګندوي چې دوى ته به د کار زمينه پيدا نه شي.

شريف الله چې د کرنې له پوهنځي څخه فارغ شوى، وايي چې کرنه يې د خوښې مسلک دى او غواړي په همدې  څانګه کې دنده پيدا کړي.

هغه د کرنې رياست له مسوولينو وغوښتل چې په دې برخه کې ورسره همکاري وکړي.

د يوه فارغ شوي محصل پلار سرکاتب محمد شاه وايي چې دوى په ډېرو سختو شرايطو کې خپل اولادونه پوهنتون ته ولېږل، اوس د دولت مسووليت دى چې دوى ته د کار زمينه برابره کړي.

ده زياته کړه چې په دې ولايت کې ډېرى بستونه خالي دي، حکومت  دې دغه بستونه په نوو فارغ شوو محصلينو ډک کړي.

د ښوونې او روزنې له  پوهنځي څخه فارغ شوي حميدالله بيا له پوهنې رياست څخه غوښتنه وکړه، چې د ښوونکي په توګه ورته د دندې ورکولو زمينه برابره کړي.

د اروزګان د پوهنې سرپرست رييس نجيب الله کامران وايي چې دوى په دې وروستيو کې ٤٠٠ خالي بستونه اعلان کړي او په پام کې لري، ټول هغه کسان پر دندو وګوماري  چې په دې وروستيو کې ددې ولايت له پوهنتون څخه فارغ شوي دي.

هغه پژواک اژانس ته وويل چې لاهم دغه رياست په مرکز ترينکوټ  او ولسواليو کې د مسلکي ښوونکو له نه شتون سره مخ دى او تمه ده چې ددې کسانو په ګومارلو سره به يې د رياست دا ستونزه هواره شي.