کابل (پژواک، ٥ سلواغه ٩٥): د سعودي مرستندويه کمېټې لخوا د ننګرهار نجم المدارس دارالعلوم ته په کتابونو او نورو وسايلو سمبال مجهز کتابتون جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.
د افغان ولس لپاره د سعودي مرستندويه کمېټې لخوا د سلواغې په ٥مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، د کتابتون پر ودانولو، په کتابونو او سامان الاتو ٢١٨٩٠٦ زره امريکايي ډالر لګښت راغلى دى.
سرچينې زياته کړې، ددغه کتابتون ودانول، په کتابونو اوکمپيوټرونو او مهمو پرمختللو وسايلو سمبالول د هغه تړونليک برخه ده چې په ۲۰۱۳م کال کې د سعودي عربستان سفارت د افغانستان له پوهنې وزارت سره لاسليک کړ.
په خبرپاڼه کې راغلي، د دې تړونليک په ترڅ کې د سعودی عربستان سفارت ژمنه کړې وه، چې يو سلو څلورويشت زره جلده ديني کتابونه، شل زره درسي بکسې چې په يو سلو شل زره ساده کتابچو، شل زره لويوکتابچو، څلوېښت زره قلمونو، شل زره هندسې بکسونو او شل زره جلده قرآنکريمونو به مشتملې وي او د افغانستان په ټولو ولايتونو کې د پوهنې وزارت اړونده د ښوونځيو او مدرسو زده کوونکو باندې وېشل کيږي.
دغه راز د تړون له مخې به حکومتي لويو او مشهورو دارالعلومونوته کتابتونونه جوړوي او په کتابونو او اړونده سامان الاتو به يې مجهز کوي. د پروژې لومړۍ برخه په ۲۰۱۳ کال کې پلې شوه، چې اوسمهال يې دويمه برخه دوام لري.
د يادې کمېټې په خبرپاڼه کې راغلي چې د ننګرهار د نجم المدارس دارالعلوم لپاره جوړ شوى مجهز کتابتون ددغه ولايت د پوهنې رياست د چارواکو په شتون کې ګتې اخيستنې ته وسپارل شو.
د سعودي د مرستو ياده کمېټه وايي چې په نږدې راتلونکي کې به د بلخ ولايت د اسديه دارالعلوم کتابتون هم د رسمي مراسمو په ترڅ کې ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.
د سعودي مرستندويه کمېټه له ٢٠٠٢ کال راهيسې په ښوونيزو، روغتيايي چارو او بېړنيو مرستو په برخو کې له افغانانو سره مرستې کوي.










