کابل (پژواک،٩ سلواغه ٩٥): يوه ايرانۍ مېرمن چې پر نشه يي توکو د روږدي کېدو قرباني شوې او اوسمهال د کابل تر پل سوخته لاندې له سړيو سره يوځاى د ژوند سختې شپې او ورځې تېروي، وايي چې مېړه او خسرګنۍ يې د هغې د دردونو د ارامولو لپاره پر هغې ترياک خوړلي دي.
د وروستيو راپورونو له مخې، په دې ورځو کې پر نشه يي توکو روږدي کسان چې د کابل تر پل سوخته لاندې ژوند کوي، د کابل د سختو سړو له امله په منځني ډول د ورځې له دوه تر څلورو کسانو ژوند له لاسه ورکوي.
ياده ٣٠ کلنه ايران الاصله مېرمن قمبري نومېږي، چې د ياد هېواد د “قزوين ولايت” اوسېدونکې ده، مور يې دري ژبې او پلار يې د قزوين له ترکانو څخه دى.
مېرمن قمبري، له دوولسم ټولګي له فارغېدو او دوه کلونو چمتووالي وروسته دايران امام حميني پوهنتون ته لاره موندلې چې د طب په برخه کې يې درې نيم کاله تحصيل هم کړى دى..jpg)
په نشه يي توکو دغه روږدې مېرمن وايي، چې په يوولس کلنۍ کې يې د قزوين ولايت په کچه د قرانکريم په يوه سيالۍ کې د ٤٠٠ ګډونوالو له ډلې لومړى مقام ترلاسه کړى او له يوه روزنيز مرکز څخه يې د کمپيوټر په برخه کې د استادۍ سند هم ترلاسه کړى دى.
جسمي وضعيت:
د پژواک خبري اژانس خبريال چې له يادې مېرمنې سره مرکه کړې، وايي چې ياده مېرمن اوس هم له نورو سلګونو معتادينو سره يوځاى، چې په دغه سيمه کې د ډېرو بويونو او خځلو له امله له ماسک پرته ساه اخيستل هم ستونزمن کار دى؛ شپې او ورځې سبا کوي.
د پژواک د خبريال په وينا، ليلا کله چې د پل سوخته له پله څخه راپورته کېده نو سر يې ببر او د بې شومې ګامونو په پورته کولو راغله، چې له ٥٠ کلونو زياته معلومېده، خو د نوموړې په وينا؛ عمر يې ٣٠ کاله دى.
يادې مېرمنې له پله څخه تر راوتلو وروسته د پله پر يوه دېوال تکيه وکړه او مرکې کولو ته يې ځان چمتوکړ.
کله مې چې ياده مېرمن له نږدې وليده نو د ژامې لانديني غاښونه يې مات او پاتې يو شمېر نور يې تور شوي و، چې له جسمي پلوه هم دومره کمزورې معلومېده تا به ويل چې له څو ورځو راهيسې يې ډوډۍ نه ده خوړلې.
ليلا قمبري، چې له ښه روغتيايي حالته برخمنه نه وه او په ډېرې سختې يې خبرې کولې، زياته کړه چې دوولس کاله وړاندې يې له يوه افغان ځوان چې د دايکنډي ولايت اصلي اوسېدونکى دى؛ واده وکړ او په ايران کې له دوو کلونو تېرولو وروسته د خپلې خسرګنۍ د ليدو په موخه دايکنډي ته راغله.
هغې زياته کړه، په دايکنډي ولايت کې د اوسېدو په لومړيو ورځو کې يوې بهرنۍ موسسې چې د ياد ولايت د روغتيا په برخه کې يې کار کاوه، له نوموړې په دغه موسسه کې ناروغانو ته د روغتيايي او ساري ناروغيو په اړه د پوهاوي برخو کې د کار کولو غوښتنه وکړه.
ليلا وويل، دا چې په ياد ولايت کې باسواده ښځې ډېرې کمې وې نو د خلکو او قومي مشرانو په غوښتنه يې خسرګنۍ دې ته حاضره شوه، څو نوموړې د دايکنډي له خلکو سره په روغتيايي برخه کې مرسته وکړي او ياد مسووليت څو کاله پر مخ يوسي.
ليلا قمبري، چې د خبرو پر مهال يې ټول لاسونه رپېدل او د خولې د وچوالي له امله يې په کراره خبرې کولې، ادعا وکړه چې د ١٣٨٩ لمريز کال په ولسمشرۍ ټاکنو پر مهال يې له يوناما سره د (DDFC) په توګه او دغه راز يې له (MPO) موسسې سره د سيمه ييزو قابله ګانو د روزنې په برخه کې د روزونکې او په ياد ولايت کې د فرانسويانو په ٥٠ بستريز روغتون کې د مشرې په توګه هم دنده ترسره کړې ده.
مېرمن قمبري چې خپل ککړ ويښتان يې په رېږدېدلو لاسونو سمول، ناڅاپه يې په سترګو کې اوښکې راغلې او ويې ويل : “ډېره ستړې يم او ذهن مې کار نه کوي، نورو دفترونو کې مې چې کار کړى، هېر شوي مې دي.”
په نشه د روږدي کېدو عوامل:
پر دې سربېره چې د يادې معتادې مېرمنې په مخ کې ډېره ستړيا تر سترګو کېده او ډېرې خبرې کولې يې نه غوښتل، له نيم ساعته وقفې وروسته مې ترې وغوښتل، څو پر نشه يي توکو د روږدې کېدو لامل راته ووايي.
ليلا وويل، چې شاوخوا پنځه کاله وړاندې د دايکنډي ولايت په شهرستان ولسوالۍ کې د موټر چپه کېدو له امله د ملا مهرې يې ماتې شوې، چې له امله يې يو کال ورنځېده، له دې پرته چې روغتيا يې په برخه شي؛ ورځ تر بلې د مرګ خولې ته نږدې کېده.
نوموړې په داسې حال کې چې له سترګو يې اوښکې بهېدې، وويل: يوه ورځ مې خواښې راته په يوې پياله کې د دوه نخودو په اندازې يوه تور رنګه ماده واچوله او ويې ويل، چې دا موملايي ده او د ملا مهرو ته ګټوره ده، دا چې ما ډېر درد درلود نو دغه ماده مې وخوړه.
ليلا چې ژړا يې لاپسې زياته شوه او ډېره ټوخېده، له يوې شېبې چوپتيا وروسته وويل، له هغه وروسته به يې چې ملا درد کاوه نو د موملايي غوښتنه به يې کوله، خو له دې خبره نه وه، چې د موملايي پر ځاى ترياک ورکول کېږي.
له مېړه او خسرګنۍ ناخوښي:
دغه ايرانۍ مېرمن چې پر نشه يي توکو د روږدي کېدو قرباني شوې؛ له خپل مېړه او خسرګنۍ د ناخوښۍ ترڅنګ وايي؛ دوى د دې پرځاى چې هغه يوه معياري او مجهز روغتون ته د درملنې په موخه بوځي، د درد د ارمولو لپاره هغې ته په پټه توګه شپږ مياشتې ترياک ورکړل شوي دي.
هغې زياته کړه چې نوموړې په دغه موده کې مېندواره هم وه او مېندوارۍ مودې ته په نږدې کېدو سره د کابل ښار يوه روغتون ته راوړل شوه، ډاکټران له هغه وروسته چې د نشې پيچکاري پرې تاثير نه کوي نو پوه شول چې دغه مېرمن په نشه يي توکو معتاد ده او څو مياشتې ورته ترياک ورکړل شوي دي.
نوموړې وويل چې له هغه وروسته ډاکټرانو تر ټولو سختې پېچکارۍ ورته ورکړې، چې په پايله کې يې خپل ماشوم هم له لاسه ورکړ.
ياده روږدې مېرمن وايي: “ټول عمر مې د ديني درسونو په زده کولو زحمت ويسته او د طب په برخه کې مې لوړې زده کړې وکړې، خو کله چې د لومړي ځل لپاره په دې پوه شوم چې په نشه يي توکو روږدې شوې يم، يو ډېره دردناکه شېبه وه، داسې فکر وکه چې له اسمانه ځمکې ته راوغورځېدم، خو کله مې چې په روغتون کې خپل بچى هم له لاسه ورکړ، نو دغه درد هم راباندې راچپه شو.”
قمبري له روغتونه له رخصت کېدو وروسته، له دې امله چې مېړه او خواښې يې په پټه توګه پرې ترياک خوړلي او د هغې په وينا، په يوه ستر ظلم يې لاس پورې کړى؛ هره ورځ به يې له خپل مېړه سره خبرې کولې، چې دا خبرې د لا ډېرو جنجالونو او ناراحتۍ سبب شوې.
هغې څرګنده کړه: “دا چې د غربت په هېواد کې وم او مېړه مې هم يو بداخلاقه او بدخوى انسان و، بله لار مې نه درلوده، مجبوره شوم څو له ترياکو ګټه واخلم، مېړه مې هم پخوا د خوښۍ په ځينو مراسمو کې نشه يي توکي کارول، کله چې زه معتاده شوم نو مېړه مې زما له معتاد کېدو ګټه پورته کړه او زما له ترياکو به يې په ازادانه توګه کار اخيست.”
له معتاد کېدو وروسته له کومو ستونزو سره لاس او ګرېوان وه.
ليلا په ژړغوني غږ سره وويل، له روغتون څخه له بهر کېدو وروسته يې په کابل کې ژوند پيل کړ، چې د درد د کمېدو لپاره به يې همېشه له خپل مېړه د نشه يي توکو د راوړلو غوښتنه کوله، چې دغه کار دوام وموند او يوه ورځ يې مېړه هم د کابل ښار په واصل اباد سيمه کې له يادو ترياکو سره يوځاى د پوليسو له لوري ونيول شو، چې په دوه کلن زندان هم محکوم شو.
هغې وويل، د مېړه له زنداني کېدو وروسته په بشپړه توګه يوازې پاتې شوه، د يوازې توب له امله يې کرايي کور هم له لاسه ورکړ او په پايله کې دې ته اړه شوه چې خپلې شپې او ورځې په کوڅو او سړکونو تېرې کړي، چې اخر يې هم برخليک پل سوخته شو.
پل سوخته د کابل ښار په لوېديځ کې يوه مشهوره سيمه ده، چې په ياده سيمه کې تر پله لاندې په نشه يي توکو سلګونه روږدي کسان ژوند کوي او له ډېر ناوړه حالت سره مخ دي.
پر دې سربېره چې د کابل ښار روغتيايي چارواکو له نورو اړونده ادارو سره تر اوسه څو ځلې يو شمېر روږدي د روغتيا امن ځايونو ته لېږدولي، خو بيا هم په دغه سيمه کې د ښځو او نارينو په ګډون سلګونه معتادين ژوند کوي.”
تر دغه پله لاندې يو شمېر معتادين په ګروپي ډول سره راټول شوي وي او نشه يي توکي دود کوي، يو شمېر يې بيا د پله په بله برخه کې يو بل ته پيچکارۍ وهي او نشې کوي، چې له دغو کسانو يې يو شمېر بيا له مرګ سره مخ دي.
ليلا قمبري چې له دغو سلګونو معتادينو يې يوه ده، د دې پوښتنې په ځواب کې چې ولې يې په ايران کې له خپلې کورنۍ مرسته نه ده غوښتې، وويل: “ايران ته د خپلې کورنۍ د بدنامولو لپاره نه ځم، خو خسرګنۍ مې چې کله له دغه حالته خبره شوه نو نور يې له ماسره له مرستې لاس اخيستى دى.”
مېرمن قمبري په دې اړه، چې که د درملنې په موخه ولېږل شي؛ ايا د خپل عمل د پرېښودو هوډ لري؟ وويل: “يوځل مې درملنه وکړه، خو کله چې له روغتونه بهر شوم د اوسېدو ځاى مې نه درلود، بيا دغه پل سوخته پله ته راغلم، خلکو به ځورولم، خو اخر راته پوليسو وويل، د پله لاندې ځاى ته لاړه شه، موږ تا کوم ځاى ته بوځو، هغه شپه بيا ياد پله ته راغلم.”
نوموړې په لړزېدلي اواز وويل: “پخوا به مې د زرګونو کسانو درملنه کوله او هره مياشت به مې اووه زره ډالره معاش درلود او له همدې معاش مې د مېړه ورونو ته ودونه وکړل او دوى يو ژوند پيدا کړ، اوس مې هغوى هم نه مني او بل څوک هم نه لرم، څو ما له دې ناوړه حالته وژغوري.”
دغه روږدې له حکومته څه غواړي؟
له ليلا وپوښتل شول چې له حکومته څه غواړي؟ هغې خپل حواس را ټول کړل او ځواب ته يې له پوره چمتو والي وروسته وويل:(( له حکومته غواړم چې د خاوند برخليک مې معلوم کړي، يوه روغتون ته مې د درملنې لپاره واستوي او له درملنې وروسته په يوه روغتون کې ورته د نرسې يا قابلې په توګه او يا هم په نورو ادارو کې د کمپيوټر د استادې په توګه کاري زمينه مساعده کړي.))
ليلا چې تحصيل کړې، بريالۍ او راتلونکي ته هيله منه ښځه وه، اوس يوه ګوښه شوې او مجبور ښځه ده چې د ژوند مجبوريت تر پله لاندې ژوند ته اړ کړې، ځکه چې د خاوند د چل او فريب په سبب په غير ارادي ډول په نشه يي توکو روږدې شوې ده.
ليلا چې يو وخت يې په نيلي اسمان کې هرې خواته د الوت توان درلود، اوس د يوې وزر ماتې مرغۍ په توګه تر پل سوخته پله لاندې پر چټله ځمکه پرته ده.
له نشه يي توکو سره د مبارزې خبر:
له نشه يي توکو سره د مبارزې وزارت، ددې روږدې په ځواب کې وايي چې ممکن يو شمېر محدودې ښځې او ماشومان چې د روږدو د ټولولو د کمپاين په ورځ په سيمه کې حاضر نه وو، لا هم پر سړکونو پاتې وي چې ليلا قمبري هم له دې ښځو يوه ده.
د ياد شوي وزارت وياند محمد حنيف دانشيار وويل چې اوسمهال په ټول هېواد کې د روږد د درملنې ١١٦ زره مرکزونه شته چې هر کال د څه باندې ٤٠ زره روږدو د درملنې ظرفيت لري او له دې ډلې يې ٣٠ سلنه ښځې او ماشومان جوړوي.
هغه زياته کړه چې د روږدو د درملنې لپاره د نورو مرکزونو د شتون ترڅنګ، د روږدو د درملنې ١٥٠ بستره د ښځو او ماشومانو لپاره هم جوړ شوي، ځينې ښځې او ماشومان چې په کوڅو کې وو، را ټول کړل شوي او د درملنې لپاره دغه مرکز لېږدول شوي دي.
نوموړي روږدېدنې ته د بېرته ورتګ په اړه هم اندېنښنه وښوده او ويې ويل چې د کورنيو او خپلوانو له لوري بېرته نه منل، وزګارتيا، بېوزلي، په ټولنه کې د خلکو د عامه پوهاوي د کچې ټيټ والى هغه لاملونه دي چې ځينې يې بېرته روږدېدنې ته ستنېږي.
خو دانشيار وايي چې له نشه يي توکو سره د مبارزې وزارت هڅه کوي چې د جوماتونو او ښوونځيو له لارې خلک پوه کړي چې له روږدېدنې د را ستانه شوي کس سره بايد د يوه سالم وګړي په څېر چلند وکړي او درناوى ورته ولري.
د ايران سفارت: د با عزته ستنېدنې لپاره د اړينو اسانتياوو برابرول
په کابل کې د ايران سفارت د رسنيو د برخې مسوول پژواک خبري اژانس ته وويل، که چېرته ثابته شي چې دا مېرمن ايرانۍ ده او ايران ته د ستنېدو غوښتنه کوي، د درملنې او با عزته ستنېدنې لپاره به يې ټولې اسانتياوې برابرې کړي.
هغه وويل چې د ايران سفارت خپلو ټولو هغو وګړو ته چې په افغانستان کې مېشت دي خبر ورکوي چې که له کومې ستونزې سره مخ وي، د ايران سفارت او سياسي څانګو ته دې مراجعه وکړي، څو په افغانستان کې دننه يې د ستونزو د حل په برخه کې عملي اقدامات وکړي.
له نشه يي توکو سره د مبارزې وزارت د معلوماتو له مخې، اوسمهال په هېواد کې درې نيم ميليونه وګړي په نشه روږدي دي چې ٢.٩ سلنه يې ښځې دي.
د روږدو د درملنې د برخې نا دولتي موسسې:
د نجات سنټر مشر قاسم زماني وايي چې د ژمي په ورځو شپو کې د روږدو ستونزې زياتېږي چې په دې وروستيو کې يو شمېر ښځې د سړې هوا په سبب تر پلونو لاندې مړې شوې او نورې يې هم له خطر سره مخ دي.
هغه وويل چې نا دولتي موسسې او حکومت، د روږدو له ډلې له درېيو تر پنځه سلنې پورې تداوي کوي او پاتې يې له دا ډول خدمتونو بې برخې دي.
نوموړي ددې شومې ښکارندې په له منځه وړلو کې د خلکو او کورنيو همکاري ممهمه وبلله او ويې ويل، تر هغو چې کورنۍ او هېوادوال په دې برخه کې همکاري ونه کړي، هېڅ ډول پروګرام به مثبته پايله ونه لري.
د نجات سنټر مشر زياته کړه چې نجات او ځينې نورې موسسې د روږدو د درملنې په برخه کې کار کوي، هغه کورنۍ چې له درملنې وروسته يې کورنۍ ونه مني، له کورنيو سره يې خبرې کوي او د يوه کال لپاره له هغوى سره په اړيکه کې وي.
د هغه په خبره، که چېرته هغوى د کورنيو له لوري ونه منل شي، دا ښځې نورو موسستو ته چې د ښځو په برخه کې فعاليت کوي، معرفي کوي او هغوى ته د ژوند او کار کولو زمينه مساعدوي.
نجات سنټر يوه نا دولتي موسسه ده چې له ٢٦ کلونو راهيسې د روږدو د درملنې، هغوى او د هغوى کورنيو ته د حرفوي زده کړو او د نشه يي توکو او ايډز ناروغۍ په اړه د پوهاوي ورکولو په برخو کې په کابل کې فعاليت کوي.
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسيون:
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسيون، په نشه يي توکو روږدېدنه په هېواد کې زهرجن مار بولي او وايي چې په دې وروستيو کې د روږدو ښځو شمېر زيات شوى، ښايي چې روږدې ښځې له جنسي تېري، تاوتريخوالي او اېډزناروغۍ (HIV) سره مخ شي او په ټولنه کې د مکروب محراق شي.
د بشري حقونو کمېسيون کميشنرې ثريا صحبرنګ، د نشه يي توکو د روږدو اوسنى وضعيت د اندېښڼې وړ وباله او ويې ويل چې دا کسان د بشري حقونو له ډېرو لومړنيو حقونو څخه هم محروم دي او هره ورځ په ګرمه هوا کې خپل شيرين ژوند بايلي، دولت بايد ډېر ژر د هغوى وضعيت ته پام وکړي او ددې ناوړه ښکارندې مخه ونيسي.
د بشري حقونو دغې کمېشنرې په هېواد کې د روږدو د درملنې د مرکزونو د فعاليت پر نشتوالي او کمښت اندېښنه وښوده او ويې ويل:((د ولايتونو په مرکزونو کې د ښځينه روږدو لپاره ځانګړي مرکزونه نشته، په هغو ځايونو کې چې نارينه روږدوي په کې ساتل کېږي، يوه کوټه يې ښځو ته ځانګړې کړې، هلته يې هم د ژوند وضعيت ډېر خراب دى.))
هغې له درملنې وروسته بېرته نشه يي توکو ته مخه کول يوه بله ستونزه وبلله او ويې ويل چې حکومت په دې برخه کې ستراتيژي نه لري، په همدې سبب له درملنې وروسته بېرته تر پلونو لاندې ساحو ته ځي او له نورو روږدو سره يو ځاى کېږي.
صحبرنګ وويل چې دولت ته يې د روږدېدنې د لاملونو د مخنيوي لارو چارو او ددې شومې ښکارندې د له منځه وړلو لپاره وړانديز کړى، خو له بده مرغه چې تر اوسه دولت په دې برخه کې هېڅ کوم ځانګړى اقدام نه دى کړى.
د نشه يي توکو ستونزه او ورځ تر ورځې د روږدو زياتېدل، په هېواد کې د ترهګرۍ په څېر يوه بله ستره ملي ستونزه بلل کېږي او ويل کېږي چې تر ډېره بهرني لاملونه لري او بايد پر وړاندې يې د سيمې په کچه نړيواله مبارزه وشي.
د کډوالو او انسان له قاچاق سره د مبارزې قانون پر بنسټ، د چل او غولونې له مخې د يو چا له مجبورت نه ګټه اخيستل، د انسان د قاچاق يوه ښکاره او ډاګيزه بېلګه ده.
د افغانستان د قوانينو له مخې، د انسان قاچاق جرم دى، د انسان او کډوالو له قاچاق سره د مبارزې قانون په ١١مه ماده کې راغلي دي چې که چېرته قاچاق د مېرمنې، مور او پلار او يا قانوني سرپرست له لوري تر سره شي، په اوږدمهاله بند محکومېږي.










